د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې پلاوی د اندونيزيا په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه دې هېواد ته رسېدلی.


پنج‌شنبه، د تلې ۲۳مه، ۱۴۰۵


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوی د خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب‌الله عمر په مشرۍ د انډونیزیا پلازمېنې جاکارتا ښار ته رسېدلی، څو د دغه هېواد په نړیوال نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه له اندونیزیایي سوداګرو او پانګوالو سره لیدنې او خبرې وکړي.

د دې پلاوي په ترکيب کې ۵۰ تنه افغان سوداګر او پانګوال شامل دي. د دې سفر موخه د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او د پانګونې فرصتونو معرفي کول، د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو په اړه د معلوماتو تبادله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا لپاره د مناسبو لارو چارو موندل دي.

ټاکل شوې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوی به د دغه نندارتون په څنډه کې له اندونیزیایي سوداګرو او پانګوالو سره هم لیدنې وکړي. په دغو لیدنو کې به د خونې استازي په افغانستان کې د شته سوداګرۍ او پانګونې برخو فرصتونه، د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو ظرفیتونه او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا زمینې معرفي کړي او اندونیزیایي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او ګډ سوداګریز فعالیتونه پیل کړي.

همدارنګه دغه لیدنې کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، د سوداګریزو معلوماتو او تجربو په تبادله، د ګډو پانګونو د فرصتونو په پېژندنه او د افغان سوداګرو لپاره د نویو بازارونو په موندلو کې مهم رول ولوبوي.

د اندونیزیا په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د هېواد د خصوصي سکټور ظرفیتونو د معرفي کولو، د صادراتو پراختیا، د بهرنیو پانګونو جلب او د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.