سې‌شنبه، د چنگاښ ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې اتمه ناسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د سوداګریزو چارو، د پانګونې، پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو، ولایتي چارو، سټراټیژیکو اړیکو، خدماتو، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیالانو، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس او د مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي د یووالي، همغږۍ، د اداري سلسلې د مراعات او متقابل درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مهم رول یې د هېواد په اقتصادي ودې، د سوداګرۍ او پانګونې بهیرونو د اسانتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې روښانه کړ.
نوموړي د خونې سټراټیژیکو موخو ته په اشارې وویل، چې دا خونه د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ د اړیکو مهم پل دی، چې د خصوصي سکټور د مشروع حقونو د دفاع، د سوداګرۍ او پانګونې د فعالیتونو همغږۍ او پیاوړتیا په برخه کې اغېزناک رول لري.
وروسته د ناستې په اجنډا کې شامل موضوعات د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس له لوري وړاندې شول او د عامل پلاوي کاري راپورونه او وړاندیزونه د مالي او اداري مرستیال له خوا مطرح او ورباندې هر اړخیز بحث وشو.
همدارنګه د خونې د تخصصي کمېټو د فعالولو او په اړوند ناستو او غونډو کې یې د رئیسانو پر ګډون بحث او د نظر تبادله وشوه. د عامل پلاوي د رئیس، مرستیالانو او د امرینو دندې او مسؤلیتونه هم وڅېړل شول او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې، د روان کال د زمري میاشتې په درېیمه د مدیره پلاوي د غونډې جوړېدو او همدارنګه د مدیره پلاوي د ریاست له خوا د نورو مطرح شویو وړاندیزونو او موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې ونیول شول.

یکشنبه، د چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو د لا ښه‌والي په موخه د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د خونې مرستیالانو ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، الحاج میراجان سلیمانخېل، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، الحاج عبدالنافع بارکزي او ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد ګډون درلود.
همدارنګه د خونې سلاکارانو، ښاغلي الحاج اذرخش حافظي، الحاج خانجان الکوزي، سید پرویز هوفیاني، احمد ضیا اڅکزي، عبدالظهور مدبر، امان‌الله غالب، ډاکټر خسرو ضیا او حاجي ضربت خان ستانکزي هم په ناسته کې برخه لرله.
په پیل کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي هاشمي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سلاکارانو د تخصصي نظرونو پر اهمیت، د خونې د ارکانو ترمنځ د سټراټيژیکې همغږۍ پر پیاوړتیا او د خصوصي سکټور ملاتړ په موخه د اغېزناکو پرېکړو پر ارزښت ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، چې د سلاکارانو له تجربو او نظرونو ګټه اخېستل د سټراټیژیکو پروګرامونو په جوړولو، د اقتصادي پالیسیو په عملي کولو او د خونې د لوړو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.
وروسته د خونې د خدمتونو کچې لوړول، د اوږدمهالو پروګرامونو پراختیا او د داخلي بهیرونو اصلاح د مهمو او سټراټيژیکو موضوعاتو په توګه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
ورپسې ښاغلو سلاکارانو او د مدیره پلاوي درنو غړو د خپلو تخصصي نظریاتو او عملي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د خونې د مقام پیاوړتیا، د خصوصي سکټور د استازي او غږ په توګه يې د رول لا غښتلتیا، د ملي او نړیوالو همکاریو د پراختیا، د قانوني او اداري خنډونو د لرې کولو او د اقتصادي فعالانو لپاره د تشویقي اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې ناسته کې د سټراټیژیکو پلانونو پر پلي کېدو، د څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا، له دولتي او خصوصي بنسټونو سره د تعامل پر پیاوړتیا او د ننګونو د ارزونې او عملي حللارو وړاندې کولو لپاره د منظمو مشورتي ناستو پر جوړولو ټینګار وشو. د دغو هڅو اساسي موخه د سوداګريز چاپېریال اسانولو، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلبول او د هېواد د اقتصادي سیالۍ د شاخصونو لوړول وبلل شول.
په دې ناسته کې د خونې عمومي رئیس له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بنسټ اېښودونکي ارواښاد عبدالمجید خان زابلي د خدمتونو او مقام درناوي په موخه دې د هېواد خصوصي سکټور له لوري ورته د عالي نښان د ورکړې وړاندیز وشي.
د ناستې په پای کې ښاغلي هاشمي د خونې سلاکارانو د فعال ګډون او ارزښتناکو نظریاتو مننه وکړه او د داخلي یووالي د پیاوړتیا، اغېزناکې پرېکړې او د سټراټیژیکو موخو د پلي کېدو لپاره یې د دغو مشورتي ناستو پر دوام او همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج ابو عبیدالله هوتک، الحاج خالد مجید، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج هېواد باز هم ګډون درلود.
ناسته د افغانستان د ملت د خیر، سولې او سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسېده.

سې‌شنبه، د چنګاښ ۲۳مه، ۱۴۰۵
د افغانستان، د روسیې د داغستان او تیومن ولایتونو او قزاقستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په ګډه (B2B) ناسته کې د څلور سوه او څلوېښت میلیون افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د روسیې د داغستان او تیومن ولایتونو او قزاقستان ګډ سوداګریز پلاوی، چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی و، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو لاسلیک کولو لپاره په ګډه (B2B) ناسته کې ګډون وکړ.
یاده (B2B) غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه، چې پکې د خونې له لوري د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبیدالله هوتک، د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د روسيې او قزاقستان د ګډ سوداګریز پلاوي له لوري د روسیې د داغستان ولایت د صادراتو رئیس، د تیومن ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال او یو شمېر روسي او قزاقي سوداګرو او پانګوالو، چې د خوراکي توکو (غوړي، چای او غلو دانو)، ساختماني موادو او فلزاتو په برخو کې فعالیت لري، هم ګډون درلود.
ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي د ګډ سوداګریز پلاوي غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ دا ډول ناستې د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د سوداګریزو فرصتونو د معرفي کولو لپاره اغېزناکې وبللې او د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یې د دولتونو او خصوصي سکټور ګډه همکاري مهمه وبلله.
د روسیې د تیومن ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي الکسیویچ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه او کارکوونکو د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې مننه وکړه او د دې سفر پایلې یې ډېرې بریالۍ وبللې. نوموړي افغان سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې روسیې ته سفر وکړي او ژمنه یې وکړه، چې هغوی به له روسي سوداګرو سره د لیدنو زمینه برابره کړي. ښاغلي الکسیویچ زیاته کړه، چې دا لیدنې به نه یوازې افغانستان ته د روسیې صادرات زیات کړي، بلکې روسیې ته به د افغاني توکو صادرات هم پراخ کړي. د هغه پر باور دا لیدنه به په راتلونکي کې د یوه ستر تاریخي اقتصادي پيوستون د پیل په توګه یاده او ونمانځل شي.
د (B2B) غونډې په پیل کې د افغان، روسي او قزاقي سوداګرو او پانګوالو ترمنځ لیدنې او خبرې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې دواړو لورو د خپلو سوداګریزو اړتیاوو، فرصتونو او ظرفیتونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
د ناستې په پای کې د افغانستان او د روسیې د داغستان، تيومن او قزاقستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ساختماني چارو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدمتونو په برخو کې د ۴۴۶ میلیون او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

شنبه، د چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
د پنج‌شنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي له غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پکتیا خونې د عامل پلاوي غړو د یاد ولایت دسوداګرو او پانګوالو ستونزې، اړتیاوې او پراختیایي لومړیتوبونه مطرح کړل، چې د نفتو عصري لابراتوار د جوړولو او د یوه سوداګریز مارکېټ د ودانولو وړاندیزونه هم پکې شامل وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د یادو وړاندیزونو د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو بهیر اسانولو او د شته خنډونو د لرې کولو لپاره به اړینه همکاري وکړي.
دغه لیدنه د پکتیا د اقتصادي او پراختیایي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

دوشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د وچې مېوې سوداګرو په غوښتنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي یک‌شنبه ماښام د خونې په عمومي ریاست کې له یادو سوداګرو سره وکتل.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او ویې ویل، چې دا خونه د لویو او کوچنیو سوداګرو او پانګوالو د خدمت مسؤلیت لري او دروازې یې د ټولو پرمخ له لویو سوداګرو نیولې تر کوچنیو دوکاندارانو پرانیستې دي.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان سرتاسري امنیت د سوداګرو او پانګوالو لپاره ستر نعمت وباله او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې سوداګرو ته ټولې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شوې، څو ټول په ګډه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکړي او د دې جګړه‌ ځپلي او اړمن ملت خدمت وکړي.
ښاغلي هاشمي وچه مېوه د هېواد له ارزښتناکو صادراتي محصولاتو څخه وبلله او د هغې د تولید او صادراتو د پراختیا لپاره یې د تولیدوونکو او صادرونکو ترمنځ نږدې همکاري اړینه وبلله. نوموړي د وچې مېوې له سوداګرو وغوښتل، چې له خپل منځه درې تنه د خونې د مدیره پلاوي غړیتوب ته معرفي کړي، څو د اصولو له مخې يې یو تن د وچې مېوې د سوداګرو او پانګوالو د استازي په توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وټاکل شي.
ورپسې ښاغلي حاجي عبدالولي، ښاغلي بارکزي او د وچې مېوې یو شمېر نورو سوداګرو په وار سره د وچې مېوې د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې د پرمختګونو په اړه مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په وروستیو میاشتو کې ډېره وچه مېوه په غوره کیفیت او له نړیوالو معیارونو سره سم بسته‌بندي او بهرنیو بازارونو ته صادره شوې ده.
هغوی د ویزو د ستونزو او له امله يې ځینو هېوادونو ته د سفر محدودیتونو او همدارنګه د افغان سوداګرو او بهرنیو پېرودونکو ترمنځ د مالي او سوداګریزو راکړو ورکړو د ستونزو په اړه خپل هر اړخیز مالومات د خونې له عمومي رئیس او مرستیالانو سره شریک کړل.
په دې ناسته کې د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زی، د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد، د مدیره پلاوي غړو الحاج سخي احمد نورزاد، الحاج نجابت حیدري، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج ذبیح الله صمیم او الحاج مطیع الله ګردېزي هم ګډون درلود.

جمعه، د چنګاښ ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
دغه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې وشوه، چې پکې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل او د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت الله صدیق‌زي د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې له غړو سره د دوی د ستونزو پر حل خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې غړو خپل نظرونه، وړاندیزونه او سپارښتنې شریکې کړې. ښاغلي حاجي نثار احمد، حاجي نصیر احمد، حاجي رحمت الله او حاجي محمد اسحاق د اتحايې په استازولۍ څرګنده کړه، چې د افغانستان د وچې مېوې سکټور نه یوازې د هېواد د مهمو صادراتي سرچینو دی بلکې د کارموندنې له سترو برخو هم شمېرل کېږي، چې زرګونو نارینه‌وو او ښځينه‌وو ته یې د کار زمینه برابره کړې. هغوی زیاته کړه، چې د افغانستان د وچې مېوې صادرونکو اتحاديې په ۲۰۲۵م کال کې مېلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي، چې دا د هېواد په اقتصاد کې د دغه سکټور مهم او اغېزناک رول څرګندوي.
د اتحاديې غړو همدارنګه د شته ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په ایران کې د جګړې له امله د افغانستان سلګونه ټنه وچه مېوه، چې ټاکل شوې وه د اروپا له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو او متحده ایالاتو ته صادره شي، له نامالوم برخلیک سره مخ شوې ده.
د خونې مرستیالانو د اتحاديې د غړو نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د هغوی ستونزې تائید کړې او د اړوندو دلایلو او تخصصي مالوماتو په وړاندې کولو سره یې د ګډونوالو قناعت او رضایت ترلاسه کړ. ښاغلي عظیمي او ښاغلي سلیمان‌خېل د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې د یو شمېر غوښتنو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې یادې غوښتنې به په اساسي او اصولي ډول تعقیب او حل شي. هغوی له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې په ګډه متحدانه عمل وکړي او د هېواد د اقتصادي او خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د ناستې په پای کې ګډونوالو د مسئولیت احساس څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د شته ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات وکړي او د هېواد د دې مهم اقتصادي سکټور د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

مقالات دیگر...