د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم نندارتون په څنډه کې د دولت او خصوصي سکټور فورم جوړ شو.

شنبه، د تلې ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د دولت او خصوصي سکټور فورم (B2G) د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري ادارو استازو او په نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو د خصوصي سکټور او شرکتونو د استازو په حضور کې جوړ شو.
په دې فورم کې د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان بانک او د افغانستان برېښنا شرکت استازو، د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو او د ایران اسلامي جمهوریت، ازبېکستان، ترکمنستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو له سوداګریزو پلاوو سره ګډون درلود.
په دې ناسته کې ګډونوالو د پانګونې د فرصتونو، د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو، پانګوالو ته د دولتي اسانتیاوو او خدمتونو، او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا د لارو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو پلاوو د ګډون هرکلی وکړ او د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د مستقیمو اړیکو په رامنځته کولو کې یې د دا ډول ناستو پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي د کرنې او مالدارۍ، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونه تشریح کړل او د ګډون کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، ازبېکستان او ترکمنستان، د شرکتونو استازي او پانګوال یې د پانګونې د فرصتونو ارزونې او د ګډو همکاریو رامنځته کولو ته راوبلل.
ښاغلي سلیمان‌خېل زیاته کړه، چې ګډه پانګونه، له شته ظرفیتونو څخه ګټه اخېستنه او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا کولای شي د سوداګرۍ د زیاتوالي، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د دولتي ادارو استازو هم په دې فورم کې د خصوصي سکټور او پانګوالو لپاره د شته اسانتیاوو، خدمتونو او ملاتړ کوونکو میکانیزمونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې د پانګونې د پراختیا لپاره له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخېستنې ټینګار وکړ.
دغه فورم د نندارتون د B2B ناستو او تخصصي غونډو ترڅنګ د دولتي ادارو، سوداګرو، شرکتونو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ د مستقیمو خبرو زمینه برابره کړه. تمه ده، چې دا ناسته د نویو فرصتونو په پېژندلو، د ګډو همکاریو په رامنځته کولو او د سوداګریزو او د پانګونې برخو هوکړو په لاسلیک کې اغېزناک رول ولوبوي.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د تلې له ۱۵مې نېټې څخه په کابل کې پیل شوی او شپږ ورځې به دوام وکړي.