د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد نوموتي سوداګر ښاغلي فیض محمد خوافي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا په هرات کې مېشت د ترکيې سفیر ښاغلي سنان ایلخان سره لیدنه ترسره او د ډیپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او ګډو پانګونو په اړه يې بحث د نظر تبادله وکړه.
 
ښاغلي مهمند ترکیه د ګډو دیني او کلتوري ګټو او ارزښتونو په لرلو سره یو مهم او ستراتیژیک هیواد وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دغه هیواد د دوامداره مرستو یادونه او قدرداني وکړه.
ښاغلي مهمند د ترکیې له قونسل څخه وغوښتل چې د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن (صادراتو او وارداتو) د زیاتوالي په برخه کې افغان سوداګرو ته پاملرنه او همکاري وکړي.
د اتاق لومړي مرستيال د هرات او استانبول ترمنځ د مستقيمو الوتنو د بيا پيل غوښتنه وکړه او په هرات کې يې د ترکيې له قونسلګرۍ څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د ترکیې قونسل ته بلنه ورکړه چې د سلیمان خیل خوافي خیریه بنسټ لخوا جوړ شوي هستوګنځي د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلي سینان ایلخان ژمنه وکړه چې د هوايي الوتنو د شرایطو د ښه والي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د کتنو د زمینې د برابرولو په برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي صمیم هاشمي يې ملتیا کوله، د هرات ولایتي اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي احمد سعید صدیقي، د افغانستان نوموتی سوداګر ښاغلي فیض محمد خوافي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او صرافانو په حضور کې د (هرات ولایت صرافانو) او (خراسان زمیني صرافانو) د کمپلکسونو ودانیزو چارو څخه لیدنه ترسره او له اړونده مسؤلینو سره بحث او د نظر تبادله وکړه.
 
د هرات د سوداګريز کمپلکس مسؤل د دغه ستر مرکز د جوړولو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د هرات سوداګريز کمپلکس څه دپاسه ٦٠٠ د صرافۍ دوکانونه، د هېواد د خصوصي بانکونو لپاره ١٢ ادارې، د سرو زرو دوکانونه، هوټلونه او ميلمستونونه، جومات د تودوخې او یخولو سیسټم، معیاري کانالیزاسیون، سپورت کلب، حوض او سونا لري، چې د څه باندې ۴۵ ملیون ډالرو په پانګونې سره په ۱۰ منزلونو کې ډیزاین او د جوړولو چارې یې روانې دي.
د صرافان خراسان زمیني کمپلیکس مسوول وویل: په دې پروژه ټوله پانګونه څه باندې ۳۵ میلیونه ډالره ده، چې په ټولو نړیوالو معیارونو او د طبیعي شرایطو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه: د دغه مرکز د جوړولو بهیر په ۱۴ منزلونو، ۴۳۱ هټیو او سوداګریزو دفترونو او د ټولو اسانتیاوو او بشري اړتیاوو لکه: برقی زینې، معیاري کنفرانس تالار، لوی پارکینګ، د تودوخې او یخولو سیستم، اور وژنې او د خطر زنګ په سیستم سمبال جوړیږي.
ښاغلي مهمند د یادو کمپلکسونو له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې او د یادو مرکزونو د مسؤلینو د خبرو د اورېدو پرمهال د دغه ډول مرکزونو په جوړولو کې د سوداګرو او پانګوالو د هڅو او د شته ستونزو د حل په برخه کې د دوی د هر اړخیزې همکارۍ ستاینه وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د هغو محصولاتو په واردولو باندې د ګمرکي محصول کمولو برخه کې چې په هیواد کې نه تولیدیږي خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي مهمند د دې ډول پروژو پلي کول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم وبلل او د هرات له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په ډاډمنه فضا کې د خپل هېواد د سوکالۍ لپاره لاس په کار شي.
مسوول مجتمع صرافان خراسان زمین، مجموع سرمایه گذاری روی این پروژه را بیش از ۳۵ میلیون دالر عنوان کرده که با در نظرداشت تمامی معیار های بین المللی و با توجه به شرایط طبیعی اعمار میگردد.
وی افزود: روند ساخت و ساز این مرکز در ۱۴ منزل، ۴۳۱ دوکان و دفاتر تجاری و با داشتن تمامی امکانات و نیاز های بشری چون: زینه های برقی، سالون کنفرانس معیاری، پارکینگ وسیع، لفت های مجهز، سیستم گرما و سرما، اطفایه و سیستم هشدار اعمار میگردد.
محترم محمد یونس مهمند، ضمن دیدار از بخش های مختلف مجتمع های متذکره و استماع صحبت های مسوولان این مراکز، تلاش های تاجران و سرمایه گذاران را در جهت اعمار چنین مراکز ستوده و از همکاری های همه جانبه شان در حل مشکلات موجود به ویژه در قسمت کاهش محصول گمرکی روی واردات برخی از محصولات که در داخل کشور تولید نمیگردد و نیاز به واردات آن موجود است، اطمینان داد.
آقای مهمند، تطبیق چنین پروژه ها را برای رشد و توسعه اقتصادی کشور مهم خواند و از تمامی تاجران و سرمایه گذاران هرات خواست تا دست بدست هم دهند و در فضای مصوون و امن موجوده برای شکوفایی کشور شان تلاش کنند.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د پانګه ایزو چارو مرستیال ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت محترم مقام، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي اتاق ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل سوداګرۍ اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د نورو اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو، د اتحادیو مشرانو، سوداګرو او پانګوالو د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ پرانیست غونډه کې ګډون وکړاو د یاد صندوق پرانیسته يې د هېواد اقتصادي ودې او خصوصي سکتور څخه د ملاتړ برخه کې یو اړین ګام وباله.

 

ښاغلي مهمند د خپلو وینا په جریان کې، د خصوصي سکتور ملاتړ صندوق پرانیستې په پار د حکومت د مشرتابه مقام په ځانګړې توګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هڅې او همکارۍ وستایلې او د هېواد اقتصادي رغښت کې يې د خصوصي سکتور رول اړین وباله.

نوموړي زیاته کړه "موږ پخوا د هویو او د چرګانو د غوښو د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات درولودل چې له نیکه مرغه، د حکومت اقتصادي معاونیت په پاملرنې سره یاد واردات ۶ میلیون ډالرو ته راښکته شول."

نوموړي هیله څرګند کړه چې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ ښه همکاري او همغږي د هېواد د ځان بساینې سبب وګرځي او ډاډ ور کړ چې افغان خصوصي سکتور تل د هېواد اقتصادي پروګرامونو تطبیق څخه ملاتړ او په دی برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

 

ښاغلي مهمند د یاد صندوق رامنځته کیدل د سوداګرو څخه ملاتړ، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د پانګونو جلب، په بندرونو کې د سوداګرو ستونزو حل، اقتصادي ودې او د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ برخه کې یو بی ساری او ګټور ګام وباله.

 

د اتاق لومړي مرستیال د اصنافو د مالیاتو کمښت او معافیت په پار د حکومت څخه د مننې څرګندولو ترڅنګ، وړاندیز وکړ چې د خصوصي سکتور نورو برخو کې هم د مالیاتي تصفيې اړوند آسانتیاوې رامنځته او د ډیر ځلې ګمرکي محصول اخیستلو پرځای، ګمرکونو ته د سوداګریزو مالونو ورود وخت کې یوازی یو ځل محصول اخذ کړی شي.

 

ښاغلي خان جان الکوزي د خصوصي سکتور څخه ملاتړ په موخه د صندوق رامنځته کیدو هرکلی وکړ او په ډیر ځلې ګمرکي محصول اخیستو يې د نقد کولو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه څو اخیستل شوې پیسې په مناسبو ځایونو کې مصرف شي.

 

پنجشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي صمیم هاشمي يې ملتیا کوله، د هرات ولایتي اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي احمد سعید صدیقي، د مرکزي اتاق مدیره پلاوي غړي او د سون توکو کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د افغانستان نوموتی سوداګر ښاغلي فیض محمد خوافي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو سره د خوافي ګلوبل ګروپ سوداګریز ټولګي دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي خوافي هرات ته د ښاغلي مهمند ورتګ یو نیک ګام وباله او د هېواد د خصوصي سکتور غړو ته یې د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی هڅې وستایلې.
ښاغلي خوافي د هغه هستوګنځي په اړه معلومات ورکړل چې د خوافي بنسټ له خوا د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوي او زیاته یې کړه: د سلیمان خوافي خیریه بنسټ له خوا د (صد فامیلي) تر نامه لاندې جوړ شوی هستوګنځی په نړیوالو معیارونو برابر دی چې په دغه ولایت کې به د یو لړ مراسمو په ترڅ کې زلزله ځپلو ته تسلیم شي.
ښاغلي احمد سعید صدیقي د هرات ولایت د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو او صنعتي پارکونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د سوداګریزې برخې ستونزې یې شریکې کړې.
د هرات ولایت سوداګرو او پانګوالو هر یو د خپل سوداګریز او صنعتي سکتور ستونزې او ننګونې د اتاق له لومړي مرستیال سره شریکې کړې او له اړوندو ادارو سره یې د حل په موخه د شریکولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د سوداګرو د ستونزو او خبرو د اورېدو پرمهال هرات د هېواد له تاریخي ولایتونو او له تمدن او معنوي ارزښتونو څخه برخمن ولایت وباله او د سلیمان خوافي خیریه بنسټ له لوري یې د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د استوګنې د جوړېدو هرکلی وکړ.
ښاغلي مهمند د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په ځانګړي ډول یو واری د نغدو پیسو په شکل د مالیاتو ورکړې څخه خبر ورکړ او د هرات ولایت له سوداګرو يې وغوښتل چې د هېواد په آبادۍ او بیا جوړونه کې بی سارې هلې ځلې وکړي.
د يادې غونډې په څنډه کې د اتاق لومړي مرستيال د هرات ولايت د بوټانو او کڅوړو له بازار څخه هم ليدنه وکړه او له بېلابېلو غرفه لرونکو سره يې د هغوى د سوداګرۍ د وضعيت په اړه خبرې وکړې.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صاراتو ودې او پانګونې جلب په موخه، د صادراتو او پانګونې ودې تر عنوان لاندی یو کنفرانس جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د ګمرکونو عمومي رئیس، د ماليې وزارت د عوایدو معینیت مرستیال، او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، ټوکر، ټرانسپورټ، تازه میوو او سبزیجاتو، ښوونځیو، خصوصي پوهنتونونو، درملو، حیواني محصولاتو، سون توکو، ودانۍ، غالۍ، ډبرو سکرو او د مستعملو پرزو اتحادیو مسؤلینو پکې ګډون درلود.

 

ښاغلي مهمند د کوچنیو متشبثینو مالیاتي معافیت په اړه د حکومت د مشرتابه د وروستي فرمان ستاینه وکړه او یاد ګام يې د حکومت او ملت ترمنځ د ښې همکارۍ نمونې بللو ترڅنګ، د هېواد صادرونکو لپاره د حکومت له لوري په لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتونکی شو.

 

دغه راز، د اتاق لومړي مرستیال د هېواد په اقتصادي ودې او رغښت کې د سوداګرو رول اړین وباله او د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت له مسؤلینو يې وغوښتل څو د تولیدي فابریکو ستونزو حل او د مالیاتو تادیې برخه کې د هېواد سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

 

ښاغلي الکوزي په تیرو ۳ کلونو کې د سوداګرو ستونزو حل برخه کې، د ګمرکونو معینیت مسؤلینو هڅې د قدر وړ وبللې او زیاته يې کړه چې ورته کنفرانسونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور دي او باید په ولایتونو کې هم جوړ کړی شي.

نوموړي د ګمرکونو له مسؤلینو وغوښتل چې د تازه میوو صادراتو جدي پاملرنه وکړي.

 

د اتحادیو مسؤلینو په

  • عباس او کراچۍ بندرونو کې د کانیتینرونو انتقال برخه کې د لازمو خدماتو نه شتون
  • د تعلیمي سکتور لپاره د معیاري پاکونو نه شتون
  • د ماليې وزارت عوایدو ریاست له لوري د مالیو د معیاري څیړنې نه شتون
  • د حیواني پوستکو صادراتو برخه کې د دولت له لوري د لازمې پاملرنې نه شتون
  • د حیواناتو لپاره د معیاري مالګو نه شتون
  • د هېواد د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قاچاق کیدل
  • د معیاري سړو خونو نه شتون
  • د دولت له لوري د شرکتونو د نیمه کاره پروژو د پیسو نه تادیه کول
  • او په ډبرو سکرو د لوړې ګمرکي تعرفې وضع کول خپلې عمده ستونزې وبللې

او د ګمرکونو له مسؤلینو يې وغوښتل چې د دوی د ستونزو حل برخه کې رښتوني او ګړندي ګامونه پورته کړي.

 

د ګمرکونو عمومي رئیس د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، ډاډ ورکړ چې دوی به یادو ستونزو ته د مناسبو حل لارو موندلو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي او د هېواد له سوداګرو يې وغوښتل چې د هغو توکو چې دوی يې واردوي، کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

 

چهارشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په حضور کې په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو اتحادیې له رئیس ښاغلي احسان الله کامه وال سره لیدنه ترسره او په ترکیه کې د افغان سوداګرو شته ستونزو په اړه يې بحث او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي کامه وال په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو د اتحادیې د فعالیتونو او د هغوی د ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور یوازینی استازی وګاڼه او ډاډ یې ورکړ، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ به د کانونو او روغتیا په برخه کې د بهرنیو هېوادونو سوداګر او پانګوال پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي مهمند په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو د اتحادیې رئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې د دغې اتحادیې د مشرتابه هڅې وستایلې او په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو ستونزو حل او تخنیکي مرستو برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند په نږدې راتلونکي کې ترکیې ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او د اتحادیې له مشرتابه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې ترتیب او له ده سره شریکې کړي څو د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړی شي.

 

سه شنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳

 

مقالات دیگر...