د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکټور ترمنځ لومړنی سوداګریز فورم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډې همکارۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکيک کې ترسره شو. په دې فورم کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسانو او مرستیالانو، د قرغیزستان د سوداګرۍ وزارت معین، په بشکيک کې د اسلامي امارت سفیر، دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
 
د غونډې په پیل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس ښاغلي تیمیر سریف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغان سوداګرو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي د دواړو هېوادونو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې که څه هم نسبي وده یې کړې، خو لا هم د دواړو هېوادونو د ظرفیتونو پرتله بسنه نه کوي. هغه همدارنګه د افغانستان پر ټرانزیټي موقعیت او د کرنې، ودانیزو چارو او د تازه او وچو مېوو په برخو کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یاد فورم جوړېدل د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله او د قرغیزستان حکومت د کوربه‌توب مننه يې وکړه. نوموړي وویل افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د دغو اړیکو پراختیا به د دواړو هېوادونو او سیمه‌ییزو همکاریو په ګټه تمامه شي.
ښاغلي هاشمي د همکاریو لپاره پنځه اساسي وړاندیزونه وکړل، چې پکې د سوداګرو او پانګوالو د پلاوو تګ راتګ زیاتوالی، د ګډو نندارتونونو او اقتصادي غونډو جوړول، د ټرانزیټ او لېږد رالېږد اسانتیاوو برابرول، د ګډو پانګونو هڅونه او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره د منظم میکانېزم رامنځته کول شامل وو.
په دې فورم کې د قرغیزستان لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي عبدالشکور حقاني هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یې د سفارت له اړخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پروګرام په دویمه برخه کې د «افغانستان-قرغیزستان د سوداګرۍ ګډې خونې» د رامنځته کېدو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دې ګډې خونې موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو جلب او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو کمول دي.
د فورم په پای کې د څه باندې ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت څو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. تر ټولو ستره هوکړه د افغانستان د خوافي هولډینګ ګروپ او د قرغیزستان د تیریک تاش شرکت ترمنځ د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو په اړه وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او صنعتي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د دغه سوداګریز فورم ترسره کېدل د افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پراختیا او د راتلونکو ګډو فرصتونو رامنځته کولو لپاره د دواړو هېوادونو د قوي ارادې څرګندونه کوي.
 
یکشنبه، چنګاښ اوومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس ښاغلي دیمیر سریف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د شته ظرفیتونو او بالقوه سکټورونو د پېژندنې او اغېزناکې ګټې اخیستنې، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرو او پانګوالو د پلاوو تګ راتګ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او قرغيزستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ نږدې همکارۍ د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا، د ګډو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغان او قرغیز سوداګرو او پانګوالو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اړینې وبللې.
په دې مهمه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي فیض احمد خوافي او ښاغلي عنایت‌الله صدیق‌زي او همدارنګه د مدیره پلاوي غړو ښاغلي نجابت حیدري او ښاغلي سخي احمد نورزاد هم ګډون درلود.
 
یکشنبه، چنگاښ اومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا ادارې له ارشد سلاکار ښاغلي تارون بجاج او د هندوستان د وریجو د صادراتو عمومي اتحادیې له رئیس ښاغلي ستیش ګول سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو پر صنعت سربېره د لومړنیو توکو په برخه کې پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې افغانستان د خوراکي توکو د پروسس او بدلون موندونکو صنایعو په برخه کې د پانګونې مناسب ظرفیتونه لري او د افغانستان خصوصي سکټور لېوال دی، چې د هندي شرکتونو او پانګوالو په همکارۍ ګډې اقتصادي پروژې پلې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه د هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا له ادارې وغوښتل چې د بورې، غوړیو، وریجو او غنمو په ګډون د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې د افغانستان له خصوصي سکټور سره نږدې همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خصوصي سکټور د ګډې پانګونې لپاره بشپړ چمتووالی لري او کولای شي د پانګونې او بازار مناسب شرایط برابر کړي او یا هم هندي لوری د ټکنالوجۍ، تخنیکي پوهې، تجربې او تخصص د لېږد له لارې د دغو صنایعو په پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې د خوراکي توکو صنعت په برخه کې د ګډو فابریکو جوړېدل نه یوازې په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو د ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، بلکې د سیمې په بازارونو کې د اړتیاوو پوره کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا زمینه هم برابروي.
د هندوستان د کرنیزو او خوراکي توکو د صادراتو پراختیا ادارې ارشد سلاکار ښاغلي تارون بجاج د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي له پر سفر خوښي وښوده او د افغانستان له خصوصي سکټور سره یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان او هندوستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ یوه آنلاین سوداګریزه (B2B) ناسته وشي څو د خوراکي او کرنیزو توکو د صنعت په برخه کې د ګډې همکارۍ او پانګونې فرصتونه وڅېړل شي.
ښاغلي تارون بجاج همدارنګه وویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ به په افغانستان یا هندوستان کې یو ګډ حضوري پروګرام هم جوړ شي، څو د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال له نږدې شته فرصتونه وارزوي او د ګډو اقتصادي پروژو او نوو پانګونو د پلي کولو په اړه هوکړو ته ورسېږي.
د دې لیدنې په پای کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي سید کریم هاشمي د هڅو د ستاینې او هرکلي په موخه د هندوستان د کرنیز سکټور سوداګرو او فعالانو نوموړي ته د «د وریجو د وږي نښان» د یادګار په توګه ډالۍ کړ.
 
پنجشنبه، چنګاښ څلورمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بشکیک ته سفر وکړ او د شانګهای همکاریو سازمان په نندارتون کې، چې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی و، ګډون وکړ.
 
دې نندارتون ته د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسان او مرستیالان وربلل شوي وو او په رسمي ډول د قرغیزستان لومړي وزیر لومړي مرستیال ښاغلي دانیار امان‌ګېلدیف له لوري پرانیستل شو.
د نندارتون په څنډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو ځینو خونو له رئیسانو او استازو سره، چې پکې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د ایران اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال، د تاجیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د روسیې فدراسیون د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شامل وو، لیدنې او خبرې کړې.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او ښاغلي الحاج عنایت الله صدیقزي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج نجابت حیدري، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد او د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عزیزالله امین هم ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د قرغیزستان لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون بېلابېلې برخې ولیدې او د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو پر دوام او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار وشو.
 
شنبه، چنګاښ شپږمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د هند د اسوچم سوداګرۍ خونې (ASSOCHAM) له رئیس ښاغلي نیرمل کومار مېندا او د یادې خونې له مشرتابه غړو سره د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې غونډه کې ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان پلاوي له تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان او هند اوږدې تاریخي، دوستانه او اقتصادي اړیکې لري. نوموړي زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې د خصوصي سکټور رول تر بل هر وخت مهم دی او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ خونې کولای شي د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او دوامدارو همکاریو لپاره اغېزناکه ونډه ولوبوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس وویل چې د دې غونډې موخه یوازې تشریفاتي لیدنه نه بلکې د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د منظمې همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي. نوموړي د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو نندارتونونو او غونډو پر جوړولو، د پانګونې فرصتونو پر معرفۍ، د صادراتو او وارداتو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي همدارنګه وویل چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت، بډایه طبیعي سرچینو، ځوان بشري ځواک او د کرنې، کانونو، انرجۍ، ټرانسپورټ، لوجستیک، کورنیو تولیداتو او کوچنیو او منځنیو صنعتونو په برخو کې د پراخو ظرفیتونو له امله د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان محصولات، په ځانګړي ډول وچه مېوه، زعفران، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، طبي بوټي او لاسي صنایع، د هند په بازارونو کې د لا پراخیدو وړتیا لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د اسوچم خونې له مشرتابه، هندي سوداګرو او پانګه‌والو څخه بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه له نږدې لیدنه وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چمتو ده څو د هندي سوداګریزو پلاوو کوربه‌توب وکړي او د هغوی لپاره د افغان سوداګرو، تولیدي شرکتونو او اقتصادي بنسټونو سره د لیدنو زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د مالي لېږدونو، بانکي اړیکو، سوداګریزو ویزو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او لوجستیک په برخو کې شته ستونزو ته اشاره وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د اسوچم خونې ترمنځ د ګډې همکارۍ یو چوکاټ رامنځته شي، څو د سوداګرو ستونزې تعقیب، معلومات تبادله او ګډ پروګرامونه تنظیم شي.
ورپسې د هند د اسوچم سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي نیرمل کومار مېندا د ښاغلي سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغانستان د خصوصي سکټور د پلاوي له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغانستان او هند اړیکې څو پېړۍ لرغونی تاریخ لري او باید دا تاریخي اړیکې د نوو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له لارې لا پیاوړې شي.
نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د اسوچم خونې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیک غوښتنه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. هغه زیاته کړه چې اسوچم خونه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د اندازې د دوه برابره کولو لپاره پر بېلابېلو لارو چارو کار کوي او په دې برخه کې به له خپلو غړو سره پراخې مشورې ترسره کړي.
د اسوچم خونې رئیس همدارنګه څرګنده کړه چې د ګډې همکارۍ درې مهمې برخې کانونه، نفت او ګاز او د بورې صنعت او د خوراکي توکو پروسس دي. نوموړي ټینګار وکړ چې په راتلونکو یو یا دوو میاشتو کې به له افغان لوري سره دوه یا درې مجازي غونډې ترسره شي او وروسته به اسوچم خونه د ۱۵ تر ۲۰ تنو هندي صنعتکارانو او پانګه‌والو یو پلاوی افغانستان ته واستوي.
ښاغلي مېندا هیله وښوده چې په نږدې راتلونکي کې لږ تر لږه دوه هندي صنعتونه په افغانستان او دوه افغان صنعتونه په هند کې رامنځته شي څو د دواړو هېوادونو اقتصادي او صنعتي همکارۍ نوي پړاو ته داخلې شي.
د غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د اسوچم سوداګرۍ خونې مشرانو د سوداګرۍ، پانګونې، نوښت او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه هوکړه لیک به د افغانستان او هند ترمنځ د عملي او دوامدارو همکاریو لپاره نوی فصل پرانیزي.
 
چهارشنبه، چنگاښ درېیمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې له رئیس ښاغلي پریم جیت لال سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
د دې لیدنې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د تېرو نهو میاشتو په موده کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د خونې مشرتابه د سوداګرۍ پراختیا او د پانګونې جلب په موخه په دې موده کې له هېواد بهر له شلو زیات رسمي سفرونه کړي او په هېواد دننه او بهر یې په ګڼو اقتصادي کنفرانسونو، نندارتونونو او غونډو کې ګډون کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې خونه لېواله ده، څو د افغانستان سوداګرو او پانګوالو پلاوي د هندوستان په نړیوالو نندارتونونو او مهمو اقتصادي غونډو کې د ګډون لپاره معرفي کړي. نوموړي د هند د سوداګرۍ پراختیا ادارې څخه وغوښتل، چې د هند په نندارتونونو کې افغان سوداګرو ته د پراخ ګډون زمینه برابره کړي او د دې ادارې په همکارۍ په افغانستان کې هم ګډ دوه‌ اړخیز او څو اړخیز نندارتونونه او غونډې جوړې شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فرصتونه لا ښه معرفي شي.
د هندوستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې رئیس ښاغلي پریم جیت لال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له سفر او همدارنګه د پراګتي میدان د نندارتون مرکز له لیدنې خوښي وښوده او ویې ویل، چې په تېرو کلونو کې د هندوستان په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کم‌رنګه شوی و.
نوموړي زیاته کړه، چې د هند د سوداګرۍ پراختیا اداره چمتوو ده، څو د روان کال د نومبر په میاشت کې د هند نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې د ګډون لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته رسمي بلنه ورکړي. د هغه په وینا دغه اداره چمتوو ده، چې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ۲۰۰ کسیز پلاوي ګډون ته زمینه برابره کړي، څو د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ همکارۍ او پانګونې ته نوي فرصتونه رامنځته شي.
د دې لیدنې په پای کې ښاغلي سید کریم هاشمي د هند د پراګتي میدان د نندارتون له مرکز لیدنه وکړه. دغه مرکز د لویو او منځنیو سالونونو په لرلو سره د غونډو، نندارتونونو او نړیوالو پروګرامونو د کوربتوب وړتیا لري او په یو وخت کې د څه باندې اووه زره ګډونوالو د ځایولو ظرفیت لري. یاد مرکز د سیمې له سترو سوداګریزو او نندارتونیزو مرکزونو شمېرل کېږي.
په پای کې دواړو لورو د نندارتونیزو همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
پنجشنبه، چنګاښ څلورمه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...