جمعه، د زمري ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل د یو پلاوي په مشرۍ د خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي عبدالله رحیمي، ذبیح‌الله صمیم، حمیدالله حبیبي او محمد خالد مجید په ملتيا، په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د سوداګریزو چارو له اتشه ښاغلي معین‌ جان خوافي او نصیر احمد سلطان‌زاده، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال او له یو شمېر افغان سوداګرو سره یو ځای د ایران د صنعت او ساختمان د شپږویشتم نړیوال نندارتون لیدنه وکړه.
دغه نندارتون د ایران اسلامي جمهوریت حکومتي چارواکو، اقتصادي فعالانو او کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون، د دغه هېواد د ټرانسپورټ او ښاري پراختیا وزیر لخوا پرانېستل شو. په دې نندارتون کې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو څخه صنعتي او ساختماني شرکتونو ګډون کړی و او د صنعت او ودانیزو چارو په بېلابېلو برخو کې یې خپل نوي محصولات، وسایل، ټکنالوجۍ او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنې پرمهال له یو شمېر شرکتونو، تولیدوونکو او اقتصادي فعالانو سره خبرې وکړې او د همکاریو، پانګونې او افغانستان ته د پوهې او ټکنالوجۍ د لېږد په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه. همدارنګه د ودانیزو چارو، د زیربناوو پراختیا او د ګډو پانګونو لپاره په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه هم بحث وشو.
په دغه نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د افغانستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت برابر کړی او کولای شي د نویو سوداګریزو همکاریو، ګډو پانګونو او د افغان او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، چې په نړیوالو نندارتونونو کې د فعال ګډون او د سیمې هېوادونو له سوداګریزو خونو او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا له لارې د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو د معرفي، د پانګونې جلب او د دوامدارو سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.

جمعه، زمري ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مرستیال ښاغلي قدیر قیافه سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي، الحاج ذبیح‌الله صمیم، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج محمد خالد مجید او الحاج کمال‌الدین توحید او په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګريزو چارو اتشه ښاغلي معین‌ جان خوافي هم ګډون درلود.
د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ګډو پانګونو هڅول، د ګډ تولید پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا وه.
د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د شته پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزناکې ګټنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي، د ګډو پانګونو او صنعتي او تولیدي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې پر رامنځه کولو هوکړه وکړه، څو د سوداګرۍ، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې اړوند موضوعات په منظم ډول تعقیب او د حل لپاره يې عملي لارې چارې ولټول شي.

سې‌شنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلی ارین زلگي عظیمي له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره یوځای د اوزبېکستان او چین د پانګونې او سوداګرۍ په هغه ناسته کې ګډون وکړ، چې د ترمذ په نړیوال سوداګريز مرکز کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د بلخ والي ښاغلي مولوي محمد یوسف وفا، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌اوف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي، په تاشکند کې د افغانستان سفیر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس او د افغانستان، اوزبېکستان او چین د خصوصي سکټور یو شمېر چارواکو او استازو ګډون کړی و، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پانګونو پر زیاتوالي ټینګار وشو.
په دې ناسته کې افغان پلاوي له اوزبېکستان او چین سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د نویو ټرانزیټي دهلیزونو پر رامنځته کولو، سیمه‌ییزو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي او د بهرنیو پانګونو پر جلب ټینګار وکړ.
همدارنګه د افغانستان او اوزبېکستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې د کانونو، کرنې او انرژۍ په برخو کې د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د اوزبېکستان لوري په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او افغان لوري هم د ګډو پانګونو او همکاریو لپاره د لازمې زمینې د برابرولو په برخه کې خپل چمتووالی وښود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلگي عظیمي په دې دوه‌اړخیزه ناسته کې د خصوصي سکټور فرصتونه او ستونزې مطرح کړې او ویې ویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له خپل اوزبېکستاني سیال سره د ګډو پانګونو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
همدارنګه ښاغلي عظیمي د ناستې په څنډه کې د سرخان‌دریا د سوداګرۍ خونې له رئیس او د سرخان‌دریا ولایت د کرنې له رئیس سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د افغانستان د پنبې او تازه مېوې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د افغانستان د خصوصي سکټور د ګډو پانګونو لپاره چمتووالی څرګند شو.
په دې لیدنه کې په اوزبېکستان کې د افغانستان د تازه او وچې مېوې د پروسس فابریکو د جوړولو او له اوزبېکستان څخه اروپایي هېوادونو ته د دغو محصولاتو د صادراتو په اړه هم بحث وشو.
د سرخان‌دریا د سوداګرۍ خونې رئیس ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د پنبې کرکيلې د میکانېزه کولو په اړه کاري طرحې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره شریکې کړي.
په دغه سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلگي عظیمي سره د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي نجابت حیدري، د بلخ د سوداګرۍ خونې مرستیالان ښاغلي کامبیز صدري او ښاغلي دولت‌خان مفکر، د خونې مشاور ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د بلخ ولایت د مدیره پلاوي غړو ښاغلي معراج‌الدین پرهیز، ښاغلي اتیلا کامګار او ښاغلي ذبیح‌الله کهمردي هم مل و.

چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس الحاج سيد کريم هاشمي، د خونې د نړیوالو اړیکو د چارو مرستیال الحاج ابراهیم محب، نورو مرستیالانو او د مدیره پلاوي غړو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌ توب جوړې شوې مېلمستیا کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین ښاغلي مولوي صدراعظم عثماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې جوړه شوې وه، د ایران اسلامي جمهوریت د جهاد کشاورزۍ له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري قزلجه، د نوموړي له مل پلاوي او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي سره وکتل او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ایران اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پخوانیو اړیکو، تاریخي، کلتوري او اقتصادي پیوندونو يادونه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان او ایران د متقابلو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري.
ښاغلي هاشمي د کرنې، خوراکي صنایعو، کانونو، انرژۍ، ټرانزیټ، تولید او بشري ځواک په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونو ته په اشارې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د ګډو پانګونو جذب، د ګډو شرکتونو رامنځته کولو، د پوهې او ټکنالوژۍ د شريکولو، د بدلون او پروسس کوونکو صنایعو پراختیا او په افغانستان کې دننه د ارزښت زیاتولو لپاره له دې ظرفیتونو پر اغېزناکې استفادې ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه د نوې کرنیزې او اوبو لګولو ټکنالوژۍ او میتودونو د د شريکولو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بدلون، د تولیدي ماشینونو، بسته‌ بندۍ او د ارزښت ځنځیرونو د پراختیا په برخو کې د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې په دغو برخو کې د ایراني شرکتونو او پانګه‌والو همکاري کولای شي په افغانستان کې د کورني تولید ودې او د نویو اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان او ایران له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د ویزو اسانتیا، سوداګریزو پلاوو تګ راتګ، د توکو ټرانزیټ، د بانکي تعاملاتو او اړیکو د اسانتیا، ګمرکي چارو او د سوداګریزو بندرونو له ظرفیتونو څخه د لا اغېزناکې استفادې په برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې د سوداګرۍ او پانګونې فعالیتونو لپاره د مناسب او د اټکل وړ چاپېریال رامنځته کول کولای شي د خصوصي سکټور باور زیات، دوه اړخیزه سوداګري پراخه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو اقتصادي همکاریو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
ورپسې د ایران اسلامي جمهوریت د جهاد کشاورزۍ وزیر ښاغلي غلام رضا نوري قزلجه، د امارتي چارواکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه او د هېواد د سوداګرو له خوا د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې له امله د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او پخوانیو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ایران د جهاد کشاورزۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه مطرح شوې وړاندیزونه مهم او د تعقیب وړ وبلل او پر عملي او پايله ورکوونکو همکاريو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ظرفیتونو د بدلولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي قزلجه همدارنګه د ایران د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو وروستیو بدلونونو او تحوولاتو ته په اشارې وویل، چې په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، لومړنیو موادو، ودانيزو توکو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکاریو پراختیا او د افغانستان د بازار اړتیاوو پوره کولو لپاره لا زیات فرصتونه برابر شوي دي.
نوموړي همدارنګه د ایران په سوداګریزو بندرونو، ګمرکي چارو او بانکي تعاملاتو کې د رامنځته شویو نویو اسانتیاوو یادونه وکړه او د افغانستان د خصوصي سکټور پر استفادې یې له موجودو فرصتونو څخه ټینګار وکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت د جهاد کشاورزۍ وزیر همدارنګه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د یوه ځانګړي سوداګریز کمېسیون د رامنځته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه کمېسیون به د دواړو هېوادونو د متخصصینو او کارپوهانو په ګډون د سوداګرۍ او پانګونې توافقاتو او هوکړو د منظم تعقیب زمینه برابره کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دغه میکانیزم په رامنځته کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ توافق شوي موضوعات د خبرو اترو او تفاهم له مرحلې څخه وړاندې ولاړ شي، په مشخصو عملیاتي او اجرائیوي پروګرامونو به بدل شي او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا بهیر به لا چټک شي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده، د کرنې او کسبګرو خونو مرستیالانو او یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو هم ګډون کړی و.
د ایران اسلامي جمهوریت له لوري، د دغه هېواد د جهاد کشاورزۍ وزارت اقتصادي مرستیال ښاغلي اکبر فتحي، د جهاد کشاورزۍ وزارت د نړیوالو چارو عمومي رئیس حسن مؤمني، د ایران د کرنیزو څېړنو، زده‌کړو او ترویج سازمان رئیس غلام رضا ګل‌محمدي او د ایران د جهاد کشاورزۍ وزارت د عامه اړیکو رئیس سید سجاد حسيني په دې ناسته کې ګډون کړی و.

چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ترکیې د سونای د پانګونې، ساختماني او د انرژۍ د توليد شرکت له رئیس ښاغلي فهمي سولاک سره وکتل او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې او نظرونه شریک کړل.
د لیدنې پرمهال دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستانه اړیکو او شته اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې فرصتونه وڅېړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې یې د خصوصي سکټور پر مهم رول ټینګار وکړ.
همدارنګه د ليدنې پرمهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د یوه ګډ او دایمي سوداګریز بازار د جوړولو موضوع هم وڅېړل شوه. دغه بازار کولای شي د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګه‌والو د دوامدار حضور، د محصولاتو معرفي او عرضې، د سوداګریزو اړیکو د شبکو پراختیا او د افغانستان او ترکیې د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو لپاره یو مناسب بستر برابر کړي.
محترم الحاج سید کریم هاشمي د دغه ډول سوداګریز بستر د احتمالي هوارېدو هرکلی وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا، د ګډو همکاریو د رامنځته کېدو ملاتړ او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لازمې زمینې برابرولو په برخه کې يې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د دا ډول ناستو او خبرو اترو پر دوام او د همکاریو لپاره د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو سره به د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتوالي، د پانګونې جذب، د ګډو همکاریو پراختیا او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوې زمینه برابره شي.

چهارشنبه، ۲۸ اسد ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د سلاکار ښاغلي الحاج مایل خیرخواه په ملتیا د کابل یو شمېر صنعتي پارکونو، په ځانګړي ډول د جمعه محمدي صنعتي پارک، باریک‌اب صنعتي پارک او په دغو پارکونو کې د تازه جوړو شوو یو شمېر فابریکو لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د صنعتي پارکونو د اوسني وضعیت ارزونه، په کې د نوو پانګونو د بهیر څېړنه، د برېښنا، ځمکې، زیربنایي او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې د پانګه‌والو اړتیاوو معلومول، د موجودو ستونزو او ننګونو تشخیصول او له یو شمېر پانګه‌والو او فابریکه لرونکو سره لیدنه وه.
د لیدنې پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د پانګه‌ والو او فابریکه‌ لرونکو ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له نږدې واورېدل او د هغوی فعالیتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د صنعتي سکټور مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، څو د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د پانګه‌‌والو او تولیدوونکو ستونزې او اړتیاوې له اړوندو ادارو سره له قانوني لارو شریکې او د حل لپاره یې لازمې هڅې وکړي.
نوموړي همدارنګه پانګه‌وال وهڅول، چې په هېواد کې خپلو صنعتي فعالیتونو او پانګونو ته دوام ورکړي او پراختیا ورکړي. هغه د صنعتي بنسټونو د پراختیا، د پانګونې چاپېریال ښه‌والي او د هېواد د صنعت د ودې لپاره د خصوصي سکټور او دولتي ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

مقالات دیگر...