سې‌شنبه، د زمري ۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغان – اوزبېک سوداګریز فورم، چې د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بې‌سارې او تاریخي اقتصادي ناسته وه، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې ترسره شو او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۲۲ سوداګریزو هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو سره په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په دې مهم اقتصادي فورم کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اوزبېکستان د ټرانسپورټ او کانونو وزیرانو، د فرغانې ولایت والي، له اوزبېکستان څخه د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او پانګوالو، د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ خونو د مشرتابه غړو او له افغانستان څخه د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس محترم الحاج سید کریم هاشمي په خپلې وینا کې میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ستر اقتصادي فورم پر ارزښت يې خبرې وکړې. نوموړي دغه فورم د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په تاریخ کې یو مهم پړاو وباله او ویې ویل: "دا فورم یوازې یوه سوداګریزه ناسته نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه ده، چې غواړي اقتصادي همکارۍ پراخې او د خپلو ملتونو لپاره لا هوسا او سوکاله راتلونکی رامنځته کړي. دا ناسته د متقابل باور او د سټراټیژیکو اړیکو د پراختیا لپاره زموږ د جدي هوډ څرګندونه کوي."
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو د مشرتابه دوامدار ملاتړ، چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې کړی، مننه وکړه او د سیمې د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره یې د دغو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دغه فورم اهمیت د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ کلنی سوداګریز حجم به د ۵ مېلیارده ډالرو ټاکل شوي هدف ته ورسېږي. نوموړي همدارنګه د سیمه‌ییزو سوداګریزو دهلېزونو ترڅنګ د ټرانزیټي بهیرونو د اسانتیا او لوجسټیکي زیربناوو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اوزبېکستان لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف د یاد فورم جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د اوزبېکستان سوداګر او پانګوال یې وهڅول، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي. نوموړي د لوجستیکي مرکزونو د جوړولو، د ترجیحي تعرفو د کمولو او د انرژۍ، کرنې او په نورو اقتصادي برخو کې د پانګونې پروګرامونو یادونه وکړه او د افغانستان د پنبې په سکټور کې د پانګونې او هر کال یې د ۱۰۰ زره ټنه پنبې د پېرلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اوزبېکستان د فرغانې ولایت والي ښاغلي خیرالله بازاروف د فرغانې ولایت د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
په دې سوداګریز فورم کې پر یادو ویناوالو سربېره د افغانستان له لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو، د مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو او د اوزبېکستان له لوري د ټرانسپورټ او کانونو وزیرانو، د تاشکند ولایت د والي مرستیال، په کابل کې د اوزبېکستان سفیر، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس او د ياد هېواد نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او د پلاوي غړو هم ګډون کړی و.

دوشنبه، د زمري ۵مه، ۱۴۰۵
 
د وچې مېوې د صادروونکو د اتحادیې محترم رئيس ښاغلي حاجي قاسم امرخېل د خونې په مرکزي دفتر کې د مدیره پلاوي له رئيس او مرستیالانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د وچې مېوې د صادروونکو پر ستونزو، د حل پر لارو چارو او د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې د پرتو وړاندیزونو په اړه خبرې وشوې. د خونې مشرتابه پلاوي د ستونزو د حل، د ویزو په چمتو کولو او د وچې مېوې د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په لاره کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د شته ستونزو د حل په موخه به د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره عملي ګامونه پورته کړي.

یکشنبه، د زمري ۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اوزبيکستان لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف سره، چې د خپل هېواد د دولتي او خصوصي سکټور د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لیدنه او خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي کابل ته د اوزبيکستان د لومړي وزیر د مرستیال او ورسره مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د اوزبيکستان د ولسمشر او د دولت مشرتابه د هغه ملاتړ مننه او قدرداني يې وکړه، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په برخه کې یې کړي دي. نوموړي اوزبيکستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه وباله.
د خونې عمومي رئیس وویل، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د پلاوو هغه سفرونه، چې تر اوسه تاشکند، سرخان دریا، نمنګان، فرغانې او همدارنګه کابل، بلخ، بامیان، هرات او ننګرهار ته ترسره شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د کچې په لوړولو کې اغېزناک بلل شوي دي. هغه همدارنګه د افغانستان صادراتي توکو لپاره د ترجیحي تعرفو د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه يې د اوزبیکستان اقدامات مهم او اغېزناک وبلل.
د اوزبیکستان لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور تود هرکلي مننه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي هڅې یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي په برخه کې اغېزناکې او د ستاینې وړ وبللې.
ښاغلي خواجه‌یوف وویل، د تېر کال پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتی او زیاته یې کړه، چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ پنځو میلیاردو ډالرو ټاکل شوي هدف ته د رسېدو په حال کې دي. هغه همدارنګه وویل، چې د افغانستان پر صادراتي توکو تر ۵۰ سلنې د ترجیحي تعرفو کمولو لپاره عملي کار روان دی، څو په سوداګریزو راکړو ورکړو کې زیاتوالی راشي.
د غونډې په بله برخه کې د دواړو لورو د پلاوو غړو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او شته ستونزې مطرح کړې، چې د اړوندو مسئولینو له لوري پرې بحث وشو او لازم ځوابونه ورکړل شول.
په دې لیدنه کې د افغانستان له لوري د پانگونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د ټولنیزو او فرهنگي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس الحاج احمد نبي زاده، الحاج عتیق الله مؤمن‌زاده، الحاج محمود جان قادري، الحاج یونس قاضي‌زاده، الحاج عبدالظاهر خان اڅکزي برکت، الحاج نجابت حیدري، د مدیره پلاوي غړی الحاج مایل خیرخواه او ملي سوداګر الحاج عبیدالله هوتک او د اوزبیکستان له لوري د ټرانسپورټ وزیر او مرستیال، د تاشکند والي، په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس او د هغه هېواد نور لوړپوړي دولتي او خصوصي سکټور مسئولینو ګډون درلود.

دوشنبه، د زمري ۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه غړو: د پانگونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزی او د سټراټيژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد په یوه ناسته کې د کابل ښار د تېلو ټانک‌لرونکو صنف له رئیس ښاغلي الله محمد احمدزي، د دې صنف له غړو او په یو شمېر ولایتونو کې د تېلو له ټانک‌لرونکو سره د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې ښاغلي عظیمي د کابل ښار د تېلو ټانک‌لرونکو صنف غړو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یې د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله. نوموړي د تېرې اوونۍ هغو ناستو ته هم اشاره وکړه، چې د خونې مشرتابه د ټانک‌لرونکو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو حکومتي مسئولینو سره کړې وې.
وروسته ښاغلي الله محمد احمدزي د کابل ښار د تېلو ټانک‌لرونکو ستونزې مطرح کړې. نوموړي وویل، چې د تېلو ټانکونو د لوړو کرایو له امله، چې له ۸۰ سلنې څخه زیات یې په دولتي ځمکو کې موقعیت لري او همدارنګه د احتکار د مخنیوي او د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول کمېسیون له لوري د بازار د ریښتینې وضعیت له پام پرته د نفتي توکو د بیو لوړول او ټیټول ټانک‌لرونکو ته زیان رسوي. هغه زیاته کړه کله، چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتي توکو بیې راټیټې شي، کمېسیون سم‌لاسي بیې راکموي؛ خو کله چې نړیوالې بیې لوړې شي کمېسیون له څو ورځو تر یوې اوونۍ وروسته ناسته کوي او نوې بیې ټاکي، چې دا چاره د ټانک‌لرونکو د مالي زیان سبب ګرځي.
د کابل ښار د تېلو ټانک لرونکو صنف مرستیال ښاغلي حاجي محمد یوسف، انجنیر محمد امین او د ټولنې نورو غړو هم د ښاغلي احمدزي د څرګندونو ملاتړ وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د کمېسیون له لوري ټاکل شوې بیې لږ تر لږه د یوې اوونۍ لپاره ثابتې وساتل شي.
د کابل ښار د ټانک‌لرونکو ټولنې غړو د خونې له مشرتابه وغوښتل، چې د دوی د ستونزو د حل په موخه له یاد شوي کمېسیون او نورو اړوندو حکومتي ادارو سره همغږي او همکاري وکړي.
ښاغلي عظیمي د تېلو ټانک‌لرونکو د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د دوی ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې لازمې هڅې وکړي.

د ازبکستان د محصولانو دايمي نندارتون د دغه هېواد د فرغانې والي خېرالله بازاروف او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستيال ښاغلي الحاج زلګي عظمي له لوري په کابل کې پرانيستل شو.

مقالات دیگر...