د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون (FICCI) له مشرتابه سره د یاد بنسټ په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلي هارون قاضي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی محترم ګلمیر امیني او د هند د خصوصي سکټور یو شمېر غړو او استازو هم ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان پلاوي د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې له امله د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون له مشرتابه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د خبرو د فرصت برابرولو ستاینه یې وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان او هندوستان اقتصادي، سوداګریزې او پانګیزې اړیکې پراخ تاریخي او ستراتیژیک ظرفیتونه لري او هندوستان تل د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه پاتې شوی دی.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د افغانستان کرنیز محصولات په ځانګړې توګه وچه مېوه، زعفران، قیمتي ډبرې، طبي بوټي، لاسي صنایع، غالۍ او نور کورني تولیدات د هند په بازار کې ځانګړی ارزښت او اهمیت لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه څرګنده کړه چې افغانستان نن ورځ عملي همکاریو، ګډو پانګونو او دوامدارو سوداګریزو لارو ته اړتیا لري. نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له FICCI سره د ګډو نندارتونونو، B2B سوداګریزو ناستو، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو په برخو کې د نږدې همکاریو غوښتونکې ده.
ښاغلي هاشمي وویل چې افغانستان د کرنې، کانونو، انرجۍ، ټرانزیټ، صنعت، کورنیو تولیداتو، سوداګریزو خدمتونو او صادراتو محوره صنعتونو په برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري او هندي شرکتونه او پانګوال یې وهڅول چې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره په ګډو پروژو کې فعاله ونډه واخلي.
نوموړي همدارنګه د افغانستان او هندوستان د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې که دا کار په اوسني پړاو کې ممکن نه وي، لږ تر لږه دې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکټور استازو په ګډون یو ګډ اقتصادي شورا رامنځته شي څو د سوداګریزو ستونزو په حل، د پانګونې فرصتونو په پېژندنه او د سوداګریزو راکړو ورکړو په زیاتوالي کې اغېزناک رول ولوبوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې افغانستان باید یوازې د واردوونکي هېواد په توګه پاتې نه شي، بلکې د خپلو کورنیو ظرفیتونو، طبیعي سرچینو، کرنیزو تولیداتو او جغرافیایي موقعیت څخه په استفادې د متوازن او صادراتو محوره اقتصاد پر لور حرکت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې عمومي امنیت تأمین شوی او د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی. د هغه په وینا، د اسلامي امارت مشرتابه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.
ښاغلي سید کریم هاشمي همدارنګه وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له تاسیس څخه د ۹۵ کلونو په تېرېدو سره نن ورځ د دې ادارې په مشرتابه کې نوی تحول رامنځته شوی او د خونې په تاریخ کې یو نوی، پیاوړی او فعال فصل پیل شوی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یوه خپلواکه، غیرسیاسي او غیرحکومتي اداره ده چې تل د خصوصي سکټور او د هېواد د اقتصادي ګټو په چوپړ کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه چې د خونې مشرتابه د خصوصي سکټور د خدمتګار په توګه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د پانګونې د ملاتړ، د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې کاروي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه یادونه وکړه چې د خونې ټول مشرتابه غړي د مسئولیت احساس او ژمنتیا له مخې د افغانستان د اقتصادي هوساینې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره کار کوي. نوموړي د بېلابېلو هېوادونو ته د خونې د پلاوي پرله‌پسې سوداګریزو سفرونو او رسمي لیدنو ته په اشارې وویل چې دغه سفرونه د پانګونې د جلب، د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د افغانستان د شته فرصتونو د معرفي کولو او له نړیوالو سوداګرو او پانګوالو سره د همکاریو د پراخولو په موخه ترسره کېږي.
وروسته په هندوستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او د اقتصادي همکاریو، پانګونې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ.
ورپسې د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون د مدیره پلاوي غړي او د سارک خونې مرستیال ښاغلي وینود جونیجا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او د پخوانیو ګډو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان–هندوستان د ګډې سوداګرۍ خونې او د «Passage to Prosperity» (د هوساینې پر لور) پروژې د بیا فعالولو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ چې د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون چمتو دی له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ظرفیتونه ډېر پراخ دي او د سوداګرۍ کچه باید لا زیاته شي.
په دوام کې د فدراسیون هغو غړو چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې فعالیت او پانګونه کړې وه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د شته ستونزو د حل او د پانګونې له فرصتونو څخه د اغېزناکې استفادې په اړه خپلې تجربې، نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو پانګونو پر زیاتوالي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د شته اقتصادي فرصتونو پر اغېزناکژ استفادې ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، چنګاښ درېیمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ښاغلي آنند پرکاش سره وکتل او د افغانستان د خصوصي سکټور د ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
د لیدنې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د هند هېواد د حکومت له لوري د افغانستان خلکو او خصوصي سکټور سره د شوو همکاریو او مرستو ستاینه وکړه او په ځانګړې توګه یې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د سوداګریزو ویزو د بېرته صادرېدو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د هند سفیر، ښاغلي کرن یادف د هغو هڅو او همکاریو مننه وکړه چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې ترسره کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان د خصوصي سکټور شته ستونزې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره شریکې کړې او ویې ویل چې د سوداګریزو وېزو صادرول لا هم له اوږدو ځنډونو سره مخ دي چې دا چاره د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي. نوموړي د چابهار بندر اړوند ستونزې، لکه د توکو د لېږد لوړ لګښتونه، د بارونو په انتقال کې ځنډ، د کوچنیو بېړیو کمښت، د پیسو د لېږد ستونزې، د بانکونو له خوا د ځینو سوداګریزو اسنادو نه منل، له هندي شرکتونو سره د افغان سوداګرو د پانګې پاتې کېدل، د افغانستان د صادراتي کانټینرونو درېدنه او ورباندې د ډیمریج درنو لګښتونو وضع کېدل او همدارنګه افغان سوداګرو ته د سوداګریز فعالیت د جوازونو نه ورکول د مهمو ستونزو په توګه یاد کړل.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه یو شمېر ټاکلې وړاندیزونه هم وړاندې کړل چې په کې د سوداګریزو ویزو د صادرولو او تمدید لپاره د چټک او ځانګړي میکانیزم رامنځته کول، په چابهار بندر کې د لګښتونو کمول او د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي پلاوو د تبادلې لپاره د منظم پروګرام جوړول، په هند کې افغان سوداګرو ته د سوداګریزو جوازونو د ترلاسه کولو زمینه برابرول او د درېدلو کانټینرونو د ستونزو د حل لپاره د ګډ میکانیزم جوړول شامل وو. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د محصولاتو د نوم څخه د جعل او ناوړه استفادې پر وړاندې مبارزه باید داسې مدیریت شي چې د اصیلو افغان محصولاتو او سوداګرو اعتبار ته زیان ونه رسېږي.
هغه زیاته کړه چې یو شمېر افغان سوداګر له هندي شرکتونو او سوداګرو سره سوداګریزې او مالي شخړې لري چې تر اوسه نه دي حل شوي. نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د دغو سوداګرو نوملړ او د هغوی د سوداګریزو شخړو اړوند موضوعات د هند د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي او د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه ځکه د دغو ستونزو حل کول د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور په پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
ورپسې ښاغلي آنند پرکاش د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هند حکومت د افغانستان له خصوصي سکټور سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. هغه ډاډ ورکړ چې د هند حکومت به د سوداګریزو ویزو د صادرولو د بهیر د لا اسانتیا لپاره هڅې وکړي او داسې تدابیر به ونیسي چې افغان سوداګرو ته سوداګریزې ویزې په لنډ وخت کې صادرې شي.
ښاغلي آنند پرکاش همدارنګه ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا مطرح شوې ستونزې به له اړوندو هندي ادارو سره تعقیب او همغږي کړي. نوموړي د ټرانسپورټ او د توکو د لېږد په برخه کې وړاندیز وکړ چې د افغانستان خصوصي سکټور دې له کرایه شوو کارګو الوتکو څخه ګټه واخلي او زیاته یې کړه چې د هند حکومت به هڅه وکړي څو نه یوازې د ډهلي، بلکې د هند د نورو ښارونو او افغانستان ترمنځ د ورځنیو الوتنو د تنظیم لپاره لازم ملاتړ برابر کړي او د هوايي ډګرونو د لګښتونو او اړوندو اسانتیاوو په برخه کې هم همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور هم شتون درلود او د افغانستان او هند ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند حکومت ترمنځ د نږدې همکاریو پر دوام، د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته خنډونو پر له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، چنګاښ درېیمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي چې په رسمي سفر هند هېواد ته تللی، پرون د نوي ډهلي په ښار کې د همدرد له نامتو درمل جوړونې فابریکې څخه لیدنه وکړه.
 
د همدرد فابریکه چې له ۱۲۰ کلونو څخه زیاته مخینه لري شاوخوا ۲۰۰ ډوله دودیز او بوټیز درمل تولیدوي. ښاغلي هاشمي د دې لیدنې پر مهال د فابریکې له مسؤلینو سره د دوی د فعالیتونو او د تولیداتو د درملیز ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د افغانستان د طبیعي درملیزو بوټو او درملیزو منرالونو بډایه سرچینو ته په اشارې سره په هېواد کې د دودیزو او بوټیزو درملو د تولیدي صنعت پر رامنځته کولو او پانګونې ټینګار وکړ.
د همدرد درمل جوړونې فابریکې رئیس ښاغلي هاشمي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنگ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس د خدمتونو د درناوي په موخه یې نوموړي ته د فابریکې عالي نښان ډالۍ کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «پي ايچ ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PHD Chamber of Commerce and Industry) له رهبرۍ او غړو سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
یاده ناسته د «افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې د هند په نوي ډهلي ښار کې د پي ایچ ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه. په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتی نور احمد نور، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي هارون قاضي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی ښاغلي ګلمیر امینی، په هندوستان کې د افغانستان د سوداگریزې اتشې ښاغلي سید حماد هاشمي او یو شمېر افغان او هندي سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د زیاتوالي او د شته فرصتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان او هندوستان اوږدمهاله تاریخي، کلتوري او دوستانه اړیکې لري او دا اړیکې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. هغه ټینګار وکړ چې سوداگري یوازې د توکو د اخیستلو او پلورلو معنی نه لري، بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې، د خلکو د سوکالۍ او د ملتونو د نږدېوالي وسیله ده.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان یوازې د مصرف بازار نه دی، بلکې د زراعت، معادن، قالینو، لاسي صنایعو، وچه مېوه، زعفران، قیمتي ډبرو، مرمر او نورو ارزښتناکو تولیداتو په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري. همدارنګه هندوستان د صنعت، ټکنالوجۍ، درملو، ماشین‌الاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې لوی بازار او ظرفیت لري چې د دواړو هېوادونو همکاری کولای شي متوازنه او ګټوره وي.
ښاغلي هاشمي وویل چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې باید یوازې د صادراتو او وارداتو په کچه محدودې نه وي، بلکې باید د ګډو پانګونو، ګډو شرکتونو، ټکنالوجۍ لېږد، د بشري ځواک روزنې او صنعتي همکاریو پر لور پراخې شي.
هغه د ګډو ناستو، نندارتونونو او سوداګریزو پروګرامونو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول پروګرامونه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ باور زیاتوي او د همکاریو نوې لارې پرانیزي. نوموړي په پای کې هندي پانګوال افغانستان ته د پانګونې لپاره راوبلل.
هغه وویل چې په افغانستان کې عمومي امنیت تأمین شوی او د دې امنیت په رڼا کې د پانګونې فرصتونه تر پخوا ډېر برابر شوي دي او ویې ویل چې د اسلامي امارت رهبري د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او د اسانتیاوو د برابرولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
په دوام کې نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې د هېواد له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو سره بلد شي.
ورپسې په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي مفتی نور احمد نور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او ویې ویل چې سفارت تل د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره چمتو دی.
وروسته د PHD د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس ښاغلي سنتوش جوشي د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
هغه وویل چې دغه خونه د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې لکه درمل جوړونه، لوجستیک، کارګو، صنعتي تولیداتو او پانګونې کې همکارۍ ته چمتو ده.
نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د هندي سوداګرو او پانګوالو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې به د پانګونې فرصتونه وڅېړي.
په پای کې دواړو لورو د ګډو ناستو د دوام، د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، چنگاښ درېیمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا دفتر له لوري د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو او د تخصصي لیدلورو د یووالي مشورتي ناسته چې په کابل سټار هوټل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
 
ښاغلی عظیمي چې د دې پروګرام لومړنی ویناوال و، په یوه اړتیا لرونکې او د ودې په حال کې ټولنه کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې هېڅ هېواد له یوه پیاوړي، متحرک او ملاتړ شوي خصوصي سکټور پرته نه شي کولای دوامدار اقتصادي پرمختګ، د کارموندنې رامنځته کول او د ملي عوایدو زیاتوالی ترلاسه کړي.
د خونې د پانګونې مرستیال د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د پانګونې د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ورته مشورتي ناستو جوړول وستایل او د دغو ګټورو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا دفتر د نړیوالې سوداګرۍ او ګمرکونو متخصص ډاکټر سعید پرتو د یو هراړخیز پریزنټېشن له لارې د شته ننګونو، ظرفیتونو او د دې ادارې د وړاندیز شوو میکانیزمونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دغه ناسته په افغانستان کې د پانګونې د پیاوړتیا او د اقتصادي سکټور د بنسټیزې ودې لپاره د اغېزناکو لارو چارو د موندلو په موخه جوړه شوې ده چې مثبتې پایلې به ولري.
په دې ناسته کې یو شمېر پانګوالو، د اصنافو او د سوداګرۍ او کار بازار اړوندو خونو مسوولینو، د بانکونو استازو او متشبثو مېرمنو ګډون کړی و چې د ازاد بحث او جلا جلا کاري ګروپونو له لارې یې د سوداګرۍ، پراختیا او ټولنیزو اړتیاوو په برخو کې ځینې شته ستونزې مطرح کړې او خپل طرحې او وړاندیزونه یې د ناستې له جوړوونکو سره شریک کړل.
 
دوشنبه، چنګاښ اوله ، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ډهلي ښار له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلی مفتي نور احمد نور هم و.
 
د غونډې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي په هند کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د خصوصي سکټور د یوه خدمتگار په توګه، د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ خپله اساسي دنده ګڼي او د هېواد د اقتصادي فعالانو د ستونزو د حل او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دې غونډې موخه د افغان سوداګرو د سوداګرۍ، پانګونې، اقامت، اسنادو، د پیسو لېږد، صادراتو او وارداتو په برخو کې د ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو اورېدل وبلل او زیاته یې کړه چې خونه د خصوصي سکټور ستونزې او وړاندیزونه راټولوي او د رسمي مجراوو له لارې یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکوي څو ورته عملي او قانوني حللارې ولټول شي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه پر یو شمېر مهمو اصولو لکه سالمې سوداګرۍ، په معاملو کې رښتینولۍ، د کوربه هېواد د قوانینو رعایت، په اسنادو کې روڼتیا، ژمنو ته درناوي او د افغان سوداګر د اعتبار ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر افغان سوداګر له هېواده بهر د افغانستان د خلکو د عزت، باور او فرهنګ استازی دی.
نوموړي له افغان او هندي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا په افغانستان کې پانګونه کولای شي د کارموندنې، د بېوزلۍ د کمښت او اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په هند کې د مېشتو افغان سوداګرو د هڅو او رغنده رول ستاینه وکړه او د افغانستان او هند ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو په ټینګښت او پراختیا کې مهم وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د خصوصي سکټور د خدمتگار په توګه به هر وخت د افغان سوداګرو په خدمت کې وي او د هغوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو لپاره به جدي هڅې کوي.
ورپسې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان سفارت به تل د افغان اتباعو او سوداګرو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې ساتي. همدارنګه هغه په هند کې د افغانانو د سوداګریزو فعالیتونو د قانوني کولو او د نافذه قوانینو او مقرراتو د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې په هند کې مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو په وار سره خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس او په هند کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره شریک کړل او د شته ستونزو د حل او سوداګریزو فعالیتونو د لا اسانتیا لپاره یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
 
چهارشنبه، چنگاښ درېیمه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...