د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په بهرنیو هیوادونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره د راکړې ورکړې د زیاتوالي په ځانګړي ډول د روسیې سره، او په افغانستان کې د پانګونې د جذب په موخه، د روسیې د سفارت سوداګریزې اتشه ښاغلي نیکولای سره د اتاق په کنفرانسونو تالار کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د اتاق مشرتابه پلاوي غړي ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړي مرستیال، خان جان الکوزی د اتاق مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک اتاق رئیس، محمد ګردیزي، ضیاءالدین اچکزی، سید پرویز سادات هوفیاني د اتاق مشرتابه پلاوي غړي، احمد شاه حکیمي د کابل د اتاق لومړی مرستیال، میرزمان پوپل د اتاق مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، همایون خواجه زاده د کابل اتاق د سوداګرۍ مرستیال، امید حیدري د اتاق ارشد سلاکار، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او وچې مېوې د اتحادیې مشران او یو شمېر مشهور سوداګر او پانګوال ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند، د روسیې د سفارت سوداګریز اتشه او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان خصوصي سکتور په ملاتړ کې د روسیې د حکومت او سفارت د هڅو قدرداني وکړه. نوموړي د افغانستان او روسیې د اوږدمهاله اړیکو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه د تېرو درېیو کلونو پرمختګونو ته اشاره وکړه.
نوموړي، ټولو سوداګرو ته بلنه ورکړه چې خپلې ستونزې او غوښتنې چې د روسیې سره په سوداګریزو اړیکو کې ورسره مخ دي، له ښاغلي نیکولای سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان، ازبیکستان او روسیې ترمنځ د درې اړخیزې ټرانزیټي هوکړې لاسلیک د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ترانسپورټي لګښتونو د کمښت، د کاري فرصتونو زیاتوالي او د سیمهییزې همکارۍ د تقویت لپاره ګټور وګاڼه. هغه، د روسیې په لویو بازارونو کې د افغان صادراتي توکو، په ځانګړې توګه تازه مېوې، وچې مېوې او قیمتي ډبرو لپاره د لاسرسي غوښتنه وکړه. نوموړي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، روسیې سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او له ښاغلي نیکولای څخه یې وغوښتل چې د روسیې د سکتوري مسئولینو سره نورې غونډې هم جوړې کړي تر څو د افغانستان د صادراتي توکو د زیاتوالي لپاره حل لارې وړاندې شي.
ښاغلي خان جان الکوزي، د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د نوې پاڼې پرانستل مهم وګڼل، د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لارې د ټرانزیټي ستونزو حل او د روسیې د ستندردونو او بسته بندۍ د طریقو معرفي یې اړینه وبلله. هغه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره د بازار موندنې غوښتنه وکړه او د تازه مېوو د صادراتو په اړه یې د روسیې همکارۍ ته اړتیا څرګنده کړه.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان او روسیې ترمنځ د صادراتو او وارداتو د ارقامو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې د ټرانزیټي اسانتیاوو نشتون، د ګمرکي تعرفو زیاتوالی او د روسیې خاورې ته د باروړونکو موټرو د تګ اجازه نه ورکول، هغه عوامل دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په کمښت کې رول لوبوي. هغه له ښاغلي نیکولای څخه وغوښتل چې د روسیې له حکومت سره په همغږۍ د افغان صادراتي توکو لپاره په ځانګړي ډول د تازه مېوو، وچو مېوو او سبزیجاتو لپاره تعرفې کمې کړي.
په غونډه کې ګډونوالو سوداګرو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د ګمرکي تعرفو لوړیدو، د ازبیکستان په بندرونو کې د معیاري سکنرونو نشتون، د ټولو صادراتي توکو فزیکي تلاشي، او د روسیې بانکونو څخه د افغانستان بانکونو ته د پیسو د انتقال ستونزې. دوی همدارنګه د یوریشیا شورا غړیتوب د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره مهم وګاڼه او د اتاق مشرتابه پلاوي او ښاغلي نیکولای څخه یې د دې ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي نیکولای د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د داسې غونډې د جوړیدو مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. هغه د روسیې، ایران او ازبیکستان ترمنځ د درې اړخیز دهلیز د جوړیدو خبر ورکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره به په ټرانزیټي برخو کې بشپړه همکاري کوي.