د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان لپاره د ایران اسلامي هېواد له سفیر ښاغلي علي‌ رضا بیکدلي، د ایران – افغانستان د ګډې خونې له رئیس ښاغلي محمود سیادت او مل پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې وکتل. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې وده او د اقتصادي راکړې ورکړې د کچې پر لوړولو بحث او د نظر تبادله وشوه.
 
د غونډې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ د افغانستان او ایران ترمنځ یې پر تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان د خپلو بډایه طبیعي سرچینو، مناسب ټرانزیټي موقعیت او پراخو پانګوالیزو فرصتونو له امله کولای شي د ایراني سوداګرو او پانګوالو لپاره د پانګونې او فعالیت مناسب فرصتونه برابر کړي.
وروسته د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، ښاغلي علي‌رضا بیکدلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پیاوړو او اوږدمهالو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د ایران اسلامي جمهوریت له لوري له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د جدي ارادې څرګندونه کوي. نوموړي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې لیدنه کې د افغانستان – ایران د ګډې خونې رئیس ښاغلي کمال‌الدین توحیدي، د خونې ارشد سلاکار ښاغلي آذرخش حافظي د ایران – افغانستان د ګډې خونې رئیس ښاغلي محمود سیادت او حسین محمدیان ـ د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنعتونو، کانونو او کرنې خونې د صادراتو د پراختیا د کمېسیون رئیس هم ویناوې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو همکاریو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې ښاغلي محمود سیادت د ایران – افغانستان د ګډې خونې رئیس د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د شته ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او د دې سفر اساسي موخه یې ایران ته د افغانستان د صادراتو پیاوړتیا وبلله. نوموړي له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو وړ ځینو مهمو سکټورونو لکه پنبه، غوښه او معدني موادو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې یاد پلاوی به د خپل اووه ورځني سفر په ترڅ کې د افغانستان د اقتصادي سکټور له استازو سره لیدنې ولري. هغه همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه وغوښتل چې د ایراني پلاوي او افغان اقتصادي فعالانو ترمنځ د خبرو او سوداګریزو غونډو د جوړېدو زمینه برابره کړي.
د غونډې په ترڅ کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ایران ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر اسانتیا او د شته اقتصادي ظرفیتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او ګډې همکارۍ یې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمې او اړینې وبللې.
په دې لیدنه کې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي حسین روستایي، د خراسان رضوي د سوداګرۍ خونې مسئول د ایران سفارت د اقتصادي چارو کارپوه ښاغلي رحیمیان، د ایران د نندارتونونو د مدیریت رئیس ښاغلي صدرزاده، د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجرائیوي رئیس ښاغلي امین صیقل‌زنان او د دواړو لورو یو شمېر مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو غړو ګډون کړی و.
 
پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د کاري اړیکو د لا همغږۍ او پیاوړتیا په موخه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې او د خصوصي سکټور د ځینو محدودو ستونزو او ننګونو د حل په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو خونو د ګډو موضوعاتو د خصوصي سکټور ملاتړ، د افغانستان د خصوصي سکټور د ستونزو او ننګونو د حل، د پانګونې د جلب، شته اقتصادي فرصتونو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني ترڅنګ د صنایعو او کانونو خونې د صنعت او کانونو مرستیالانو، د شخړو د حل د کمېسیون رئیس او د دارالانشاء رئیس هم ګډون درلود.
دواړو لورو د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا او دوام په موخه د یوې ګډې همغږۍ کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه څو د ګډو هڅو او همکاریو له لارې د خصوصي سکټور د ستونزو او ننګونو د حل د پانګونې د جلب او له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره عملي ګامونه پورته شي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو پر دوامداره همکاریو، ګډ کار او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، غبرګولی۲۰مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خونې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د روسي فدراتیف سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. ښاغلي هاشمي د دې ناستې په پیل کې د افغانستان د خصوصي سکټور په کور کې د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګوالیزو اړیکو د پراختیا، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د ګډو پانګونو د جلب او د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د لا نږدې همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې. نوموړي همدارنګه د روسیې له لوري د متخصصینو د استولو غوښتنه وکړه څو د افغانستان له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي او افغانستان ته د روسیې تخنیکي پوهه او صنعتي تجربې انتقال شي.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې د دواړو لورو د سوداګرو، پانګوالو او فعالو شرکتونو نوملړونه سره تبادله شي څو د بازار د اړتیاوو پر بنسټ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ټاکلي او عملي پروګرامونه جوړ شي.
په مقابل کې ښاغلي دیمیتري ژیرنوف څرګنده کړه چې د تېر کال په ترڅ کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ وده کړې خو دا اندازه د دواړو هېوادونو د شته ظرفیتونو لپاره بسنه نه کوي او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا شته.
نوموړي همدارنګه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر عملي ګامونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې به د خونې سره همکاري وکړي څو په افغانستان کې شته مهم پانګوالیز فرصتونه او پروژې روسي سوداګرو او پانګوالو ته ور وپېژندل شي.
د روسیې سفیر په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله.
 
سه‌شنبه، غبرګولی ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د «پیاوړی اقتصاد، پیاوړی افغانستان» تر شعار لاندې یو تخصصي اقتصادي خبرې اترې د خونې د مشرتابه، اقتصادي مخورو، د پوهنتونونو د استادانو، د سوداګرۍ متخصصینو او د هېواد د اقتصادي مشرانو په ګډون په کابل کې جوړ کړ.
 
دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د خصوصي سکټور، د پوهنتونونو د استادانو او اقتصادي مخورو ترمنځ یوه مشورتي، علمي او تخصصي فکري مرجع رامنځته شي چې د هېواد اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره مسلکي نظریات، عملي طرحې او رغنده وړاندیزونه راټول او ترې ګټه واخېستل شي.
په دې پروګرام کې ټینګار وشو چې «پیاوړی اقتصاد - پیاوړی افغانستان» یوازې یو شعار نه دی بلکې د هېواد د اقتصادي راتلونکې د جوړولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې د ودې او په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د کمولو لپاره یوه عملي لاره ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان نن تر بل هر وخت زیات د سوداګرو، پانګوالو، د پوهنتونونو د استادانو، اقتصادي متخصصینو او علمي کارپوهانو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې د پیاوړي اقتصاد د جوړولو لپاره باید د خصوصي سکټور عملي تجربه د استادانو او اقتصادي کارپوهانو له علمي پوهې او تخصص سره یوځای شي چې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره عملي، اغېزمنې او د پلي وړ حل لارې رامنځته شي.
په دې ناسته کې ګډونوالو د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي، د پانګونې د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د کارموندنې د رامنځته کولو، د خصوصي سکټور د ودې او د افغانستان د اقتصادي لارو د بیا فعالولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
همدارنګه د خبرو پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترڅنګ د یو علمي او مشورتي جوړښت پر رامنځته کولو ټینګار وشو. ګډونوالو وړاندیز وکړ چې دغه جوړښت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د علمي بورډ (یا فکري خونې) په نوم جوړ شي څو د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې چارو په برخه کې خونې ته علمي، تخنیکي او مشورتي ملاتړ برابر کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د استادانو، کارپوهانو او اقتصادي متخصصینو له نظریاتو، طرحو او وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې دغه لیدلوري به د خونې په راتلونکو پروګرامونو کې په پام کې ونیول شي او ترې به ګټه واخیستل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه باور لري چې د علمي پوهې او د خصوصي سکټور د عملي تجربې نښلول د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې، د پانګونې د جلب او د یو پیاوړي، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان پر لور د حرکت لپاره یو مهم ګام دی.
 
چهار شنبه ،غبرګولي ۲۰مه ، ۱۴۰۵ - کابل
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي او د خدماتو مرستیال ښاغلی عنایت الله صدیق‌زی، د یو کاري سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ولاړل او هلته یې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه، سوداګرو، پانګوالو او همدارنګه د یاد ولایت د نفتو او ګازو اتحادیې له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې وکړې.
 
په یادو ناستو کې د بلخ ولایت د خصوصي سکټور او د نفتو او ګازو اتحادیې پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې وڅېړل شوې. ګډونوالو د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د چاپېریال د ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور ترمنځ یې پر نږدې همغږۍ او همکاریو ټینګار وکړ.
ښاغلي خوافي د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه او د نفتو او ګازو اتحادیې له مسؤلینو سره په جلا جلا ناستو کې د بلخ خونې د اغېزمنو خدمتونو او په دې ولایت کې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو رول وستایه. نوموړي د نفتو او ګازو سکټور د فعالانو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې هم واورېدې او د خصوصي سکټور د یووالي او همغږۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې چې د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري. هغه د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د تعقیب او حل په برخه کې خپله ژمنتیا هم څرګنده کړه.
همدارنګه په دغو لیدنو کې د حیرتان بندر شته ستونزې لکه د نوبت ورکولو بهیر، د واګونونو په تخلیه کې ځنډ او نور ترانزیټي او سوداګریز خنډونه په تفصیل سره وڅېړل شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د اړوندو ادارو له مشرانو سره شریکې کړي او د مناسبو حل لارو د موندلو او د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو د اسانتیا لپاره به لازمې هڅې ترسره کړي.
دغه سفر د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسېدنې، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ په موخه ترسره شو.
 
شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۵
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رئیس ښاغلي جیفري ګریکو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
 
د دې ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي ښاغلي جیف ته ښه راغلاست ویلو ترڅنگ د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې او د هېواد د خصوصي سکټور ترمنځ د لا نږدې همکاریو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په دې لیدنه کې د امریکا د خصوصي سکټور او د افغانستان د خصوصي سکټور ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو، امریکايي او په امریکا کې مېشتو افغان پانګوالو ته د افغانستان د پانګونې د فرصتونو پر معرفي کولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د امریکا او نورو نړیوالو بازارونو ته د صادراتو د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کول، د ټکنالوجۍ، مدیریتي پوهې او بریالیو سوداګریزو تجربو لېږد، او د متشبثینو او کوچنیو او منځنیو شرکتونو ملاتړ د دواړو لورو د همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړل. هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو چې د افغانستان د خلکو ملکیت دی پر ازادېدو هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ او هڅو غوښتنه وکړه.
په مقابل کې ښاغلي جیفري ګریکو د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې یو شمېر امریکايي شرکتونه د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا لري. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رول د سوداګریزو مشارکتونو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو په اسانتیا کې مهم او اغېزناک وباله.
ښاغلي جیف همدارنګه یادونه وکړه چې ټاکل شوې ده د امریکايي سوداګرو او پانګوالو یو ستر پلاوی د ازبکستان په یوه اقتصادي پروګرام کې ګډون وکړي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس ته هم بلنه ورکړه څو له یاد پلاوي سره لیدنه وکړي او د افغانستان د پانګونې فرصتونه او اقتصادي همکارۍ ورسره شریکې کړي.
 
سه‌شنبه غبرگولي ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...