چهارشنبه، د زمري ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې یوولسمه فوق‌العاده ناسته د خونې کورني مدیریت پر پیاوړتیا، د مشرتابه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او انسجام پر زياتوالی، د خصوصي سکټور د خدمتونو ښه والي او پراختیا پر سر د بحث سربېره د زمري ۲۴مې نېټې د افغانستان اسلامي امارت د بریا ورځې په مراسمو کې د خونې د ونډې اخېستنې لپاره د اړین چمتووالي د ارزونې په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي، د تولیداتو او کورنیو محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د سټراټيژیکو اړیکو د چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د خونې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح‌الله عمرخېل ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د کورني، مدیریتي او اجرائیوي چارو اړوند پر اتو اساسي محورونو خبرې وکړې. د کاري ظرفیت لوړول، د کورنیو چارو اصلاح او ښه‌والی، د مدیره پلاوي د مسؤلیتونو او دندو بیا کتنه او وېش، د مشرتابه شورا، اجرائیه کمېټې، مدیره پلاوي او عامل پلاوي ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د کاري او اجرائیوي پرېکړو ارزونه، د زمري ۲۴مې د افغانستان اسلامي امارت د بریا ورځې په مراسمو کې د خونې اغېزناکه ونډه، خصوصي سکټور ته د اداري او تخنیکي خدمتونو ښه‌والی او د هر ډول چلند یا اقدام پر وړاندې، چې د دغې ادارې له اصولو او مشروع ګټو سره په ټکر کې وي، د خونې د اداري موقف، اعتبار او حیثیت ساتل په دې ناسته کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د خونې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل: «زموږ مسؤلیت یوازې د ورځنیو چارو پر مخ بیولو پورې محدود نه دی؛ بلکې زموږ دنده ده، چې د سالم مدیریت، پر وخت پرېکړو، اغېزناکې همغږۍ او منظمې پلان‌جوړونې له لارې د افغانستان خصوصي سکټور د سوداګرۍ، پانګونې، تولید، کارموندنې او سالمو او دوامدارو فعالیتونو د ودې زمینه برابره کړو.»
ښاغلي هاشمي د زمري د ۲۴مې مراسمو په اړه، چې د اسلامي امارت د بریا ورځ ده، د خونې او خصوصي سکټور هر اړخیز چمتووالي ته په اشارې وویل، چې د خونې عمومي رئیس او مرستیالانو له لوري د دوی له شخصي مالي شتمنیو څخه ۴۵۰ زره افغانۍ د یادو مراسمو د چمتووالي او ترسره کولو اړوند د یوې برخې لګښتونو او اړتیاوو د تأمین لپاره ځانګړې شوي دي.
نوموړي همدارنګه د مراسمو اړوند پروګرامونو پر تنظیم، له اړوندو مسؤلینو سره پر لازمې همغږۍ، د مېلمنو پر بلنې، د خصوصي سکټور د استازو پر فعال حضور او ګډون، د پروګرام پر منظم او ترتیب، د رسنیز پوښښ پر برابرولو، د پیغامونو پر چمتوو کولو او د نورو اړینو ترتیباتو پر بشپړولو ټینګار وکړ.
ورپسې د خونې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح‌الله عمرخېل د اجرائیه کمېټې د یوولسمې فوق‌العاده ناستې اجنډا غړو ته وړاندې کړه.
وروسته د خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي د ولایتي خونو د عوایدو او لګښتونو راپور د ناستې غړو ته وړاندې کړ. همدارنګه د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني د عامل پلاوي د فعالیتونو او ترسره شوو اجرااتو راپور وړاندې کړ.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د اجرائیه کمېټې غړو د خونې د فعالیتونو د پرمخ‌بیولو په برخه کې د مدیره پلاوي د فعالې ونډې، د زمري په ۲۴مه د افغانستان اسلامي امارت د بریا ورځې د مراسمو ترسره کولو څرنګوالي، د تشکیلاتي جوړښت او د کارکوونکو شمېر، د ولایتي دفترونو د عوایدو او لګښتونو، د عامل پلاوي د وړاندیزونو او نورو مهمو اداري او اجرائیوي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او نظرونه شریک کړل.
د مطرح شوو موضوعاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د خونې اړوند کورنۍ همغږۍ د پیاوړتیا، د خدمتونو کیفیت او اغېزناکتیا د لوړولو، د اداري پروسو د ښه‌والي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پروګرامونو او فعالیتونو د لا ښه پرمخ بیولو په موخه لازمې پرېکړې وشوې.

سې‌شنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
په هرات کې د سمنټو د تولید یوې فابریکې د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي له لوري د کابینې د یو شمېر غړو، دولتي مسؤلینو، سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه فابریکه د خونې د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي له لوري د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې جوړېږي او له بشپړېدو او ګټې اخېستنې وروسته به د ورځې د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. د دې پروژې پلي کېدل د هېواد د تولیدي ظرفیت د لوړولو، د بنسټیز صنعت د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د سمنټو وارداتو ته د اړتیا کمولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې په تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونه د هېواد اقتصادي ودې له اساسي محرکونو څخه وبلله او د پانګوالو پر ملاتړ، د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا او د سترو صنعتي پروژو د پلي کېدو لپاره يې د مناسبو زمینو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او په صنعتي برخه کې یې سترې پانګونې د هېواد د اقتصاد له اساسي اړتیاوو څخه وبللې. نوموړي د خصوصي سکټور د لا ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د پانګونې چاپېریال پر لا ښه‌والي ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي د دې پروژې پیل د هرات صنعتي بنسټ د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګام وباله او د پانګوالو پر ملاتړ او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره یې د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د دې فابریکې و ودانيزو چارو له بشپړېدو او د فعالیت له پیل سره به د کورني بازار د سمنټو یوه برخه اړتیا د کورني تولید له لارې پوره شي او د مستقیمو او غیر مستقیمو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ودانیز صنعت د ارزښت ځنځیر د پراختیا او په هرات کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه به برابره شي.
د دې سترې صنعتي پروژې پیل د سمنټو برابرولو په برخه کې د نسبي ځان‌بساینې، د کورنیو تولیداتو د ودې او د افغانستان په اقتصاد کې د خصوصي سکټور د ونډې پیاوړتیا پر لور مهم ګام دی.

یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي غړو د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په رسمي بلنه د سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په موخه عشق‌اباد ته سفر کړی و.
د دغه پلاوي په ترکيب کې د افغانستان د خونې ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي، د پاليسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي الحاج یونس قاضي‌زاده، د هرات د نفت او ګازو اتحادیې رئیس ښاغلي ظاهرشاه توخي، د هرات د سوداګرۍ خونې د ځوانانو چارو مرستیال ښاغلي رحیمي، د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو شمېر غړي، د افغانستان یو شمېر سوداګر او په ترکمنستان کې مېشتو افغان سوداګر شامل دي.
عشق‌اباد ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو د سفر په ترڅ کې ښاغلي فیض‌احمد خوافي د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په رسمي غونډه کې د دغې خونې له مسؤلینو، ترکمن سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو سره وکتل.
د ليدنې پرمهال ښاغلي خوافي د دواړو هېوادونو تاریخي، دوستانه او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او ترکمنستان سوداګریزې اړیکې باید له عادي پېر او پلور څخه لوړې او د ګډو پانګونو، د ګډو شرکتونو جوړولو، اوږدمهالو تړونونو او عملي اقتصادي پروژو تر کچې پراخې شي.
نوموړي د نفت او ګاز، انرژۍ، صنعت، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، ټرانزیټ، لوجسټیک او زېرمه‌کولو برخې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو مهمې برخې وبللې.
ښاغلي خوافي په دې ليدنه کې په رسمي ډول د ترکمنستان ۱۰۰ سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، څو د یوه سوداګريز پلاوي په توګه افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي.
نوموړي په پای کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ او د ګډو پروژو د عملي تعقیب پر اړتیا ټینګار وکړ.

سې‌شنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي هرات ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د خونې ولایتي چارو له مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي او د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو له مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل سره یو ځای د «المدینه انصاري» د کارتن تولید له فابریکې لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د کورنیو پانګونو له ملاتړ، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د تولیدي ظرفیتونو د ارزونې او د دې فابریکې له صنعتي وړتیاوو سره د لا ډېرې بلدتیا په موخه ترسره شوه.
د «المدینه انصاري» شرکت مسؤلینو د لیدنې پر مهال وویل، چې دغه فابریکه په سیمه کې د کارتن د توليد له سترو او مجهزو تولیدي مرکزونو څخه ده، چې له معیاري ماشینونو څخه په ګټنې د بهرنیو انجنیرانو تر تخنیکي څارنې لاندې فعالیت کوي.
د فابريکې د مسؤلینو په خبره، دغه فابریکه د ورځې د ۵۰۰ زره متره مربع کارتن د تولید ظرفیت لري. د فابریکې اړین خام مواد له ایران او روسیې څخه تأمینېږي او چینايي او ایراني انجنیران یې په تخنیکي او مسلکي برخو کې فعالیت کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د «المدینه انصاري» شرکت له صنعتي فعالیتونو او د بسته‌بندۍ صنعت په پراختیا کې یې د ونډې له امله خوښي څرګنده کړه او دغه راز يې د پانګوالو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د ارزښت زیاتولو، وارداتو ته د هېواد د اړتیا کمولو او د خصوصي سکټور ودې او پراختیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د ملي او نړيوال نندارتون مرکز ترمنځ د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د د داييرولو تړون د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دغه ستر سوداګریز نندارتون د لا ښه ترسره کېدو لپاره د مناسبو زمینو برابرولو په موخه په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو.
دغه تړون د خونې د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني او د ملي او نړيوال نندارتون مرکز د اجرائیوي مسؤل ښاغلي مولا محمد پیمان له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.
د خونې د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني په دې مراسمو کې د نندارتون جوړولو لپاره د ګومارل شوو کمېټو د هڅو او د نندارتون له مرکز څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون یې د هېواد اقتصادي، سوداګریزو او تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه، چې خونه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د کورنیو تولیداتو معرفي کولو او د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو په برخه کې د دغه مهم نندارتون د اهمیت له مخې، په تړون کې به د شو ژمنو عملي کولو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په همدې حال کې د نندارتون د مرکز رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي د دغه مرکز شته ظرفیتونو او امکاناتو ته په اشارې سره د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون پر ملي او نړیوال اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، چې د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون په تېرو دورو کې توانېدلی، چې د هېواد د سوداګریزو نندارتونونو په منځ کې ځانګړی ځای خپل کړي او د افغانستان په کچه پر یوه پېژندل شوي نندارتوني برانډ بدل شي.
ښاغلي لطیفي همدارنګه وړاندیز وکړ، چې د ګډو همکاریو د دوام او بنسټیزولو لپاره دې د خونې او د نندارتون مرکز ترمنځ د دوامدارې همکارۍ یو چوکاټ رامنځته او د دواړو ادارو ترمنځ دې د دایمي همکاریو تړون هم لاسلیک شي.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو په تړون کې د نندارتون ترسره کولو، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو، سوداګرو، تولیدوونکو او پانګوالو د جذب او ګډون، د هېواد د محصولاتو او اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کولو په برخو کې د دواړو ادارو د همکارۍ او همغږۍ زمینې شاملې دي.
همدارنګه د خونې د سټراټيژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د مراسمو په پای کې د امام ابوحنیفه (رح) پنځم نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره پر دقیق او مسلکي پلان جوړونې ټینګار وکړ.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې د دغه نندارتون لپاره دې د بازارموندنې او تبلیغاتو جامع پلان جوړ او د نندارتون د معرفي او بازارموندنې، د ګډونوالو د جذب او د کورنیو او بهرنیو لیدوونکو د جلب ټول فعالیتونه دې د یوه منظم او هدفمند پلان له مخې وشي.
د دواړو ادارو مسؤلینو په دې مراسمو کې تخصصي او سوداګریز نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د بازارونو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو اسانولو، د پانګونې جذب او د نویو اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو لپاره اغېزناک وسایل وبلل او د اغېزناکو او معیاري سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم د دیپارټمنټونو امرینو او د نندارتون جوړولو په کمېټو کې ګومارل شوو کارکوونکو هم ګډون کړی و.

دوشنبه، د زمري ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
په ترکمنستان کې د افغانستان د سوداګریز پلاوي د سفر په ترڅ کې د زمري په ۱۶مه د جمعې ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه غړو په عشق‌اباد کې د افغانستان د سفارت له سرپرست ښاغلي فضل‌محمد صابر او اقتصادي اتشه ښاغلي سید هارون سره وکتل.
په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د افغان اقتصادي فعالانو د ملاتړ، د ټرانزیټي چارو د اسانتیا، ټرانسپورټ او لوجستیک، د ګمرکي تعاملاتو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي فیض‌احمد خوافي د خپلې وینا په پیل کې وویل، چې افغانستان اوس د ثبات، بیارغونې، اقتصادي پراختیا او د پانګونې د جذب نوي پړاو ته داخل شوی او په بېلابېلو برخو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پام وړ فرصتونه برابر شوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان نن تر بل هر وخت لویو، دوامدارو او تولیدي پانګونو اړتیا لري او د هېواد خصوصي سکټور چمتو دی، چې له سیمه‌ییزو او نړیوالو پانګوالو سره په ګډه؛ ګډې اقتصادي پروژې عملي کړي.
ښاغلي خوافي د وروستیو کلونو اقتصادي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، چې په بېلابېلو برخو کې د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو د پلي کېدو او پلان جوړونې بهیر روان دی او په هېواد کې د پانګونو او اقتصادي پروژو کچه له ۲۰ میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده.
نوموړي د برېښنا او انرژۍ توليد په برخه په افغانستان کې پانگونه له مهمو فرصتونو وبلله او زیاته یې کړه، چې د برېښنا د تولید او لېږد پراختیا کولای شي په ټول هېواد کې د صنعت د ودې، د فابریکو جوړېدو، د کاري فرصتونو زیاتېدو او اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي خوافي د ټاپي ستره پروژه د سیمې له مهمو پروژو وبلله او ویې ویل، چې افغانستان لېوال دی د دې پروژې د عملي چارو بهیر لا چټک شي او د افغانستان اړوند برخې یې د ټاکل شوي پلان له مخې بشپړې شي.
نوموړي د صنعت په برخه کې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د فابریکو جوړولو او پراختیا بهیر په پام وړ ډول زیات شوی دی او په خبره يې، اوس مهال هره میاشت د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا له ۷۰ تر ۱۰۰ پورې نوې فابریکې او تولیدي واحدونه پرانېستل کېږي او خپل فعالیتونه پیلوي، چې دا بهیر د پانګونې پراختیا، د کورنیو تولیداتو د ودې او د صنعت پراختیا ښکارندویي کوي.
ښاغلي خوافي ټینګار وکړ، چې د افغانستان خصوصي سکټور چمتو دی د پروژو په معرفي کولو، د پانګونې فرصتونو په پېژندلو، د اقتصادي مشارکتونو په رامنځته کولو او د بهرنیو پانګوالو او افغان سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو په برابرولو کې همکاري وکړي.
نوموړي په ترکمنستان کې د افغانستان له سفارت څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان اقتصادي فرصتونو په معرفي کولو، د ترکمنستان د پانګوالو په هڅولو، د دواړو هېوادونو اړوند شرکتونو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو او د سوداګریزو پلاوو د سفرونو په اسانولو کې لا فعاله ونډه واخلي.

مقالات دیگر...