د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر ویو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي په حضور کې، د سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو اتحادیې له مسوول محترم نصیب الله سرحدي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او د مالي تبادلې په برخه کې یې د دوی ستونزې واورېدې.
 
ښاغلي سرحدي، د افغانستان بانک له خوا د صرافانو جوازونو تضمین لوړوالی د سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو یوه اساسي ستونزه وبلله او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو سره د ناستو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي ترڅو د صرافانو د جواز تضمین کمولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، سپین بولدک د هیواد په سوداګرۍ او اقتصاد کې یوه مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ وګڼله، او ژمنه یې وکړه چې د صرافانو د جواز تضمین لوړوالي موضوع به د افغانستان بانک ریاست او اړوندو ادارو سره د ناستو له لارې شریکه کړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.
ښاغلي خان جان الکوزي، سپین بولدک ولسوالۍ د لوی سوداګریز مرکز او افغانستان له نړیوالو بازارونو سره د وصل په توګه مهمه وبلله، او د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو د جواز تضمین په مقدار کې د توپیر په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اچکزي، د دې ولسوالۍ په سوداګرۍ او پانګونو وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې سوداګریز مرکز رول یې د اشتغال، اقتصادي ودې، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ارزښتناک وباله.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، په هغه آنلاین غونډه کې ګډون وکړ چې د سارک هیوادونو تر منځ د سویلي اسیا د سوداګریز نندارتون د ترسره کولو په اړه جوړه شوې وه، او په دې اړه یې خبرې وکړې چې څنګه کولای شو دغه نندارتون په ښه توګه ترسره کړو او د غړو هیوادونو تر منځ تجارتي او اقتصادي اړیکې پراخې کړو.

ښاغلي مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو هڅو یادونه وکړه چې له مخې یې دوی د سویلي آسیا سوداګریز نندارتون کې افغان سوداګر ګډون کولو ته هڅوي او د سارک غړو هېوادونو له استازو یې وغوښتل چې په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې صادرولو، د غرفو مشخص کولو او د تجارتي ناستو په برابرولو کې مرسته وکړي.
نوموړي همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې د جنوبي اسیا تجارتي نندارتون د اعلانونو خپرولو باندې ټینګار وکړ.

د سارک غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو څخه مننه وکړه چې افغان تولیدونکي دې نندارتون ته وهڅوي، او د خپلو هیوادونو له لوري د افغان سوداګرو او د جنوبي اسیا هیوادونو د سوداګرو تر منځ د ناستو په برابرولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه نندارتون به د روان کال د اګست له ۲ تر ۴ نېټې پورې د درې ورځو لپاره په سریلانکا کې ترسره شي، چې د سارک غړو هیوادونو سوداګرو او تولیدونکو ته به د خپلو تولیداتو د نندارې فرصت برابر کړي.

 

سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د افغان مخابراتي شرکت نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي محمد امین امیري او د اتاق عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو او غړو سره د اړیکو ډيپارټمنټ مسؤلینو په حضور کې د سا ایران شرکت له استازو سره آنلاین غونډه وکړه او د انټرنیټي خدماتو د کارونې او د هغوی د کیفیت او ظرفیت لوړولو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د سا ایران شرکت مسئولینو د دې شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې سا ایران انټرنیټي خدماتو شرکت د انټرنیټي خدماتو په عرضه کولو کې فعالیت کوي چې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره په ایران کې بازارونو ته خدمات وړاندې کوي. هغوی د افغان بازارونو ته د انټرنیټ عرضه کولو په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده کړه او له ښاغلي پوپل څخه یې وغوښتل چې افغان انټرنیټي خدماتو شبکې وهڅوي چې د سا ایران شرکت څخه انټرنیټ واخلي.

ښاغلي میر زمان پوپل، د ننني نړۍ پرمختګ د عصري تکنالوژۍ او د انټرنیټي خدماتو سرعت پورې تړلی وباله او د کیفیت لرونکو او مناسبو قیمت لرونکو انټرنیټي خدماتو په عرضه یې ټینګار وکړ.
نوموړي ژمنه وکړه چې د یاد شوي شرکت په بازار موندنه او په افغانستان کې د پلور مارکېټ په موندلو کې به له سا ایران شرکت سره همکاري وکړي.

 

یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې، له محترم سبولیف اندری، د "LLC BTI" شرکت رئیس سره وکتل او د افغانستان په برخه کې د کیمیاوي سرو او پاکوونکو موادو په تولید کې د ګډو پانګوونو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اندری د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: "LLC BTI" شرکت د کیمیاوي سرو او پاکوونکو موادو په تولید کې فعالیت لري او تولیدات یې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي. هغه خپله علاقه د کیمیاوي سرو او پاکوونکو موادو په افغان بازارونو کې عرضه کولو او له افغان تولیدي شرکتونو سره په ګډو پانګوونو کې څرګنده کړه او له ښاغلي مهمند څخه یې وغوښتل چې د دواړو خواوو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر د چټکتیا او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز کور د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند، ښاغلي اندری ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له روسیې سره د ښو سوداګریزو اړیکو په ټینګار سره وویل چې د پانګوونې د جذب لپاره عمومي شرایط مناسب دي.
نوموړي له ښاغلي اندری څخه وغوښتل چې له موجوده فرصتونو څخه په استفادې سره په افغانستان کې د کیمیاوي سرو او نورو سکتورونو په تولید کې لا زیاتې پانګونې وکړي.

 

دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د وسوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسې حال کې چې د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي یې ملتیا کوله د سوپر کولا تولیدي شرکتونو له تاسیساتو څخه لیدنه ترسره او د دې ټولګې له رئیس محترم عبدالطیف قناویزیان سره د دوی د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او شته ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي قناویزیان د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوپر کولا تولیدي شرکت د بیلابیلو تولیدي برخو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې سوپر کولا تولیدي شرکتونو ډله په دوه جلا پړاوونو کې لکه: د معدني اوبو تولید، مختلف ډول مشروبات، جوس، انرژي او د لبنیاتو تولید فعالیت کوي چې د ۸۰۰ څخه زیاتو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړي د بریښنا کمښت د شرکت یوه اساسي ستونزه وبلله او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.
ښاغلي مهمند، د سوپر کولا تولیدي شرکتونو د رئیس او مسئولینو د ستونزو او پلانونو اوریدلو وروسته، په هېواد کې د دوی د لویو پانګوونو ستاینه وکړه او د داسې لویو فابریکو رول یې د دندو په پیدا کولو او د هیواد په اقتصادي وده کې مهم وباله.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت سکتورونو ملاتړ برخه کې د حکومت د مشرتابه مقام د ملاتړ ستاینه وکړه او برېښنا یې د صنعت سکتور یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او ژمنه یې وکړه چې، یاد شرکت ته د کافي اندازه برېښنا برابرولو په موخه به د حکومت له اړوندو ادارو او د برېښنا ریاست سره خبرې اترې وکړي.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د سوداګرو او پانګوالو له لوري د هېواد په کچه د ورته سترو شرکتونو په جوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ وویل :ستر تولیدي شرکتونه، فابریکې، کارخانې او هر ډول لویه او کوچنۍ پانګونه کولی شي نه یواځی داچې د ګرانو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي بلکې د هېواد په اقتصادي ودې، رغښت او ثبات کې د پام وړ اړین رول لوبوي.
نوموړي زیاته کړه، موږ په کور دننه او بهر ټولو سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکوو او په بهر کې مېشت افغان پانګوالو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوو څو خپل هېواد ته راستانه شي او بېلابیلو برخو کله: د کرنې میکانیزه کېدو، برېښنا تولید، کانونو استخراج، زدکړو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
 
شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند محترم لیو بیگنان، د "Suzhou HLC Elevator" شرکت رئیس، او محترم امام الدین امانزاده، د "فضا لفت" تخنیکي او تولیدي خدماتو شرکت رئیس سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د ګډو پانګوونو او ګمرکي ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي لیو، په افغانستان کې د "Suzhou HLC Elevator" شرکت فعالیتونه تشریح کړل او د ساختماني خامو موادو په وارداتو باندې لوړ ګمرکي محصول یې یوه اساسي ستونزه وبلله. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د ګمرکاتو له معینیت سره په همغږۍ کې د ګمرکي محصول په کمولو او په افغانستان کې د شرکت د پروژو په تطبیق کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند، د ښاغلي لیو خبرې واورېدې او په هېواد کې یې د پانګونې لپاره عمومي شرایط مساعد وبلل.
نوموړي له ښاغلي لیو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ساختماني موادو په تولید کې پانګونه وکړي او د ځمکې او ځینو اړوندو موضوعاتو په برابرولو کې یې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې وکړه.

د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق لومړي مرستیال یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق لخوا یوه نندارتون جوړ شي او د یاد شرکت مسؤلین یې په دې نندارتون کې د ګډون او د خپلو محصولاتو د نندارې ته وړاندې کولو لپاره راوبلل.

 

دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۳

مقالات دیگر...