د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق يو خپلواک حکمي شخصیت لرونکی ، قانوني، غیرې دولتي او غېرې انتفاعي د افغانستان د خصوصي سکټور ټولنه ده، چې د سوداګرۍ وزارت او نورو اړوند ارګانونو سره فعالیت لري او د خصوصي سکتور د اقتصادي ودې او انکشاف لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې کوي ترڅو، په هېواد کې د خصوصي سکتور سوداګریز، صنعتي، د لاسي صنایعو په شمول، شرکتونو،اتحادیو، کوپراتیفونو او متشبثینو فعالیتونه انسجام او همغږي کړي.
د غړیتوب کټګورۍ او خدمتونه
لومړۍ کټګوري (عادي غړیتوب)
د دې کټګورۍ د غړیتوب کارټ لرونکي، چې کلنی فیس یې ۲۰۰۰ افغانۍ دی، له لاندې خدمتونو برخمنېږي:
- 1. د غړي شرکت د ستونزو حل او څېړنې په موخه د اړوندې تخصصي کمېټې په همغږۍ د عامل پلاوي له مسؤلینو سره د لیدنې زمینه برابرول.
- 2. د خونې عامل پلاوي له مسؤلینو سره د ځانګړو ناستو او غونډو جوړول.
- 3. د ظرفیت لوړولو په موخه د غړي شرکت لپاره د عامه پوهاوي، لارښوونې، ظرفیتلوړولو پروګرامونو او د تخنیکي مشورو وړاندې کولو زمینې برابرول.
- 4. د غړي شرکت د غوښتنې په صورت کې یاد شرکت په مرکز او ولایتونو کې کورنیو نندارتونونو ته د ګډون لپاره معرفي کول.
- 5. غړو ته د برېښنالیک او واټساپ ګروپونو له لارې د معتبرو سرچینو اقتصادي خبرونه او مالوماتو لېږل.
- 6. د سوداګریزو پلانونو، سوداګریزو تړونونو او پروپوزلونو د چمتو کولو په برخه کې ۵ سلنه تخفیف ورکول.
- 7. که د عادي غړیتوب کارټ لرونکی متشبثه ميرمن وي، د نقره یې (Silver) کټګورۍ له امتیازاتو څخه برخمنېدای شي.
- 8. د خونې د عادي غړیتوب کارټ صادرول.
دویمه کټګوري (نقره یي)
د دې کټګورۍ د غړیتوب کارټ لرونکی، چې کلنی فیس یې ۱۵,۰۰۰ افغانۍ دی، د لومړنۍ کټګورۍ پر خدمتونو سربېره له لاندې خدمتونو څخه هم برخمنېږي:
- 1. د غړي د ستونزو د دفاع، تعقیب او حل په موخه اړوندو دولتي او غیر دولتي ادارو ته د مکتوبونو چمتوو کول او صادرول (دوه ځله).
- 2. غړي شرکت ته د فعالیتونو پیاوړتیا او ودې لپاره د خونې تخصصي کمېټو له خوا د تخنیکي مشورې وړاندې کول.
- 3. د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو فعالیتونو او پانګونو لپاره د اسانتیاوو برابرول.
- 4. د سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو په موخه هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول (درې ځله).
- 5. د سوداګریزو اسنادو د طی مراحلو چټکتیا په موخه د غړو شرکتونو د غړیتوب تصدیق صادرول.
- 6. د شرکت غړیتوب د تایید لپاره د سپارښتنې لیک (Recommendation Letter) صادرول (دوه ځله).
- 7. د خونې په برېښنايي لارښود (E-Directory) کې د فعالیت سکټور پر بنسټ د غړو شرکتونو لنډې پېژندنې خپرول.
- 8. د شکایتونو د رسېدنې فورم له لارې د ولایتي او ولسوالۍ خونو په کچه د غړو د شکایتونو د ارزونې او حل لپاره د اسانتیاوو برابرول.
- 9. د سوداګریز پلان، سوداګریزو تړونونو او پروپوزلونو په ترتیب کې ۱۰ سلنه تخفیف.
- 10. د خونې د کنفرانس سالونونو او روزنیزو مرکزونو په کرایه کې ۱۵ سلنه تخفیف.
- 11. د خونې په خپرونو کې د غړو شرکتونو د سوداګریزو اعلانونو لپاره ۱۵ سلنه تخفیف.
- 12. د هغو خدماتي بنسټونو (پوهنتونونو، خصوصي لوړو زدهکړو مؤسسو، هوټلونو او هوايي شرکتونو) ته د غړو معرفي کول، چې له خونې سره یې د تخفیف هوکړه لیکونه لاسلیک کړي وي.
- 13. په سوداګریزو کنفرانسونو،B2B ناستو، سوداګریزو پلاوو او کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول.
- 14. که غړیتوب پرلهپسې د درېیو کلونو لپاره تمدید شي، د څلورم کال د غړیتوب نوي کولو پر مهال ۱۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.
- 15. هغه شرکتونه، چې د درې کلونو غړیتوب په یو ځل اخلي ۱۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.
- 16. د غړو شرکتونو نقلیه وسایطو لپاره د (B) ډول کارټ صادرول.
- 17. هغو غړو شرکتونه ته، چې په اقتصادي فعالیتونو کې د پام وړ او څرګندې لاسته راوړنې ولري، د مننلیک صادرول.
- 18. که د نقره یې غړیتوب کارټ لرونکی متشبثه ميرمن وي، د طلایي کټګورۍ له امتیازاتو څخه هم برخمنېدای شي.
- 19. د خونې د نقره يي غړیتوب کارټ صادرول.
درېيمه کټګوري (طلایي غړیتوب)
د طلایي کټګورۍ غړیتوب کارټ لرونکی، چې کلنی فیس یې ۳۰,۰۰۰ افغانۍ دی، د لومړنۍ او دویمې کټګورۍ پر خدمتونو سربېره له لاندې خدمتونو څخه هم برخمنېږي:
- 1. پور ورکوونکو مالي بنسټونو ته د غړي معرفي کول (خونه یوازې د شرکت د معرفۍ مسؤلیت لري نه د نورو اجرااتو).
- 2. د خونې په وېبپاڼه کې د غړي شرکت لوګو خپرول.
- 3. د سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پراختیا په موخه په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو او د سوداګرو په غونډو کې د غړو د ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرول.
- 4. د سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو په موخه د هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول.
- 5. د هغو نندارتونونو او کنفرانسونو جوړولو لپاره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیکول، چې د غړو په نوښت ترسره کېږي.
- 6. له ډیپلوماټیکو لارو په هېوادونو کې د غړو د ستونزو حل او تعقیب لپاره د اړینې همغږۍ رامنځته کول.
- 7. د خونې د مشرتابه له خوا د مشورتي او روغې جوړې غونډو په جوړولو سره د سوداګریزو شخړو د حل زمینه برابرول.
- 8. په kabul-tenders.org وېبپاڼې کې د کارنحساب په جوړولو سره د ملي او نړیوالو مؤسسو د داوطلبۍ او مزایدې اسناد غړو ته خپرول او رسول.
- 9. په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه مالومات وړاندې کول.
- 10. د خونې په خپرونو کې د غړو شرکتونو د سوداګریزو اعلانونو خپرولو لپاره ۲۵ سلنه تخفیف.
- 11. د خونې د کنفرانس سالونونو په کرایه کې ۲۵ سلنه تخفیف.
- 12. د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره د نړیوالې ټولنې له استازو، لوړپوړو دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور له فعالانو سره د ځانګړو پروګرامونو جوړول.
- 13. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نقلیه وسایطو د A2 ډول کارټ صادرول.
- 14. که د طلایي غړیتوب کارټ لرونکی متشبثه ميرمن وي د پلاټینيوم (Platinum) کټګورۍ له امتیازاتو څخه هم برخمنېږي.
- 15. د خونې د طلایي غړیتوب کارټ صادرول.
څلورمه کټګوري (پلاټینیوم غړیتوب)
د دې کټګورۍ د غړیتوب کارټ لرونکی، چې کلنی فیس یې ۶۰,۰۰۰ افغانۍ دی، د لومړنۍ، دویمې او درېیمې کټګورۍ د ټولو خدمتونو ترڅنګ له لاندې خدمتونو هم برخمنېدای شي:
- 1. د سوداګرۍ او پانګونې اړوند پروګرامونو د طرحې او اړوندو دولتي او نړیوالو ادارو ته د وړاندې کولو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول.
- 2. د خونې د تخصصي کمېټو له لارې د غړو د ستونزو ارزونه، څېړنه او د اړتیا په صورت کې يې اړوندو ادارو ته د حل لپاره راجع کول.
- 3. د دې کټګورۍ د غړو دفترونو ته د خونې د «اقتصاد بازار» مجلې لېږل.
- 4. د خونې په خپرونو کې د غړو شرکتونو د سوداګریزو اعلانونو خپرولو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف ورکول.
- 5. د خونې د کنفرانس تالارونو د کارولو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف ورکول.
- 6. په ملي او نړیواله کچه په سترو اقتصادي ناستو او غونډو کې د غړو حضوري او مجازي ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرول، څو سوداګریز شریکان ومومي.
- 7. د بازارموندنې په موخه د شرکت له لوګو سره يو ځای د خونې له مرکزي وېبپاڼې سره د غړو شرکتونو د مالوماتي وېبپاڼو لینکول.
- 8. غړو ته د خونې له لوري په جوړېدونکو غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونو کې د ګډون لپاره د بلنې کارټ لېږل.
- 9. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د وسایطو د (A) ډول کارټ صادرول.
- 10. د خونې د پلاټینيوم غړیتوب کارټ صادرول.
پنځمه کټګوري (VIP غړیتوب)
د دې کټګورۍ د غړیتوب کارټ لرونکی، چې کلنی فیس یې ۲۵۰,۰۰۰ افغانۍ دی، د لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې کټګورۍ د ټولو خدمتونو ترڅنګ له لاندې خدمتونو څخه هم برخمنېږي:
- 1. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د ارزونې او تحلیل وروسته د اړوند سکټور او غړي شرکت د اقتصادي او سوداګریزو پروګرامونو وړاندې کولو په موخه د حکومت له مشرتابه، دولتي ادارو او نورو اړوندو بنسټونو سره د لیدنو زمینه برابرول.
- 2. د نړیوالې ټولنې او مرستندویو بنسټونو له مسؤلینو سره د ځانګړو لیدنو تنظیم، څو د اړوند سکټور د فعالیتونو لپاره د تخنیکي او ملاتړو همکاریو د جلب زمینه برابره شي.
- 3. له هېواده بهر په مهمو اقتصادي او سوداګریزو غونډو کې، چې د حکومتي مسؤلینو په ګډون ترسره کېږي، ګډون اسانول.
- 4. هر کال د غړي شرکت د لاسته راوړنو، د فعالیت سکټور او نوښتګرو پروګرامونو په اړه ځانګړې مرکه کول او د «اقتصاد بازار» مجلې کې یې خپرول.
- 5. له غړو شرکتونو سره د کلنۍ ځانګړې اقتصادي ناستې جوړول، د هغې ویډیویي راپور د خونې د رسنیزو چینلونو (وېبپاڼه او خواله رسنۍ) له لارې خپرول او د غړو غوښتنې، ستونزې او اقتصادي نوښتونه له تحلیل او ارزونې وروسته اړوندو ادارو ته رسول.
- 6. د «اقتصاد بازار» مجلې په یوه ځانګړې پاڼه کې د غړي شرکت لوګو په دوامداره توګه چاپول او خپرول.
- 7. د خونې په وېبپاڼه او ټولنیزو رسنیو کې د غړو شرکتونو لوګو معرفي او خپرول.
- 8. د خونې په نوښت او همکارۍ جوړېدونکو پروګرامونو (کنفرانسونو، سیمینارونو او نورو غونډو) کې غړو شرکتونو ته مناسب ځای او ځانګړی موقف ورکول.
- 9. د امکان په صورت کې په ملي او نړیواله کچه د خونې په نوښت او همکارۍ جوړېدونکو سوداګریزو کنفرانسونو، B2B ناستو کې د غړي شرکت له لوري د پرزنټېشن او پروژو وړاندې کولو ته د زمینې برابرول.
- 10. د خونې په خپرونو کې د سوداګریزو اعلانونو خپرولو لپاره ۷۵ سلنه تخفیف ورکول.
- 11. د خونې د کنفرانس تالارونو د کارولو لپاره ۷۵ سلنه تخفیف ورکول.
- 12. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د وسایطو د (A) ډول کارټ صادرول.
- 13. د خونې د VIPغړیتوب کارټ صادرول.