سې‌شنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۵

په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې د ګڼو ځاني تلفاتو، مالي او د یاد ولایت اوسېدونکو ته د پراخو زیانونو سبب شول د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د وضعیت د ارزونې، له زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د څېړنې په موخه نورستان ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي الحاج ملا برادر د دې ویرجنې طبيعي پېښې له امله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه، د قربانيانو له کورنيو او ټولو زيانمنو شوو سره يې د خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې اسلامي امارت به د ټولو شته امکاناتو او ظرفيتونو په کارولو سره د زيانمنو د ستونزو د هواري، د بېړنيو مرستو د برابرولو او د دې طبيعي پېښې د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس عمومي ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې ویرجنې پېښې د شهیدانو له کورنیو او د نورستان له ټولو خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ ، چې د نورستان خلک د افغانستان د وجود نه بېلېدونکې او ارزښتمنه برخه ده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به په دغو سختو شرايطو کې د هغوی ترڅنګ ولاړه وي.

نوموړي د سيلابونو له امله شهیدو شوو هېوادوالو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د مغفرت، ټپیانو ته د بشپړې او عاجلې روغتیا، او غمځپلو کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه.
یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د سيلابونو له امله زيانمنې شوې سيمې له نږدې وکتلې او د اوښتو زيانونو او د خلکو د بېړنيو اړتياوو ارزونه يې وکړه.

همدارنګه د نورستان والي، د والي مرستیال، علماوو او د ولایت مخورو د افغانستان اسلامي امارت د یاد لوړپوړي پلاوي د سفر هرکلی او قدرداني وکړه.

همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپل ملي، اسلامي او بشري مسؤولیت د ادا کولو په موخه د خونې د مدیره پلاوي د غړو سخاوت صندوق له لارې ۶ میلیون او ۵۸۵ زره افغانۍ او د خونې عمومي رئيس له شخصي شتمنۍ څخه ۱ میلیون افغانۍ د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره مرسته وکړه.

یکشنبه، د زمري ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د خصوصي سکټور د ونډې د پیاوړتیا او ودې په موخه د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې تخصصي کمېټه د یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او د دې برخې د متخصصینو په غړیتوب جوړه کړه او دغه کمېټې د خونې د مدیره پلاوي د تخصصي کمېټو له ډلې څخه د یوې کمېټې په توګه په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.
دغه کمېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې د خونې د ستراتیژیکو اړیکو د چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د خونې د مدیره پلاوي غړي او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي الحاج مطیع الله ګردېزي، د خونې د مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي زین الله حسني او د کرنې سکټور د یو شمېر سوداګرو په ګډون خپله پرانیستونکې ناسته ترسره کړه.
په دې غونډه کې ښاغلي شېرزاد د کرنې د ودې په برخه کې د خصوصي سکټور پر ارزښت او رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې سکټور کې د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او وېش پراختیا، د عصري او تخصصي لابراتوارونو جوړول، د افغانستان پر عضوي کرنیزو محصولاتو د پانګونې او ارزښت زیاتوالی، او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ د بهیر عصري کول، د دې کمېټې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ښاغلي ګردېزي د خونې د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او کرنه او مالداري یې د هېواد د اقتصاد ملا تیر وباله. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کمېټې له غړو او د دې برخې له متخصصینو سره په همکارۍ به د کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا، د پانګونې د زیاتوالي، د تولید د ودې او د دې سکټور د دوامدارې پراختیا لپاره اغېزناکې هڅې وکړي.
د ناستې په دوام کې، ښاغلی محمد طاهر شعیب د کمېټې د مرستیال او ښاغلی عبدالقاهر مهمند د منشي په توګه معرفي او په رسمي ډول خپلو دندو ته وګمارل شول.
د جوړ شوي پلان له مخې، دغه کمېټه به هره میاشت لږ تر لږه یوه منظمه ناسته د کرنې او مالدارۍ د سکټور د سوداګرو، پانګوالو او فعالانو په ګډون ترسره کوي، څو د دې سکټور ستونزې، فرصتونه او د پراختیا لارې چارې وڅېړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا مهال ۲۰ تخصصي کمېټې لري، چې هره یوه یې د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو د متخصصینو او فعالانو په ګډون، د پانګونې د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د عوایدو د زیاتوالي، د شته ستونزو د حل او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ودې په موخه، په منظم ډول خپلې تخصصي غونډې ترسره کوي.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵

د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سوداګریزو همکاریو د پراختیا هڅو پر دوام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي فیض احمد خوافي، د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي کمال نبي‌زاده په ملتیا د دوشنبې په ورځ د زمري په پنځمه د اوزبېکستان؛ فرغانې ولایت د سوداګریز له پلاوي سره، چې د دغه ولایت د والي ښاغلي خیرالله بازاروف په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، بلخ ولایت ته سفر وکړ.

دغه سفر د دواړو هېوادونو د ګډ هوډ څرګندونه کوي، چې موخه یې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا او په سیمه کې د پانګونې د نوو فرصتونو رامنځته کول دي. پلاوي ته د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس ښاغلي الحاج محمد ابراهیم غضنفر او د بلخ ولایت د والي مرستیال له لوري د مولانا جلال‌الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر کې تود هرکلی وشو. وروسته پلاوي په مزارشریف ښار کې د فرغانې ولایت د تولیداتو له نندارتون لیدنه وکړه. دغه نندارتون د سیمې له اقتصادي ظرفیتونو او تولیدي وړتیاوو سره د بلدتیا او د دواړو لورو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت و.

ورپسې، د بلخ د محترم والي په دفتر کې یوه مهمه ناسته ترسره شوه، چې د بلخ محترم والي، د اوزبېکستان د فرغانې ولایت والي ښاغلي خیرالله بازاروف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو د مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، ښاغلي کمال نبي‌زاده، ښاغلي الحاج محمد ابراهیم غضنفر، د فرغانې د سوداګرۍ خونې د رئیس او د فرغانې ولایت د پنځو ولسوالیو د مرستیالانو په ګډون جوړه شوې وه. په ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو، ګډو پانګونو او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وشوه.

د بلخ او فرغانې د والیانو، د سوداګرۍ خونو د مدیره پلاوي غړو، سیمه‌ییزو مسئولینو، سوداګرو او پانګوالو فعال حضور د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د دواړو لورو جدي هوډ او قوي اراده څرګندونه کوي.
ښاغلي خوافي په خپلو خبرو کې د فرغانې ولایت د سوداګریز پلاوي او د سیمې د اقتصادي فعالانو وروستي سفرونه د افغانستان او اوزبېکستان د ګډ عزم نښه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه سفر به د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د نوو فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان د نورو ولایتونو او د اوزبېکستان د ګاونډیو سیمو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

د بلخ کانټیننټال هوټل په تالار کې په يوه بله ګډه ناسته کې بیا د خونې د ولایتي چارو مرستیال، د بلخ والي او د فرغانې ولایت سوداګریز پلاوي د دې سفر ارزښت او لاسته راوړنې تشریح کړې. په همدې مراسمو کې د بلخ او فرغانې د سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو او همدارنګه د دواړو لورو سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۱۳ سوداګریز هوکړه لیکونه، چې ارزښت یې له ۳۵ میلیون امریکایي ډالرو زیات دی، هم لاسلیک شول.

دغه لاسته راوړنې د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو همکاریو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د دواړو لورو جدي هوډ څرګندوي. تمه کېږي چې د دې بهیر په دوام سره به په سیمه کې د پانګونې فرصتونه، ټرانزیټي زیربناوې او اقتصادي فعالیتونه لا پراخ شي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې به لا ښه خوندي شي.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تخصصي جوړښتونو د پیاوړتیا په موخه د خوراکي توکو تخصصي کمېټه په رسمي توګه پرانېستل شوه. د دې کمېټې د جوړېدو موخه د خوراکي توکو سکټور د ستونزو حل، د باکیفیته تولیداتو پراختیا او د کورني بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د پرانېستې په مراسمو کې، چې د خونې د کنفرانسونو په تالار کې د مدیره پلاوي غړو، سوداګرو او د خوراکي توکو سکټور د فعالانو په ګډون ترسره شوه، د خونې د سټراټيژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد د دې کمېټې تشکيلول د خوراکي توکو سکټور د ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت لوړولو او د بازار وضعیت ښه‌والي لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي وویل د باکیفیته او مناسب قیمت لرونکو خوراکي توکو برابرول، له نړېوالو معیارونو سره سم پروسس او بسته‌بندي او د سټراټيژیکو زېرمو رامنځته کول د دې کمېټې له مهمو لومړیتوبونو دي.
ورپسې د کمېټې رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج وحیدالله عزیزي د خونې مشرتابه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د خوراکي توکو سکټور د پراختیا، د خلکو اړتیاوو د پوره کولو او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره به عملي هڅې وکړي.
هغه همدارنګه د کورنیو تولیداتو د پراختیا ترڅنګ د باکیفیته خوراکي توکو د وارداتو پر اسانولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د مدیره پلاوي غړي ښاغلي یونس قاضي‌زاده د ښاغلي عزیزي د شلو کلونو کاري تجربې ستاینه وکړه او باور يې وښود، چې نوموړی د دې سکټور د مشرۍ وړتیا لري.
د غونډې په پای کې ښاغلي همایون خواجه‌زاده او عبدالواحد واحدي د کمېټې مرستیالانو، ابراهیم سخي‌زاده د منشي په توګه په رسمي ډول خپلې دندې پيل کړې.
د دې کمېټې پرانېستل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خوراکي توکو سکټور د ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت لوړولو، د بیو متوازن ساتلو او د هېواد د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

سې‌شنبه، د زمري ۶مه، ۱۴۰۵
 
یاده ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزی، د سټراټيژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مرستیال او د احتکار مخنیوي او د لومړنیو توکو د بیو کنټرول کمېسیون سرپرست ښاغلي عصمت الله انصار، د یاد کمېسیون د غړو او د کابل ښار د تېلو ټانک لرونکو د صنف مسوولانو په ګډون د خونې د عمومي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې ښاغلي ارین زلګي عظیمي د هغو ستونزو او ننګونو په اړه، چې د نفتي موادو د وړاندې کوونکو په ځانګړي ډول د تېلو د ټانک لرونکو له خوا د خونې له مشرتابه سره شریکې شوې وې، هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي د ټانک لرونکو له استازو وغوښتل، چې د اوسنیو شرایطو او د نړیوالو بازارونو وضعیت ته په پام سره د مصرفوونکو ستونزې په نظر کې ونیسي او نفت په مناسبو بیو وړاندې کړي.
وروسته د کابل ښار د تېلو ټانک لرونکو د صنف رئیس ښاغلي الله محمد احمدزي شته ستونزې غونډې ته وړاندې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې یادې ستونزې دې په دقیقه توګه وارزول شي او پر بنسټ دې يې بيې وټاکل شي.
د نفتي موادو وړاندې کوونکو او د کابل ښار د ټانک لرونکو صنف غړو هم په وار سره خپلې ستونزې او پوښتنې مطرح کړې.
ښاغلي عصمت الله انصار د سوداګرو او د تېلو ټانک لرونکو د صنف غړو د نظریاتو او پوښتنو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د کمېسیون او نورو اړوندو مسئولینو له خوا وڅېړل شي. نوموړي له هغوی وغوښتل، چې د کمېسیون له خوا صادر شوی د نرخونو لېست عملي کړي.
ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد د غونډې د راټولونې پر مهال د نفتي توکو د وړاندې کوونکو په ځانګړي ډول د تېلو ټانک لرونکو شته ستونزې مشخصې کړې او ویې ویل، چې خونه به د نافذه کړنلارو او نویو وړاندیزونو په پام کې نیولو سره راپورته شوې ستونزې وارزوي او له اړوندو دولتي مسئولینو سره په همغږۍ به يې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار د تېلو ټانک لرونکو صنف دې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه خونې ته وسپاري، څو له دقیقې ارزونې وروسته د حل په موخه اړوندو دولتي ادارو ته مشخص وړاندیزونه وړاندې شي.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي، د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج نجابت حیدري د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې د افغانستان د غالیو پلورونکو اتحادیې له مرستیال ښاغلي غلام قادر سخي‌زاده سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د غالیو د صادراتو پر وړاندې د شته ننګونو او د هغو د حل لارو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خونې رئیس د افغانستان د ملي غالیو د صنعت د اوبدونکو او تولیدوونکو د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د غالیو پلورونکي او سوداګر کولای شي د بازارموندنې له نویو لارو چارو، د ملي او نړیوالو نندارتونونو له جوړولو او د نړیوالې بازارموندنې د پیاوړتیا له لارې د افغانستان د غالیو صادرات زیات کړي او د غالیو د تولید په وده کې مهم رول ولوبوي، څو د صادراتو د پراختیا ترڅنګ د غالیو اوبدونکي او تولیدوونکي له مادي او معنوي پلوه هم ملاتړ ترلاسه کړي.

همدارنګه د افغان ـ اوزبېک په سوداګریز فورم کې د غالیو پلورونکو اتحادیې د فعال او اغېزناک ګډون ستاینه وشوه. د دغې اتحادیې هدفمند ګډون د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وبلل شو. دغه ګډون نه یوازې د افغانستان د غالیو صنعت د ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت و، بلکې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د نویو سوداګریزو همکاریو د رامنځته کېدو لپاره یې هم مناسبه زمینه برابره کړه.

د غونډې په پای کې د غالیو پلورونکو اتحادیې مرستیال ښاغلي غلام قادر سخي‌زاده د خونې د رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي او د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د ارزښتناکو ویناوو، ملاتړ او د غالیو د صادراتو په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو له امله مننه وکړه او د هغوی د هڅو ستاینه یې وکړه.

مقالات دیگر...