د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د عمان د سوداګرۍ او صنعت اتاق له مرستیال سره غونډه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او په هېواد کې د پانګونې د جلب لپاره، د عمان د سوداګرۍ او صنعت اتاق له مرستیال ښاغلي علي بن عبدالله الزدجالي سره د اتاق مشرتابه پلاوي په دفتر کې غونډه ترسره کړه.
 
په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو هریو ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګرۍ مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق مشرتابه پلاوي د دارالانشا رئیس، شیرین اغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، خان جان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاکستان ګډ اتاق رئیس، بهادر خیرخواه او ضیاءالدین اچکزی د مشرتابه پلاوي غړي، سید جمیل سادات د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، احمد شاه حکیمي د یادې اتاق لومړی مرستیال، میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال، حاجي شرف الدین د اتاق ارشد مشاور، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو اتحادیې رئیس او یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د عمان د سوداګرۍ او صنعت اتاق مرستیال او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونه او لاسته راوړنې په تفصیل وړاندې کړې هغه، زیاته کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تېرو ۹۰ کلونو کې په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصاد د ودې لپاره ګټورې چارې ترسره کړې دي. هغه د بانکدارۍ، خدماتو، هوایي ترانسپورت او نورو سکتورونو په برخو کې د ستونزو په حل کې د اتاق د لاسته راوړنو یادونه هم وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، د ټول هېواد د امنیت تامین ټینګښت، د کوکنارو د کر د منع کولو او د اداري فساد د کمولو په برخو کې د افغانستان د حکومت بریاوې وستایلې او زیاته یې کړه چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره مهم رول لوبولی دی. هغه د عمان د سوداګرۍ او صنعت اتاق مرستیال څخه وغوښتل چې د عمان سوداګر د افغانستان په معادنو، د زراعت میکانیزه کولو او د انرژۍ تولید په سکتورونو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي مهمند، د دې ډول ناستو رول یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګښت او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو د فرصتونو او ننګونو شریکولو په برخه کې مهم وباله او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو نندارتونونو د ترسره کولو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د عمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیک پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د سوداګریزو ستونزو د هواري او د سوداګریزو فرصتونو د پېژندنې لپاره ګامونه واخیستل شي. نوموړي ښاغلي علي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د حکومت په همغږۍ سره هغو عماني سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي چې غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان، ایران او عمان ترمنځ د درې اړخیز هوکړه ‌لیک د لاسلیک موضوع د ترانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتولو په برخه کې مهم وبلله او د افغانستان د ملي ګټو په ساتلو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي مایل احمدي، د خصوصي سکتور رول د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د اقتصاد په وده او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې خورا مهم وباله. هغه د ګډې پانګونو لپاره د ګډو نندارتونونو ترسره کول د تولیدي محصولاتو د معرفي، سوداګریزو نظریاتو د تبادلې او همدارنګه د افغان او عماني سوداګرو د هڅونې په برخه کې د دواړو هېوادونو په مختلفو سکتورونو کې پورتني اقدامات مهم وګڼل. نوموړي، د افغانستان د حکومت له چمتووالي یادونه وکړه چې هغو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان او عربي هېوادونو په ځانګړې توګه د عمان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو د غړو ترمنځ د لا زیاتو ناستو د ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او د بانکدارۍ سکتور د فعالیتونو او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. هغه د عمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان او عمان د بانکدارۍ سکتور د معاملاتو د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپل حکومت په همغږۍ سره لا ډېرې هڅې وکړي.
ښاغلي خان جان الکوزي، افغانستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا د ترانزیت د نښلولو مهمه نقطه وبلله او عمان هېواد یې د افغانانو ښه دوست یاد کړ. هغه، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو یادونه وکړه او عربي هېوادونو ته په ځانګړي ډول عمان ته د تازه مېوو د صادراتو په برخه کې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي الکوزي، د افغانستان اوسني فرصتونه د پانګونې لپاره مناسب وبلل او د ګډې پانګونې لپاره د سوداګرو د لیوالتیا او د دندو د پېژندلو په برخه کې د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیک په ځانګړي ډول د کانونو، د زراعت میکانیزه کولو او ترانزیټ سکتورونو کې مهم و ارزوو.
ښاغلي میرزمان پوپل د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د عربي هېوادونو په ځانګړي ډول د عمان له خوا د ترانزیتي اسانتیاوو نشتون د دواړو هېوادونو د سوداګریزو معاملاتو په کچه کې د پام وړ کمښت راوستی دی. هغه د عمان اتاق له مرستیال څخه وغوښتل چې د سوداګریزو غونډو او ګډو نندارتونونو د ترسره کولو لپاره هڅې زیاتې کړي.
ښاغلي علي بن عبدالله الزدجالي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه د دې غونډې د ترسره کولو مننه وکړه او د خپل سفر موخه یې بیان کړ، زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو اوسني فرصتونه د اقتصادي اړیکو د ټینګښت او د خصوصي سکتور د تجربو د شریکولو لپاره ډېر مهم دي. هغه همدارنګه د عمان د سوداګرو د چمتووالي یادونه وکړه چې په مختلفو سکتورونو په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي.
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۲۵مه