د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د اتاق سلاکار ښاغلي عبدالکبیر قادري، د بلخ اتاق سلاکار ښاغلي اجمل احمدي، زلمي قادري او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د روسیې – اسلامي نړۍ په ۱۵م نړیوال اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړ.

په یاد کنفرانس کې چې د تاتارستان په کازان ښار کې جوړ شوی وو، د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان غړو هېوادونو او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا، زدکړو ودې، ټولنیزو، کلتوري او تخنیکي همکاریو زیاتوالي په اړه خبرې او بحثونه ترسره شول.

ښاغلي مهمند د تاتارستان له ولسمشر ښاغلي آر ان مینیخانوف او د دغه هېواد د سوداګرۍ اتاق له رئیس سره د کتنې په ترڅ کې چې د روسیې، اذربایجان، قزاقستان، تاجکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې اتاقونو رئیسانو هم حضور درلود، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو-اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د دغو اړیکو پر ټینګښت او پراختیا یې ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال د ټولیز امنیت شتون، د کوکنارو د کښت مخنیوی او په افغانستان کې د اداري فساد له نه شتون په هېواد کې د کرنې، کانونو او نورو زیربنایي پروژو برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ يې پر اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ.
نوموړي د سیمې د هېوادونو د اتاقونو له رئیسانو او د دغو هېوادونو له پانګوالو وغوښتل چې د خپلو هېوادونو سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د پام وړ زیاتوالي ته په اشارې سره، د تاتارستان، روسيې او منځنۍ آسیا هېوادونو ښارونه د افغانستان د وچې او تازه میوې او سبزیجاتو لپاره مناسب وګڼل.

د دغو ناستو په څنډه کې، ښاغلي مهمند او د هغه ټیم د افغان سوداګرو له هغو غرفو څخه چې په (Kazan Expo) کې يې افغاني محصولات نندارې ته ایښي وو لیدنه وکړه او د افغان سوداګرو او پانګوالو ستونزو حل برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

پنجشنبه، غويي ۲۷مه، ۱۴۰۳

د نیمروز سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله نورزي، د یاد اتاق لومړي مرستیال ښاغلي حاجي غلام محمد او ملي سوداګر ښاغلي حاجي محمد یوسف حبیب یار د بغلان ولایت وروستي سیلاب ځپلو د ۵۰۰ بوجۍ وړو، ۵۰۰ بوجۍ وریجو او ۵۰۰ بوشکو غوړیو بشردوستانه مرستې ترسره کړې.
دغه راز، د نظیر احمد نورزاد شرکت په بغلان ولایت کې د سیلاب له امله زیانمنو شویو کورنیو سره ۱۰،۰۰۰۰ سل زره افغانۍ نغدي مرستې وکړې.

 

سه شنبه، غويي ۲۵مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د سکتوري وزارتونو مسؤلینو، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، د صنعت اونۍ نندراتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د ودې او معرفي کولو، د خصوصي سکتور د یووالي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصتونه وبلل او د هېواد له ټولو خلکو یې وغوښتل چې د هېواد اقتصاد پیاوړتیا او د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه، د کورنیو تولیداتو څخه کار واخلي.

د اتاق لومړي مرستیال د افغان سوداګرو د پیسو کنګل کیدل د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره زیانمن وبلل او د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې د سوداګرو د پیسو د ازادولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د هېواد له خصوصي سکتور سره د دولت د لوړ پوړو چارواکو د همکارۍ مننه وکړه او د هغو فابریکو لپاره یې د ځمکې د وېش په برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه چې په بهر کې فعالیت کوي او اوس غواړي هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.

په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړو د کورنیو تولیداتو له غرفو څخه لیدنه وکړه.

 

دوشنبه، غويي ۲۴مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند له یو شمیر ایراني سوداګرو سره چې د "صنعت اونۍ نندارتون" کي گډون کړی د لیدنې پرمهال د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا او غښتلتیا او ګډو پانګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په کابل کې د ایران له سفارت څخه مننه وکړه چې ایراني سوداګر يې د "صنعت اونۍ نندارتون" کې ګډون کولو ته هڅولي وو او نوموړي همدارنګه، د هېواد د صنعت د ودې په برخه کې د افغان حکومت د پالیسۍ په اړه ایراني پانګوالو ته معلومات ورکړل.

د اتاق لومړي مرستیال په هېواد کې شته فرصتونه د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له ټولو ګډون کوونکو ایراني سوداګرو یې وغوښتل چې د خپلو تجربو د شریکولو او ګډې پانګونې په برخه کې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

ایراني سوداګرو د اتاق له لومړي مرستیال څخه له دوی سره د لیدنې له امله مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې له افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د لېږد او ګډې پانګونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

سه شنبه، غويي ۲۵، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ، غړو ډيپارټمنټ او صادراتو پراختیا ډيپارټمنټ مسؤلینو په شتون کې، د ننګرهار او بلخ ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره او مشرتابه سره آنلاین ناسته ترسره او د ګمرکي خدمتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د هغې ناستې په اړه چې څه موده وړاندې يې د ټرانسپورټ او هوايي چلند له وزیر سره د هېواد په لویو لارو کې د سوداګرو د ستونزو د هواري په موخه کړې وه، ګډونوالو ته یې د حیرتان او تورخم بندرونو کې د ۲۴ ساعته ګمرکي خدمتونو په اړه معلومات وړاندی کړل.
نوموړي د يادو اتاقونو له مشرتابه او مسؤلینو وغوښتل، چې د ګمرک په برخه کې د يادو ولايتونو د سوداګرو نظرونه او وړانديزونه په ليکلي ډول مرکزي اتاق سره شريک کړي.

د ننګرهار او بلخ د سوداګرۍ اتاقونو مشرتابه غړو او مسؤلینو په خپل وار سره د خپلو ولایتونو د سوداګرو ستونزې د مرکزي اتاق له لومړي مرستیال سره شریکې کړې او د حل په موخه یې د خپلو ولایتونو د سوداګرو د نظریاتو او وړاندیزونو په راټولولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

دوشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد فواد دوست د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي تکایوشي کورومیا سره لیدنه ترسره او د اقتصادي موضوعګانو، د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ودې او د شته فرصتونو په اړه يې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي مهمند د زیربنایي پروژو د تطبیق او د افغان وګړو په ځانګړې توګه د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره د جاپان د دوامداره همکارۍ او د دغه هېواد فعاله ونډه وستایله او د دوه اړخیزو سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو ښه والي او افغان سوداګرو ته د جاپان په لازمو همکاریو يې ټنیګار وکړ.

ښاغلي مهمند د هېواد عمومي شرایط د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د ګډې پانګونې لپاره مناسب وګڼل او زیاته یې کړه "د کوکنارو د کښت په مخنیوي، د اداري فساد په له منځه تلو او په افغانستان کې د ټولیز امنیت په تامین سره د پانګونې فرصتونه زیات شوي دي چي باید اعظمي ګټه تری پورته کړی شي.
نوموړي د جاپان سفارت له مشرتابه وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.

ښاغلي تاکایوشي د افغانستان خلکو ته د پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د خصوصي سکتور د مشرتابه هڅې وستایلې او د ویزو د ورکړې او د سوداګرو د ستونزو حل برخه کې يې د جاپان سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

دوشنبه، غويي ۲۴مه، ۱۴۰۳

مقالات دیگر...