د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د بشیر نوید ګروپ بنسټ د بې ‌وزله ناروغانو لپاره د هیموډیالیز کټونو د چمتو کولو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د بلخ ولایت د عامې روغتیا مرستیال ښاغلي احمد شاداب په حضور کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
ښاغلي مایل د بلخ د عامې روغتیا د ریاست د مسوولینو د شپه او ورځې هڅو ستاینه وکړه او د بشیر نوید ګروپ فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: دغه بنسټ د بې ‌وزلو وګړو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې مالي او لومړني مرستې کړې دي او دغه هڅې به دوام لري.
د بلخ د ولایتي روغتون آمر، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، د بشیر نوید ګروپ بنسټ او د اتاق مشرتابه پلاوي څخه له روغتیا سکتور سره د اوږدمهاله همکاریو ستاینه وکړه او د ناروغانو د درملنې او د مړینې د کچې په کمولو کې د خصوصي سکتور مرستې مهمې وبللې.
د ناستې په پای کې، د سوداګرۍ مرستیال او د یاد روغتون مسوولینو د بشیر نوید ګروپ د تجهیزاتو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه او د ناروغانو د عاجلې شفا لپاره یې دعا وکړه.
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۹مه