د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د يوه ۴۰کسیزه سوداګریز پلاوي په مشري چې په کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلي غړي٬ الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سید احمد نورزاد او الحاج عبیدالله هوتک او د خونې د عامل پلاوي د ریاست مرستیال، میرزمان پوپل هم شامل وو، ازبيکستان ته سفر وکړ او د افغانستان او ازبيکستان د خصوصي سکتور ترمنځ په هغې سوداګریزې ناستې کې يې ګډون وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د فرغانې ولایت د قوقان ولسوالۍ په ښار کې جوړه شوې وه.
 
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د جامو، خامو توکو او درملو په برخو کې، د څه باندې ۶۵ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
همدارنګه، د دې سفر په ترڅ کې د خونې مشرتابه پلاوي د خدایار خان ماڼۍ تاریخي سیمې، بازارونو او د قوقان ښار د جامو، کاشي او کناف تولیدي لویې صنعتي فابریکې هم ولیدلې او د دې سیمې له صنعتي او سوداګریزو وړتیاوو سره له نږدې بلد شول.
دغه سفر او د ګډې سوداګریزې ناستې ترسره کېدل د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
 
یکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د نورزاد برادران شرکت رئیس، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد د زرنج او هرات ولایتي روغتونونو ته د څه باندې ۴۰۴۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۵ ډوله بېلابېل طبي وسایل ډالۍ کړل.
 
په دې وسایلو کې د عملیاتو د مېز لپاره ۲ ترولي سټېنډونه، د انستیزي ماشین لپاره ۳ سودالیم سټېنډونه، د عمومي جراحي ۱سیټ، د پانسمان ۲۰سیټونه، د اپنډیسایټ ۵ سیټونه، د پشنت مانېټر ۵ پایې (CX12 Edan ۳ماډل، د نویو زېږېدلو ماشومانو ډیجیټل ۳ ترازوګانې، د درې‌چنله ECG ۱ماشین، د ۴۰۰ واټه الکتروکوټر ۲ دستګاوې، ۱ عدد امبولانسي وینټیلاتور، د ولادي ۵ مېزونه، د ۵ لیټره برقي سکشن ۲ماشینونه، د CPAP دستګاوې، د الټراسوند (Edan DUS-60 ماډل او د برقي اکسیجن تولید ۲ ماشینونه.
ښاغلي نورزاد زیاته کړه چې د زرنج او هرات ولایتي روغتونونو ته د ورکړل شویو وسایلو تر څنګ، د نیمروز ولایت د پنځو ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو لپاره هم د ۱۰زرو امریکایي ډالرو مرسته کوي. د هغه په وینا، هر کلینیک ته ۲زره امریکایي ډالر ځانګړي شوي او دغه وسایل به ډېر ژر دغو روغتیايي مرکزونو ته وسپارل شي.
 
یکشنبه، وري۱۶مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د پاسپورټ ریاست له عمومي رئیس، ښاغلي مولوي عبدالکریم حسیب سره په لیدنه کې د پاسپورټ د خدماتو د وړاندې کولو، په ځانګړې توګه د سوداګرو لپاره د دې بهیر د ښه‌والي په موخه خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور پر مهم رول ټینګار وکړ او د سوداګرو لپاره یې د پاسپورټ ترلاسه کولو بهیر د اسانه او چټکتیا غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د پاسپورټ ادارې او اقتصادي بنسټونو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ څو ستونزې حل او لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
بل لور ته، د پاسپورټ عمومي رئیس د دغو وړاندیزونو هرکلی وکړ او د خپلې ادارې پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ چې خدمات به ښه کړي، اداري بهیر به اسانه کړي او د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د سوداګرو رضایت به تأمین کړي او ده ډاډ ورکړ چې د سوداګریزو پاسپورټونو د صادرولو په برخه کې به د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې دوام ولري.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو پاسپورټونو د صادرولو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو عمومي ریاست کې د افغانستان بانک د یوې نمایندګۍ د جوړولو غوښتنه وکړه څو د تادیاتو او اړوندو خدماتو بهیر په چټک او منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل هم ګډون درلود.
 
چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۴۰۵
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلی الحاج آرین زلګي عظیمي د یوه د ۴۰ کسیزه پلاوي په مشرۍ چې په‌کې د مدیره پلاوي ښاغلي غړي هر یو الحاج عبیدالله هوتک، الحاج عبدالله رحیمي او الحاج سید احمد نورزاد، د خونې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل او د هېواد یو شمېر مخکښ سوداګر شامل دي، د ازبیکستان د فرغانې ولایت ته ورسېدل.
د دې سفر موخه په سوداګریزو ناستو کې ګډون، د ازبیکستاني چارواکو او سوداګرو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې دي.
 
شنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد د خصوصي سکتور پر وړاندې د اساسي ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي هاشمي د سوداګرو او پانګوالو مهمې اندېښنې او غوښتنې د بهرنیو چارو له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او له دې وزارت څخه یې وغوښتل چې د شته خنډونو د لرې کولو او د سوداګریزو چارو د اسانتیا لپاره لا زیاتې همکارۍ وکړي. نوموړي په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي متقي هم د همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت به د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د سوداګرو د ستونزو د حل او د هېواد د سوداګریز چاپېریال د ښه والي لپاره لازمې هڅې وکړي.
 
دوشنبه، وري لسمه ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو او اساسي اقلامو د تأمین وضعیت د ارزونې په موخه، د دې خونې د عمومي ریاست په دفتر کې یوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه.
 
په دې ناسته کې د هېواد له سوداګرو غوښتنه وشوه چې د بېلابېلو هېوادونو څخه پر وخت په وارداتو سره، د خلکو د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د روانو حالاتو او د بیو د عمومي لوړوالي په یادولو سره، د افغانستان درنو خلکو ته ډاډ ورکړ چې له نېکه مرغه د هېواد په بازارونو کې لومړني، په ځانګړي ډول خوراکي توکي لکه اوړه، تېل، وریجې، بوره، او همدارنګه نفتي او نور ضروري توکي په کافي اندازه موجود دي او تراوسه د بیو په برخه کې د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.
د خونې عمومي رئیس د هېواد سوداګر د اتلانو په توګه یاد کړل چې په خورا سختو شرایطو کې یې د بازار او خلکو اړتیاوې پوره کړې دي. هغه له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو ټولو موجوده امکاناتو په کارولو سره له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو څخه د لومړنیو توکو وارداتو ته دوام ورکړي څو د هېواد بازارونه له کمښت سره مخ نه شي.
هغه (د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په ټینګار سره چې د بې‌کیفیته توکو پلور حرام او لویه ګناه بولي)، له سوداګرو وغوښتل چې د بې‌کیفیته نفتي او خوراکي توکو د واردولو مخه ونیسي او د معیار او کیفیت ادارې سره همکاري وکړي.
په دې کنفرانس کې د خونې د سوداګرۍ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبیدالله هوتک، الحاج مطیع‌الله ګردېزی، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج ګل‌میر امیني او الحاج ذبیح‌الله صمیم هم ګډون درلود.
 
پنجشنبه، ۱۳ حمل ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...