د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومی رئیس سره د کندهار خصوصي سکټور استازو او سوداګرو ليدنه.

سې‌شنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۵
 
د کندهار یو شمېر سوداګرو او د توکو صادرونکو، د دغه ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیال په سرپرستۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمی سره وليدل او د صادراتو په برخه کې یې خپلې ستونزې او ننګونې ورسره مطرح کړې.
په دې لیدنه کې د صادرونکو عمده ستونزې د هوايي کارګو د ظرفیت محدودیت او لوړې بیې، د ځمکني ترانزیټ ستونزې، د مبدأ سند د صدور او منل کېدو ستونزې، د ځینو اداري پروسو مرکزي کېدل، د مالیاتي بررسۍ او جوازونو د تجدید پروسو اوږدېدل، د هند سوداګریزو ویزو ستونزې او د صادراتي جوپو لپاره د مناسبې بیمې او د زیانونو د جبران میکانیزم نشتوالی وبلل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د صادرونکو ستونزې واورېدې او د هغو موضوعاتو په اړه يې، چې د اتاق له صلاحیت سره تړاو لري، اړوندو مسئولینو ته د لازمې همکارۍ او تعقیب لارښوونه وکړه.
د دې لپاره، چې د مطرح شویو ستونزو یوه مهمه برخه له بېلابېلو امارتي ادارو او وزارتونو سره تړاو لري، اتاق د اړوندو ادارو مسئولینو او له کندهار څخه د بېلابېلو توکو صادرونکو د استازو په ګډون د یوې ګډې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی، څو ستونزې په مستقیم ډول وڅېړل شي او د حل لپاره یې عملي لارې چارې وموندل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو د ودې، د سوداګریزو چارو اسانول او د صادرونکو د ستونزو د حل ملاتړ د خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼي.