د فاریاب له والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه

پنجشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
د فاریاب والي ښاغلي مولوي محمد حنیف حمزه د چهارشنبې په ماسپښین د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرکزي دفتر ته تشریف راوړ او د خونې له عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي سره یې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د خونې عمومي رئیس د فاریاب والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او په فارياب کې د پانګونې د جلب لپاره د مناسبو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه ډاډ وښود، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په فاریاب کې د اقتصادي ودې او پانګونې پراختيا لپاره هر اړخيزې همکارۍ ته چمتوو ده.
د فاریاب والي هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې فعالیتونه او پروګرامونه وستايل، سوداګر او پانګوال یې د هېواد ارزښتمنه شتمني وبلله او د فاریاب د پراختیايي پروژو د پيل او په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره د پانګوالو هڅونې په برخه کې یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر دوام، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.