یک‌شنبه، د تلې ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغان–امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رئیس ښاغلي جیفري ګریکو او د یادې خونې له یو شمېر غړو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې ولیدل او د اقتصادي همکاریو د پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې فرصتونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د مېلمه پلاوي د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د لویو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون د لویو سهامي شرکتونو رامنځته یوه اغېزناکه لاره وبلله.
نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره له امریکایي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د بېخبناوو او صنعت په برخو کې په ځانګړې توګه د نفتو د چاڼ، د کان کيندنې او پروسس او په نورو سترو تولیدي پروژو کې پانګونه وکړي.
په ورته مهال د افغان–امريکا د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي جیفري ګریکو د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو ستاینې ترڅنګ د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون ترسره کول او په کې يې د سوداګرو، صنعتکارانو او د ګاونډ او سیمې هېوادونو د استازو پراخ ګډون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله.
ښاغلي ګریکو همدارنګه د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه د اقتصادي موضوعاتو په اړه د تخصصي بحثونو او پنلونو جوړول، په سیمه‌ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې د سوداګرو ګډون او د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو پراختیا وړاندیز کړه.
د ناستې په پای کې د افغان–امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې یو شمېر غړو هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

يک‌شنبه، د تلې ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د جمعې ماښام په کابل کې د افغانستان او مېلمه هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ناسته ترسره شوه، چې په پایله کې یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ مېلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د عمومی ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلګي عظیمي، د عمومي ریاست د پالیسۍ او دولت سره د اړیکیو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل، د عمومی ریاست د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي د عمومی ریاست نورو مرستيالانو، د مدیره پلاوي غړو، د عامل پلاوي سرپرست او مرستیالانو، په کابل کې د قرغېزستان سفیر ښاغلي تورادکُن سیدیکوف، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د هند، ترکمنستان، قزاقستان، قرغېزستان او نورو مېلمه هېوادونو ډیپلوماټیکو او سوداګریزو استازو ګډون درلود.
د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا ټینګار:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومی ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلګي عظیمي د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا مستقیمې ناستې د متقابل باور د پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مشارکتونو د رامنځته کولو لپاره ارزښتناک فرصتونه وبلل.
نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې، چې سټراټیژیک جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه او کورني تولیدات پکې شامل دي له بهرنیو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخېستنې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي شېرزاد ابراهیموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخ پر ودې اقتصادي اړیکو په یادولو سره د پخوانیو هوکړه‌لیکونو پر عملي کېدو او د سوداګریزو همکاریو پراختیا پر وړاندې د تخنیکي او اداري خنډونو د لرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په کابل کې د قرغېزستان سفیر هم د سوداګریزو نندارتونونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه ډول نندارتونونه د ګډونوالو هېوادونو د ظرفیتونو، محصولاتو او خدماتو په معرفي کولو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
د دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو ترسره کېدل او د هوکړه‌لیکونو لاسلیک:
د پروګرام په عملي برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلګي عظیمي تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان او مېلمه هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو د استازو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې ترسره شوې. په دغو ناستو کې دواړو لورو د سوداګرۍ فرصتونو، ګډو پانګونو او اقتصادي مشارکتونو د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د دغو لیدنو په پایله کې د اړوندو لورو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانگونې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. تمه ده، چې دغه هوکړه‌لیکونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونو د زیاتوالي او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د پروګرام په پای کې د ګډونوالو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو، ډیپلوماتیکو استازو او نورو مېلمنو په درناوي ماښامنۍ مېلمستیا جوړه شوه. دغه مېلمستیا په دوستانه فضا کې ترسره شوه او د افغان او بهرنیو اقتصادي فعالانو ترمنځ یې د اړیکو د پیاوړتیا او راتلونکو همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړه.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د دې ناستې ترسره کېدل د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

شنبه، د تلې ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د چهارشنبې په ورځ د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او لوړپوړو چارواکو، دیپلوماټیکو استازو، د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو پلاوو، کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل ښار د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې په رسمي ډول پرانېستل شو.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌توب او نوښت پیل شوی، چې د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو معرفي کولو، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې راجلبولو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره یې مناسبه زمینه برابره کړې ده.
د پرانیستغونډې پر مهال د لوړپوړو چارواکو ویناوې:
د نندارتون د پرانیستغونډې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د صنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزير ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف، د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي مولوي نورالحق انور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي ویناوې وکړې.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلاوو او پانګوالو له ګډون د هرکلي ترڅنګ، د سوداګرۍ پر ملاتړ، د پانګونې پر هڅونې، د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا او د اقتصادي فعالیتونو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
نوموړي د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو د معرفي کولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د افغانستان سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د اقتصادي ودې پر اهمیت ټینګار وکړ:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د لوړپوړو چارواکو، دیپلوماټیکو استازو، سوداګریزو پلاوو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ګډون له امله د مننې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې د ملي او نړیوالو نندارتونونو پر مهم رول ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، دغه نندارتون د افغانستان د تولیدي، صنعتي او صادراتي ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې، د پانګونې د راجلبولو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د دوامداره اقتصادي مشارکتونو د رامنځته کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت دی.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د ګډې پانګونې، د ټکنالوجۍ د لېږد، د ارزښت‌ د رامنځته کولو او په سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو د سیالۍ وړتیا د لوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د کورنیو او بهرنیو شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو پراخ ګډون:
د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې شاوخوا ۷۰۰ غرفې فعالې دي، چې له دې ډلې ۲۱۰ کورنیو او ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په غرفو کې خپل محصولات او خدمتونه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د غرفه‌لرونکو شرکتونو ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۵۰۰ ډېر مخکښو سوداګرو او نامتو بهرنیو پانګوالو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی، څو د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه وارزوي، د نندارتون لیدنه وکړي، سوداګریزې خبرې ترسره کړي او اقتصادي همکارۍ رامنځته کړي.
همدارنګه، ګڼ شمېر کورنیو سوداګرو، صنعت‌کارانو، تولیدوونکو او پانګوالو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
د نندارتون مهمې برخې کرنه او مالداري، د خوراکي توکو صنعت، کانونه، ودانیزې چارې، طبي وسایلو، ماشین‌الاتو، فلزي صنایع، غالۍ او لاسي صنایع، انرجي، ټکنالوجي، مخابرات، د چرګانو روزنه، د شاتو مچیو روزنه، د هوايي شرکتونو خدمتونه، غیرالکولي مشروبات او تازه او وچې مېوې رانغاړي.
د سوداګریزو ناستو جوړېدل او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا:
د دغه نندارتون په څنډه کې به د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ ګډې ناستې، د بېلابېلو سکټورونو تخصصي غونډې او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو، شرکتونو او پانګوالو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې ترسره شي.
دغه ناستې د پانګونې د فرصتونو د پېژندلو، د صادراتو د پراختیا، د بازارونو د پراخولو، د اقتصادي مشارکتونو د رامنځته کولو او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي. تمه ده، چې دغه ناستې به د ګډونوالو ترمنځ د هوکړه‌لیکونو او سوداګریزو او پانګونې برخې تړونونو د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.
د ملي اقتصاد په پراختیا او د خصوصي سکټور په پیاوړتیا کې د نندارتون رول:
د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې راجلبولو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد خصوصي سکټور د ملي بنسټ او استازې په توګه د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره د سوداګرۍ د ودې، د صنعتونو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور د افغانستان د حرکت لپاره هڅې کوي.
دغه نندارتون همدارنګه د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د باور د پیاوړتیا او د دوامداره اقتصادي همکاریو د رامنځته کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون به د شپږو ورځو لپاره په کابل کې دوام وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه

شنبه، د تلې ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې په کابل کې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ناسته ترسره شوه او په پایله کې ۱۱ هوکړه‌لیکونه، چې ټولیز ارزښت یې ۴۵۱.۸ میلیونه امریکایي ډالر او شاوخوا ۲۹.۵ مېلیارده افغانۍ کېږي، لاسلیک شول.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي،
د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال او د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګریزو (B2B) ناستو د مدیریت مسؤل ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عمومي ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د عمومي ریاست د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل او د خونې د عمومي ریاست نورو مرستیالانو، د مدیره او عامل پلاوي غړو، د سوداګریزو بنسټونو مسؤلینو، سوداګرو، صنعتکارانو او د دواړو هېوادونو پانګوالو ګډون درلود.
د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان د کرنې، کانونو، انرجۍ، تولیدي صنعتونو، خوراکي توکو د پروسس او ټرانزیټ ظرفیتونه د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه وبلل. نوموړي له ایراني پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته اقتصادي او د پانګونې برخې فرصتونو څخه ګټه واخلي.
ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د خونې د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال، په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې یې د عملي تفاهمونو، سوداګریزو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمن فرصت وباله.
همدارنګه د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال ښاغلي عبدالقدیر قیافه او د ایران-افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس ښاغلي محمود سیادت د سوداګریزو راکړو ورکړو پر پراختیا، ګډو پانګونو او د صنعت، کانونو، انرجۍ، بېخبناوو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو ترسره کېدل او د هوکړه‌لیکونو لاسلیک:
د پروګرام په عملي برخه کې د افغانستان او ایران د سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو د استازو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې د خونې د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي په مدیریت ترسره شوې. په دغو ناستو کې دواړو لورو د همکاریو فرصتونه، د پانګونې زمینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.
د دغو ناستو په پایله کې د ودانیزو چارو، انرجۍ، کانونو، ټکنالوجۍ، مخابراتو او خوراکي توکو په برخو کې ۱۱ سوداګریز هوکړه‌لیکونه، چې ټولیز ارزښت یې ۴۵۱.۸ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لاسلیک شول. تمه ده، چې دغه هوکړه‌لیکونه د ګډو پانګونو د زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د پروګرام په پای کې د ایران اسلامي جمهوریت د مېلمنو او سوداګریز پلاوي په درناوي مېلمستیا هم جوړه شوه.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د دې ناستې ترسره کېدل د افغان او ایراني سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

شنبه، د تلې ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او د پاليسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل په ملتیا د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا په اړه یې ورسره خبرې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي فیض احمد خوافي د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره د ترکمنستان سټراټېژیک موقعیت ته په اشارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ظرفیتونو د لا پراخې استفادې پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه، چې د ځینو سوداګریزو لارو د محدودیتونو او لنډمهاله تړل کېدو له امله د ترکمنستان له لارې د ټرانزېټي مسیرونو پراختیا او د متنوع، دوامدارو او باوري ټرانزېټي لارو رامنځته کول کولای شي د افغانستان د سوداګرۍ په اسانولو او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو په لاسرسي کې مهم رول ولوبوي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د ټرانزېټ د اسانتیا، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو او د ګډو پانګونې فرصتونو د پېژندلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومی رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس څخه په رسمي توګه وغوښتل، چې د یوه سوداګریز او اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي. دغه بلنه د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس له لوري ومنل شوه او هوکړه وشوه، چې نوموړی به د ۲۰۲۶ کال په نومبر میاشت کې له یوه کاري پلاوي او سوداګرو سره افغانستان ته سفر وکړي.
دغه سفر به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو ناستو، د عملي همکاریو رامنځته کېدو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

شنبه، د تلې ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د دولت او خصوصي سکټور فورم (B2G) د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري ادارو استازو او په نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو د خصوصي سکټور او شرکتونو د استازو په حضور کې جوړ شو.
په دې فورم کې د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان بانک او د افغانستان برېښنا شرکت استازو، د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو او د ایران اسلامي جمهوریت، ازبېکستان، ترکمنستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو له سوداګریزو پلاوو سره ګډون درلود.
په دې ناسته کې ګډونوالو د پانګونې د فرصتونو، د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو، پانګوالو ته د دولتي اسانتیاوو او خدمتونو، او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا د لارو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو پلاوو د ګډون هرکلی وکړ او د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د مستقیمو اړیکو په رامنځته کولو کې یې د دا ډول ناستو پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي د کرنې او مالدارۍ، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونه تشریح کړل او د ګډون کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، ازبېکستان او ترکمنستان، د شرکتونو استازي او پانګوال یې د پانګونې د فرصتونو ارزونې او د ګډو همکاریو رامنځته کولو ته راوبلل.
ښاغلي سلیمان‌خېل زیاته کړه، چې ګډه پانګونه، له شته ظرفیتونو څخه ګټه اخېستنه او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا کولای شي د سوداګرۍ د زیاتوالي، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د دولتي ادارو استازو هم په دې فورم کې د خصوصي سکټور او پانګوالو لپاره د شته اسانتیاوو، خدمتونو او ملاتړ کوونکو میکانیزمونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې د پانګونې د پراختیا لپاره له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخېستنې ټینګار وکړ.
دغه فورم د نندارتون د B2B ناستو او تخصصي غونډو ترڅنګ د دولتي ادارو، سوداګرو، شرکتونو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ د مستقیمو خبرو زمینه برابره کړه. تمه ده، چې دا ناسته د نویو فرصتونو په پېژندلو، د ګډو همکاریو په رامنځته کولو او د سوداګریزو او د پانګونې برخو هوکړو په لاسلیک کې اغېزناک رول ولوبوي.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د تلې له ۱۵مې نېټې څخه په کابل کې پیل شوی او شپږ ورځې به دوام وکړي.

مقالات دیگر...