د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په یو ځای کېدو، تاسو کولای شئ چې د افغانستان تر ټولو لویو سوداګریزو شبکو ته لاسرسی ومومئ. موږ د سوداګرۍ او خصوصي سکتور د ملاتړي یو له ځواکمنو او فعالو بنسټونو څخه شمېرل کېږو. موږ د خپلو غړو د کاروبار د ودې او غښتلتیا لپاره ژمن یو. موږ کولای شو چې تاسو سره مرسته وکړو ترڅو خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړئ، تاسو له مخکښو سوداګرو، کارآفرینانو او قانون جوړونکو سره ونښلوو. زموږ د ګټو او خدمتونو څخه په کار اخیستنې تاسو کولای شئ له ارزښتناکو سپماوو څخه برخمن شئ. موږ په زغرده ویلی شو چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور اوچت غږ دی.

غړیتوب کورنۍ غړیتوب (د افغان شرکتونو لپاره)

ټول هغه شرکتونه چې د فعالیت رسمي جواز ولري، کولای شي په داوطلبانه توګه له ولایتي اتاقونو سره اړیکه ونیسي، خپل غړیتوب ترلاسه کړي او له لاندې خدمتونو څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره یو ځای کېدل یوه ګټوره پانګه اچونه ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د غړیتوب د ډلو او ګټو په اړه د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ، او د غړیتوب د بېلابېلو ډلو له هر اړخیزې کتنې وروسته د خپلې سوداګرۍ لپاره مناسبه ډله غوره کړئ.

د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره، غوښتونکی باید د لاندې ذکر شویو جوازونو څخه د یوه لرونکی وي:

  • د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه سوداګریز جواز
  • د افغانستان بانک جواز
  • هغه اتحادیې چې د عدلیې وزارت سره ثبت شوې وي

د کورني غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره اړین اسناد (د افغان شرکتونو لپاره)

  • د سوداګریز جواز کاپي
  • د پېژندپاڼې یا پاسپورټ کاپي
  • د پاسپورټ په سایز دوه قطعې عکسونه

څرنګه د اتاق غړیتوب ترلاسه کولای شم؟

تاسو کولای شئ په انلاین ډول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غړیتوب پورټل له لارې د غړیتوب فورمه ډکه کړئ او د ثبت او غړیتوب د تایید د پروسې له بشپړولو وروسته خپل د غړیتوب کارت د هېواد په ولایتونو/ولسوالیو کې د خونې له یوې نمایندګۍ څخه ترلاسه کړئ.

د هر ډول پوښتنې د رامنځته کېدو په صورت کې کولای شئ چې زموږ د غړیتوب له مسؤل ټیم سره په 0791782222 شمېره اړیکه ونیسئ.