د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي په باميان کې د يوه باب جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

چهارشنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس الحاج سید کريم هاشمي باميان ته يوه پلاوي په مشرۍ د سفر په ترڅ کې، د باميان ښار اړوند په (قريه اخر) کې د يوه جامع جومات د بنسټ ډبره هم کېښوده.
ټاکل شوې د حضرت بلال په نوم دغه جامع جومات په ۲ جرېبه ځمکه کې جوړ او په يوه وخت کې به د شاوخوا ۴سوه لمونځ کوونکو د ځايولو ظرفيت ولري.
د اټکل له مخې به د حضرت بلال جامع جومات پر جوړولو له ۱۰ تر ۱۵ ميليون افغانۍ ولګول شي او د لمونځ کوونکو لپاره په کې هر ډول اسانتياوې په پام کې نيول شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس الحاج سيد کريم هاشمي د ياد جامع جومات جوړېدل د باميان ښار د (قريه اخر) کلي اوسېدونکو لپاره مهم وباله او زیاته يې کړه، چې د چارو له بشپړېدو سره به يې ځايي اوسېدونکو ته په ډاډ زړه او مناسب ځای کې د عبادت کولو زمينه برابره شي.
د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د کورنيو توليداتو د ملاتړ مرستيال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مديره پلاوي غړو الحاج خالد مجيد، الحاج ګل‌مير اميني، الحاج حميدالله حبيبي او هېواد باز هم د خونې عمومي رئیس ملتيا کوله.