د چين له سفير سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د خدای په امانۍ ليدنه

شنبه، د تلې ۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي ژاو شېنګ سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي د چین سفير ته د دغه هېواد ملي ورځې مبارکي وویله او د نوموړي د ماموریت پر مهال یې له افغان خصوصي سکټور سره د همکاریو قدرداني وکړه. نوموړي همداراز د امام ابو حنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې د چینایي سوداګرو او پانګوالو د ګډون بلنه وړاندې کړه.
د چین سفیر د افغان خصوصي سکټور د ودې په برخه کې د خونې هڅې وستایلې او د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په پای کې، دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.