د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، له محترم انجنیر ویس‌الله صدیقي، د رسالت ذهن موسسې رئیس او د دوی همکارانو سره ولیدل او د دوی د کاري طرحو او برنامو په اړه یې خبرې واورېدې.

ښاغلي صدیقي، د "ماهر کارګر ډیر امتیاز" په نامه د یادې موسسې طرحې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د کارموندنې رامنځته کولو او د زده‌ کوونکو او د تعلیمي بنسټونو محصلینو مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، د رسالت ذهن موسسې یوه طرحه جوړه کړې چې له مخې یې محصلین او ځوانان د تخنیکي او مسلکي درسونو په زده‌ کولو سره کولای شي چې د کورنیو فابریکو او صنعتونو په حرفوي کارونو کې برخه واخلي.

ښاغلي مهمند، د یادې طرحې اړوند خبرو او معلوماتو تر اورېدو وروسته، په دې برخه کې د ښکېلو ځوانانو د هڅو ستاینه او قدرداني وکړه او دا برنامه یې د افغانستان د خلکو لپاره په کورني صنعت سکتور کې د اړینو تخصصونو او مهارتونو د لوړولو په برخه کې یو بنسټیزه اړتیا وبلله.

نوموړي، د پورته ذکر شوې طرحې د پلي کېدو او د سکتوري ادارو د همکارۍ ټینګار تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

دوشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ښاغلي پاینده محمد، چې په هرات ولایت کې د خیمو تولیدي شرکتونو استازی دی ملاقات وکړ او د دوی د ګمرکي ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي پاینده محمد د خپلو عمده ستونزو په اړه خبرې وکړې چې د خامو موادو د وارداتو په ګمرکي محصولاتو کې زیاتوالی دی، کوم چې د خیمو په تولید کې کارول کیږي او داخلي شرکتونه د دې په تولید کې د کافي مقدار توان نه لري. هغه له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د دې ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند، د خیمو تولیدي شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست په ویلو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وبللو او د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ څخه یې ډاډ ورکړ. هغه د ګمرکي مقاماتو سره په تلیفوني خبرو کې د دوی ستونزې مطرح کړې او د خیمو تولیدي شرکتونو د خامو موادو د وارداتو ستونزو په حل کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یکشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د افغانستان لپاره د ایران سفارت سوداګریز چاروال ښاغلي حسین روستايي سره لیدنه ترسره او د خصوصي سکتور سره یې د دوی د همکاریو ستاینه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي روستايي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران هیواد د افغانستان یو زوړ دوست او ديني، کلتوري او همدارنګه ښې تجارتي - اقتصادي او ترانزیټي اړیکې لرونکی بولي او د دوی د کاري مودې په جریان کې له افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ په ځانګړې توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت پراختیا، ګډو نندارتونونو د جوړولو او تجارتي ستونزو د حل په برخه کې د دوی د همکاریو ستاینه کوي او د افغانستان د ملي ګټو په ساتلو سره له سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو تجارتي - اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د صادراتي توکو په وړاندې د ایران هیواد لخوا د ترجیحي تعرفو پر وضع کولو ټینګار وکړ او د ښاغلي روستایي څخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو بیلانس په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

محترم نصیر احمد عرب، خان محمد سرفراز باز، سید جاوید برهان او خانجان الکوزی، هم د افغان - ایران تاجران ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې د پراختیا په برخه کې د ایران سفارت له همکاریو او د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره د ویزې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو له کبله مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړیکو د لا زیاتې پراختیا لپاره یې پر همکاریو ټینګار وکړ.

ښاغلي روستایي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ هیئت د ملاتړ او هڅونې په اړه د همکارۍ له کبله مننه وکړه او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې یې ټینګار وکړ.

دوشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شپږویشتمه ناسته د اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایزو چارو مرستیال ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سیدو جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني او بهادر خیرخواه، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل په ګډون د اتاق مدیره پلاوي دفتر، کابل شهرنو کې ترسره شوه.
 
په پیل کې، ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د شپږویشتمې ناستې د آجنډا شاملې موضوعګانې او د دریمې دورې پنځه ویشتمې ناستې د مصوباتو قرائت او لاسلیک د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل.
ورپسی د عامل پلاوي وړاندیزونه د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي لخوا مطرح او د مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل لخوا يې په اړه مفصل معلومات وړاندی کړی شول.
د اتاق اړوند موضوعګانو او د عامل او مدیره پلاوي وړاندیزونو په اړه د هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.
 
یکشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۴۰۳
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د حرکت ادارې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي، د اروپایې اتحاديې، پاکستان، هند، روسیې، آذربایجان، او قزقستان سفیرانو د کابل په سرینا هوټل کې د (خصوصي سکتور بحث) عنوان لاندی جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور ستونزو او لیدلوري په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند، د دې کنفرانس په جوړولو کې د حرکت ادارې څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د خصوصي سکتور د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې چې یادې ستونزې عبارت دي له: په نړیوالو بانکونو کې د افغان سوداګرو د پیسو کنګل کیدل، د سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو له خوا د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د لا زیاتو اسانتیاوو نشتوالی، د پیسو د انتقال لپاره اسانتیاوو نشتوالی او د ګاونډیو هیوادونو په بندرونو کې د ځینې سوداګریزو توکو بندیدل.
همدارنګه، نوموړي د اروپايي اتحادیې استازو او د مرکزي آسیا د هیوادونو سفیرانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مهمند د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د پراختیا او ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو، په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا هیوادونو او اروپايي اتحادیې استازو څخه یې وغوښتل چې بهرني سوداګر د افغان سوداګرو سره په مختلفو سکتورونو کې په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو په استخراج او نورو برخو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.

د اتاق لومړي مرستیال د تېرو درېو کلونو په موده کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه او د اروپايي اتحادیې له استازو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره نړیوالو بازارونو په پیدا کولو او بهرني سوداګر په نږدی راتلونکي کې د اتاق لخوا په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون کولو ته وهڅوي.

مقالات دیگر...