د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال؛ شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي مالي رئیس او خانجان الکوزی، د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک اتاق رئیس، په داسې حال کې چې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د IFC استازی ښاغلی چارلیس شنایدار، او د هېواد سوداګر او پانګوال هم ګډون درلود، د حرکت ادارې لخوا په کابل سرینا هوټل کې په جوړ شوي خبرو اترو کنفرانس کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، د دې ګفتمان د جوړیدو لپاره د حرکت ادارې مسوولینو څخه مننه وکړه او د افغان سوداګرو لپاره د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا د رامنځته شويو ترانزیټي ستونزو یادونه وکړه. نوموړي دغه ستونزې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کمیدو اصلي لامل وبللې او د معیاري ترانزیټ رول یې په صنعت او سوداګرۍ کې حیاتي وباله.
ښاغلي مهمند، وویل چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو ستونزو حل د مرکزي اسیا هېوادونو د ترانزیټ او د چابهار بندر څخه په کار اخیستنې پورې تړاو لري. هغه، له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره په ترانزیټي برخو کې عملي ګامونه پورته کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د زراعت د میکانیزه کولو، د لاسي صنایعو د ودې، او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره د کروندګرو او متشبثینو لپاره د وړو پورونو د ورکړې او له نړیوال بانک څخه یې په دې برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
نوموړي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له مسوولینو څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ او د سترو سوداګریزو کنفرانسونو په ګډون کې د هغوی د ونډې مننه وکړه او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې له مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې افغان سوداګرو ته د آسیايي او اروپایي هیوادونو د ویزې ورکولو او د افغان بانکونو د نړیوالو بانکونو سره د اړیکو بیا فعالولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د ډیجیټلي پولي سیستم رول د سوداګریزو چارو د پرمختګ او د افغانۍ بانک نوټونو د ساتنې لپاره حیاتي وباله او له نړیوال بانک څخه یې وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو په ځانګړي ډول د مالیې وزارت، ملي بانک، او د سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ د ډیجیټلي پولي سیستم په رایج کولو کار وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د بانکدارۍ سکتور پیاوړي کول د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او همدارنګه د ګاونډیو او سیمې هیوادونو ته د پیسو د انتقال د چټکتیا لپاره اړین وبلل او له نړیوال بانک او اروپایي ټولنې څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د بانکدارۍ سیستم د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.