د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې د سکتوري اتاقونو ګډه ناسته د خصوصي سکتور غړو د تېرو کلونو مالیاتي اسنادو ستونزو لپاره د مناسبو حل لارو موندلو په موخه ترسره شوه. په دې ناسته کې، ښاغلي نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس او د پیشه ورانو اتاق رئیس، خانجان الکوزي، د اتاق مدیره پلاوي غړی، شیر باز کمین زاده د صنایع او کانونو اتاق رئیس، اختر محمد احمدي د تازه میوې ټولنې رئیس، او حاجي عبیدالله د رخت ټولنې رئیس ګډون درلود.
 
په یاده ناسته کې، د سکتوري اتاقونو رئیسانو او استازو له هر اړخیزو او تفصیلي خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې د خصوصي سکتور د غړو مشورې او نظریات د مالیاتي ستونزو د حل په موخه له حکومت او اړوندو ادارو سره شریکې کړي ترڅو په دې اړه د حکومت لخواه عملي اقدامات وشي.
 
 
سه شنبه وږي ۶مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تجاربو د تبادلې، د علمي او سوداګریزو پروګرامونو جوړولو، د ځوانانو د نوښتونو او کارموندنې طرحو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه، چې پکې ناستې، ورکشاپونه، خبرې اترې او سمینارونه شامل دي، د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو له مؤسسې سره د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا هوکړه لیک، د ښاغليو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړي مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی، محمد انور عارفي، د اتاق عامل پلاوي پالیسي او تخنیکي مرستیال، میرزمان پوپل د اتاق عامل عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد حنیف فرزان د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې رئیس، حاجي عبیدالله د رخت ټولنې رئیس او د اتاق د بېلابېلو دیپارتمنتونو مسوولینو په حضور کې د ښاغلي محمد انور عارفي د اتاق عامل پلاوي پالیسي او تخنیکي مرستیال او ښاغلي محمد حنیف فرزان د افغانستان اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې رئیس له لوري لاسلیک شو.

 

سه شنبه، وږي ۶مه، ۱۴۰۳

 

په هغه غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او په کابل کې د قطر سفارت د سلاکار مردیف علي القشاتي، په شتون کې جوړه شوې وه، ښاغلي مهمند د قطر له خلکو څخه د مننې ترڅنګ، د افغان سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د قطر سفارت د هڅو ستاینه وکړه او په دې یې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شي.
 
له بله خواه، په دې غونډه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د قطري پانګوالو د هڅولو او بلنې څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي مهمند، همدارنګه د امام ابوحنیفه د درېیم ملی او نړیوال نندارتون د جوړیدو په اړه خبرې وکړې او د قطر سفیر او لیوالو قطري شرکتونو څخه یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.
په پای کې، د قطر سفارت سلاکارد مطرح شویو موضوعاتو د اورېدو تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
یکشنبه، وږی ۴مه ۱۴۰۳
 

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بشري سرچینو امریت، د هېواد د پوهنې وزارت په همکارۍ، د اجیرو کارکوونکو د سواد او پوهې د لوړولو په موخه شپږ میاشتنۍ سواد زده کړې پروګرام پيل کړ. د دې پروګرام په پرانست مراسمو کې د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزامان پوپل، حقوقي سلاکار، مالي سرمفتش، او د اتاق د بیلابیلو څانګو مسوولانو شتون درلود.
 
ښاغلي میرزمان پوپل د دې پروګرام اړتیا او پیل په اړه خبرې وکړې، او زیاته یې کړه: د علم زده کړه پر هر عاقل مسلمان فرض ده او د علم او پوهې ترلاسه کول او کافي سواد درلودل د یو ادارې د کارکوونکو لپاره اساسي اړتیا ګڼل کېږي. هغه، د دې پروګرام مسوولانو ته د زده کړو او د پروګرام د ښه پرمختګ په برخه کې لازمې لارښوونې ورکړې.
 
 
 
سه شنبه، د وږي ۶مه، ۱۴۰۳
 
 

محترم محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال، په داسې حال کې چې ښاغلیو: محمد یونس قاضي زاده، د هرات د اتاق رئیس، محمد اسحاق آخوندزاده، د افغانستان د ښارواليو رئیس، عبدالله دشتي، د هرات اتاق د خدماتو مرستيال، ميرزاعمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستيال سرپرست او يو شمېر سوداګر ور سره مل وو، د هرات ښار له حبيب یار نړیوال روغتون څخه ليدنه وکړه او د دې مرکز د مسوولانو سره يې د فعاليتونو، صحي خدماتو او بېلابېلو برخو په اړه خبرې وکړې.
 
د ياد روغتون مسوولانو، د دې روغتيايي مرکز د فعاليتونو او بېلابېلو څانګو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې: حبيب یار نړیوال روغتون په ۸ پوړونو کې د نړيوالو معيارونو سره سم جوړ شوی، چې تر ۳۰ ميليونه ډالرو زياته پانګونه پکې شوې او د کورنيو او بهرنيو ډاکټرانو په لرلو سره د روغتيا په بېلابېلو څانګو کې، په ځانګړي ډول د ګردو پیوند، د اعصابو جراحي، د تېرو لسو کلونو راهيسې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي. هغوی خپل موجوده ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د اتاق لومړي مرستيال د دې روغتون د مسوولانو د خبرو اورېدو ترڅنګ، د ټول هېواد ډاکټرانو څخه خلکو ته د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کولو قدرداني وکړه.
ښاغلي مهمند په هېواد کې د سرتاسري امنيت ټينګښت، د کوکنارو د کرکيلې منع او د فساد په کچه کې د پام وړ کموالی د تېرو درې کلونو مهمې لاسته راوړنې وبللې او د دې روغتون د مسوولانو څخه يې وغوښتل چې د هېواد د کړاو ځپلو خلکو ته د صحي خدمتونو په وړاندې کولو کې له پخوا زياتې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د ښارواليو رئیس، د دې روغتون د مسوولانو د ستونزو تر اورېدو وروسته له هغوی وغوښتل چې د دې روغتون ټول اړوند معلومات له خپلو ستونزو سره يو ځای په ليکلې بڼه ترتيب کړي.
 
 
 
یکشنبه، ۴ وږی ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړي او ښاغلي میرزمان پوپل د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست په شتون کې، له ښاغلي نصیر احمد د کابل وچو مېوو صادرکونکو ټولنې رئیس او مل پلاوي سره د اتاق په مرکزی دفتر کې ولیدل او د هغوۍ د ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي نصیر احمد، د هند ویزې د صدور سهولتونو نشتوالی او د هندي سوداګرو له لوري د افغان صادرونکو د مالونو پیسې نه ورکول یې سترې ستونزې یادې کړې، او د اتاق له مشرتابه پلاوي یې وغوښتل چې ستونزې یې د اړوندو حکومتي ادارو او د هند له سفارت سره شریکې کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، ښاغلي نصیر احمد او ورسره مل ټیم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د صادرونکو سوداګرو رول یې د هېواد په اقتصادی پرمختګ کې مهم وباله او د دوی له نه ستړي کېدونکو هڅو یې مننه یې وکړه.
ښاغلي مهمند، د ګاونډیو او سیمې هیوادونو مارکېټونو ته د لاسرسي موضوع د هېواد په صادراتو کې مهمه وبلله او د حکومت پالیسي یې اقتصاد محور یاده کړه. هغه د سیمې او نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اقتصادي-سوداګریزو اړیکو غوښتنه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، د هند سفیر سره د وچو مېوو د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د څو ورځو وړاندې شوې ناستې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له ټولو صادرونکو یې وغوښتل چې د صادراتي توکو لیست او انوایسونه په لیکلي ډول د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته وسپاري، ترڅو اتاق د دوی د ویزو په ترلاسه کولو کې عملي ګامونه واخلي.
ښاغلي مهمند، اروپایي او آسیایي هیوادونو ته په ځانګړي ډول روسیې ته د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له ټولو وچو مېوو سوداګرو یې وغوښتل چې په یو بل سره لاس ورکړي او په کابل ښار کې یو معیاري لوی سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې په کې ټول نړیوال ستندردونه په ځانګړي ډول یخچالونه په پام کې نیول شوي وي.
د اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه (رح) په نوم د درېیم ملي او نړیوال نندارتون په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا په کابل کې جوړ شي، او له ټولو صادرونکو یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې د هېواد هر ډول وچې مېوې نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او د حکومت نه یې وغوښتل چې د صادرونکو سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د یاد سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
دوشنبه، د وږي ۵مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...