د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي په جاکارتا کې د اسلامي امارت له سفیر سره ولیدل.

یکشنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رياست د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي حبیب‌الله عمر د کابل او بلخ ولايتونو د سوداګرۍ خونو د مشرتابه پلاوو، سوداګرو او پانګه‌والو په ملتیا د اندونېزیا نړیوال نندارتون په څنډه کې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له سفیر ښاغلي مولوي سعدالله بلوڅ سره وليدل.
په دې لیدنه کې د نندارتون په بهیر کې د افغان سوداګریز پلاوي د ګډون په اسانولو کې د افغانستان سفارت د همکاریو مننې ترڅنګ د افغانستان محصولاتو د معرفي کولو، هلته د کورنیو تولیداتو د نندارتون جوړولو او په افغانستان کې د پانګونې لپآره د اندونیزیایي سوداګرو د راجلبولو په موخه له شته فرصتونو پر ګټې اخېستنې ټینګار وشو.
د اسلامي امارت سفیر هم د اندونیزیا د بازار په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو سره د افغانستان د محصولاتو معرفي کولو، د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې د سفارت پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
د افغانستان سوداګریز پلاوي غړو هم د خپلو فعالیتونو او د سفر موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او په اندونیزیا کې یې د افغانستان سفارت د همکاریو او ملاتړ مننه وکړه.