سې‌شنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۵
 
د بېلابېلو سکټورونو د تخصصي کمېټو د رامنځته کېدو او فعالیتونو پر دوام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غالیو او لاسي صنایعو تخصصي کمېټه د یوې ناستې په ترڅ کې د خونې په مرکزي دفتر کې تاسيس او د رئیس په شمول يې ټول غړي معرفي شول.
دغه ناسته د خونې د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي او د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد په مشرۍ د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د رئیس او غړو او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
د خونې مرستیالانو د افغانستان د غالیو صنعت مهم اقتصادي او صادراتي موقعیت ته په اشارې د کمېټې له رئیس او غړو څخه وغوښتل، چې پر تولید، اوبدلو، بازارموندنې، د صادراتو پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې عملي پروګرامونه او اغېزناکې لارې چارې پلې کړي. هغوی همدارنګه د غالیو صنعتکارانو، تولیدوونکو او صادروونکو ترمنځ پر لا زیات انسجام، همغږۍ او د منظمو ناستو او ساحوي فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د غالیو او لاسي صنایعو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي غلام‌ سخي ترکمن د خونې د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د کمېټې غړو او د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې په همکارۍ به د تولید او اوبدلو د پیاوړتیا، د صادراتو زیاتوالي، په نړیواله کچه د بازارموندنې پراختیا او د دې سکټور د ستونزو حل په موخه به دوامداره هڅې وکړي.
په پای کې د کمېټې عملي فعالیتونو پر پیل او د خونې، د غالیو صنعت د فعالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وشو.

سې‌شنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۵
 
د کندهار یو شمېر سوداګرو او د توکو صادرونکو، د دغه ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیال په سرپرستۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمی سره وليدل او د صادراتو په برخه کې یې خپلې ستونزې او ننګونې ورسره مطرح کړې.
په دې لیدنه کې د صادرونکو عمده ستونزې د هوايي کارګو د ظرفیت محدودیت او لوړې بیې، د ځمکني ترانزیټ ستونزې، د مبدأ سند د صدور او منل کېدو ستونزې، د ځینو اداري پروسو مرکزي کېدل، د مالیاتي بررسۍ او جوازونو د تجدید پروسو اوږدېدل، د هند سوداګریزو ویزو ستونزې او د صادراتي جوپو لپاره د مناسبې بیمې او د زیانونو د جبران میکانیزم نشتوالی وبلل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د صادرونکو ستونزې واورېدې او د هغو موضوعاتو په اړه يې، چې د اتاق له صلاحیت سره تړاو لري، اړوندو مسئولینو ته د لازمې همکارۍ او تعقیب لارښوونه وکړه.
د دې لپاره، چې د مطرح شویو ستونزو یوه مهمه برخه له بېلابېلو امارتي ادارو او وزارتونو سره تړاو لري، اتاق د اړوندو ادارو مسئولینو او له کندهار څخه د بېلابېلو توکو صادرونکو د استازو په ګډون د یوې ګډې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی، څو ستونزې په مستقیم ډول وڅېړل شي او د حل لپاره یې عملي لارې چارې وموندل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو د ودې، د سوداګریزو چارو اسانول او د صادرونکو د ستونزو د حل ملاتړ د خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼي.

چهارشنبه، د وږي ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د افغانستان او د روسیې د داغستان جمهوریت د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریز تواصل (B2B) ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په موخه د ۱۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ټوله‌يیز ارزښت څلور هوکړې لاسلیک شوې.
په دې ناسته کې د داغستان ۱۵ او د افغانستان ۴۵ شرکتونو، چې په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو سکتورونو کې فعالیت کوي، د سوداګرو او د خصوصي سکټور د استازو ترڅنګ ګډون کړی و.
په مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب‌الله عمر، د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد، خدماتي مرستیال الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د مدیره پلاوي غړو الحاج یحیی پشتون او قاري صاحب شکرالله عالمي، د خونې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي زین‌الله حسني، او ګڼ شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب‌الله عمر په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان او داغستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او دا ډول ناستې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه برابروي.
نوموړي د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول کرنې، کان‌کېندنې، تولید، د خوراکي توکو پروسس، انرجۍ، ټرانسپورټ، ساختماني چارو او خدماتو کې شته ظرفیتونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه، چې د داغستان له ورته اقتصادي ظرفیتونو سره د افغانستان د خصوصي سکټور د ظرفیتونو نښلول کولای شي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، ګډو پانګونو او ګډو تولیدي پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
الحاج عمر زیاته کړه، چې د افغانستان خصوصي سکټور لېوالتیا لري، څو له داغستان سره سوداګریزې اړیکې له محدودو توکو او انفرادي معاملاتو څخه د پراخو او دوامدارو اقتصادي همکاریو تر کچې ورسوي. نوموړي د سوداګریزو پلاوو د متقابل تګ راتګ، د ګډو نندارتونونو او اقتصادي ناستو د جوړولو، د بازارونو په اړه د معلوماتو د تبادلې، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو د فرصتونو معرفي کولو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د داغستان سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي. نوموړي همداراز وویل، چې افغان سوداګر او پانګوال د داغستان په بازار کې شته د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو ته لېوالتیا لري.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي او تولیدي پروژو د پلي کېدو په برخه کې هر ډول لازمې همکارۍ ته چمتوو ده.
په ورته وخت کې، د داغستان د سوداګرۍ خونې مرستیال ارسلان غمزه‌دوف د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې وستایلې. نوموړي وویل، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د زیاتېدو په پایله کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.
غمزه‌دوف د افغانستان او د روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې لوجيسټیکي موضوعات مهم وبلل او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې د موجودو لوجيسټیکي ستونزو د حل او د ټرانسپورټي او سوداګریزو اسانتیاوو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې، د افغان او داغستاني سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ترسره شوو B2B بحثونو او مذاکراتو په پایله کې څلور سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې، چې ټوله‌يیز ارزښت یې ۱۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تمه لري، چې د دغو هوکړو عملي کېدل به د افغانستان او د روسیې داغستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

یکشنبه، د وږي ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې دیارلسمه فوق‌العاده ناسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اجرائیه کمېټې غړو او د خونې مرستيالانو، چې له ډلې یې ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي او ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل په انلاین بڼه، ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، ښاغلي مجیب‌الرحمن شیرزاد او د دارالانشاء رئیس محترم الحاج ذبیح‌الله عمرخېل حضوري ګډون درلود.
په ناسته کې د خونې مهمو کاري، اداري او اجرائیوي موضوعاتو، د روانو فعالیتونو او پروګرامونو د پرمختګ او خصوصي سکټور ته د خدمتونو وړاندې کولو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون کاري راپور او د چارو پرمختګ په اړه يې معلومات وړاندې شول او په اغېزناکه توګه یې د چارو پرمخ وړلو لپاره لازمې لارښوونې وشوې.
په پای کې د اجرائیه کمېټې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او لارښوونې صادرې شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاويو ترمنځ په ترکیې کې دوستانه او رغنده ناسته ترسره شوه، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د پانګونې نویو فرصتونو رامنځته کول یې د بحث اساسي محورونه وو.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي يې هم ملتيا کوله.
ښاغلي سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ته په اشارې د عملي همکاریو پر پراختیا، د دواړو خونو ترمنځ د بنسټیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او ترکیې د سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ترمنځ د مستقیمو او دوامدارو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، چې ترکیه د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو شریکانو ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا لپاره شته ظرفیتونه د اوسنیو راکړو ورکړو له کچې ډېر لوړ دي. ښاغلي هاشمي همدارنګه د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ، د ګډو پانګونو پر پراختیا او ترکي پانګوالو ته په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو پر معرفي کولو هم ټينګار وکړ.
د لیدنې په یوه بله برخه کې په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، شرکتونو او تولیدوونکو پر حضور هم بحث وشو. دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د سوداګرو د تګ راتګ زیاتوالی او په نندارتونونو يې ګډون کولای شي د بازارونو د لا ښه پېژندنې او د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي ته په افغانستان کې د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه، چې دغه بلنه د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه له لوري ومنل شوه.
همدارنګه د بحث په نتيجه کې د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه د دواړو خونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک د طرحې او لاسلیک وړاندیز هم وکړ. دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د یوه منظم او دوامدار چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د تعامل زیاتوالي لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
د ناستې په وروستۍ برخه کې ښاغلي فیض احمد خوافي د افغانستان او ترکیې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو او پانګونو لپاره د زمینه‌سازۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګرو تګ راتګ زیاتوالی او د سوداګریزو پلاوو تبادله د اقتصادي اړیکو د پراختیا له اغېزناکو لاملونو وبلل.
دغه لیدنه په دوستانه فضا او د استانبول د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي په تود هرکلي سره ترسره شوه. دواړو لورو د اړیکو پر دوام، د همکاریو د هوکړه‌لیک موضوع پر تعقیب، د سوداګرو د تګ راتګ پر زیاتوالي، په نندارتونونو کې پر ګډون او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ټولو محترمو صادرونکو ته خبر ورکول کېږي، چې کام ایر هوايي شرکت (Kam Air) د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر له ۶مې نېټې، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې له ۱۵مې نېټې سره سمون لري، هندوستان ته د تازه او وچو مېوو د هوايي کارګو صادراتو لپاره ځانګړی تخفیف او مناسب نرخ په پام کې نیولی دی.
ځانګړی صادراتي نرخ:
په هر کیلوګرام ۱.۵ امریکايي ډالر
دغه اقدام د صادراتو د اسانتیا، صادرونکو ملاتړ او د هندوستان په بازار کې د افغانستان محصولاتو د حضور پراختیا په موخه کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه (ACCI) د کام ایر هوايي شرکت له محترم مشرتابه څخه د دغه ځانګړي تخفیف په پام کې نیولو او د هېواد د صادراتو بهیر اسانولو په برخه کې د همکارۍ له امله صمیمانه مننه او قدرداني کوي.
له صادراتو ملاتړ؛ د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا.

مقالات دیگر...