د ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستل شویو او بېرته راستنو شوو هېوادوالو د ملاتړ په موخه د اړیکو دفتر (TLO) له لوري په کابل ګرنډ هوټل کې یوه غونډه جوړه شوه.
 
په یاده غونډه کې چې د حکومت لوړپوړو چارواکو او نړیوالو ادارو استازو ګډون درلود د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي په خپله وینا کې د هغو ادارو او بنسټونو له هڅو مننه وکړه چې د جبري ایستل شوو هېوادوالو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې یې همکاري کړې ده. نوموړي وویل چې افغان سوداګر او پانګوال به په دې برخه کې د حکومت او مرستندویه ادارو ترڅنګ ولاړ وي.
ښاغلي عظیمي زیاته کړه هغه هېوادوال چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي یوازې یوه ننګونه نه، بلکې د سوداګرۍ، صنعت، ودانیزو چارو، معلوماتي ټکنالوجۍ، کرنې او خدماتو په برخو کې د زرګونو تجربه لرونکو او لوستو کسانو شتون د افغانستان د کار بازار د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت دی. نوموړي د خصوصي سکټور له لوري د اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو او دغې فعالې او اړمنې طبقې ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پانګونې مرستیال دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د خصوصي سکټور د سراسري استازي په توګه بشپړ چمتووالی لري چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، نورو دولتي ادارو، تمویلونکو بنسټونو او همکارو مؤسسو سره په همغږۍ د راستنېدونکو د اقتصادي ادغام لپاره ګډ پروګرامونه عملي کړي.
په دې غونډه کې د خونې د داخلي تولیداتو د ملاتړ مرستیال ښاغلی عبدالنافع بارکزي, د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج مطیع الله گردیزي هم ول. نورو ویناوالو لکه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې مېرمن ورینکا، او د اړیکو دفتر (TLO) مرستیال انجینر عبدالرحیم خُرم هم د خپلو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د راستنېدونکو د ملاتړ، د کاري فرصتونو او پانګونې د زمینو د برابرولو په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل.
د غونډې په څنډه کې د هغو راستنېدونکو پانګوالو او متشبثینو د تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی و چې هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد د خصوصي سکټور د یو شمېر غړو په ملتیا د تاشکند د پنځم نړیوال فورم له نندارتون څخه چې د تاشکند ښار د منځنۍ اسیا د نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی و، لیدنه وکړه.
 
په دغه نندارتون کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د کانونو، صنعت، انرژۍ او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې او د پانګونې فرصتونه نندارې ته وړاندې شوي وو. په دې ستره اقتصادي غونډه کې د نړۍ له پنځوسو څخه د زیاتو هېوادونو څه باندې څلور زره مشرانو، پانګوالو، صنعتکارانو، سوداګرو، د عامه او خصوصي سکټورونو پرېکړه نیوونکو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره ارزښتناک فرصتونه
په دغه نندارتون کې د خونې ګډون د افغانستان د ظرفیتونو او پانګونې فرصتونو د معرفي کولو، له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د بهرنیو پانګونو د جذب، د صادراتو د ودې او د افغانستان د خصوصي سکټور او نړیوالو شرکتونو ترمنځ د همکاریو د رامنځته کېدو لپاره یو بې‌ساری فرصت برابر کړ.
همدارنګه دغه نړیواله غونډه د تجربو د تبادلې، له نوښتونو او نوو صنعتي او سوداګریزو لاسته راوړنو سره د بلدتیا او د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونکې کړۍ په توګه د افغانستان د رول د پیاوړتیا لپاره یو مناسب فرصت بلل کېږي.
پر اقتصادي همکاریو ټینګار
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د سیمه ‌ییزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو تعاملاتو پر زیاتوالي او د افغانستان د خصوصي سکټور د ودې او پرمختګ لپاره د شته فرصتونو پر اغېزناکې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج نجابت‌الله حیدري او ښاغلي الحاج عبدالصبور احمدي هم د خونې عمومي رئیس ملتیا کوله.
د همکارۍ هوکړه لیک
د یاد نندارتون په څنډه کې د افغانستان د لوري د اعتماد اخندزاده شرکتونو ګروپ او د ازبکستان د دولتي شرکت Uzbekistan Technological Metals Complex ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کانونو د اکتشاف او استخراج، د معدني موادو د پروسس او تصفیې، د معیاري لابراتوارونو د جوړولو، د بېخبناوو د پراختیا او په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شوی دی.
د یادې هوکړې له مخې تر لسو میلیونو امریکايي ډالرو پورې د پړاویزې پانګونې د جذب زمینه برابره شوې ده او تمه کېږي چې دغه همکاري به د کانونو د سکټور په وده، د ټکنالوجۍ په لېږد، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د صادراتو په زیاتوالي او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي په کابل کې د روسیې د هوايي لوجستیکي شرکت «چکال آویا» له رئیس ښاغلي الکساندر چروچکن او مل پلاوي سره وکتل.
 
دغه لیدنه د افغانستان د سوداګرو د مالونو د انتقال لپاره د هوايي دهلېز د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
ښاغلي الکساندر د «چکال آویا» کارګو شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه شرکت دا مهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې فعالیت لري او لېوالتیا لري چې په افغانستان کې د خپلو کارګو الوتکو له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې فعالیت وکړي.
ښاغلي عظیمي د «چکال آویا» شرکت رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرو او صادروونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د هوايي دهلېز د لوجستیکي خدمتونو پراختیا اړینه وبلله او له یاد شرکت څخه یې وغوښتل چې د لا زیاتو اسانتیاوو، ټیټ لګښت او خوندي انتقالاتو په برابرولو سره د افغانستان څخه بهر او د سیمې له هېوادونو څخه افغانستان ته د سوداګرو د مالونو لېږد رالېږد په خوندي ډول ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یاد شرکت ترمنځ رسمي هوکړه‌لیک هم لاسلیک شي.
په دې ناسته کې د روسیې د «یونیفیکشن» او «ترانس ژدي» لوجستیکي شرکتونو مسئولینو هم ګډون درلود چې د اورګاډي او سړک له لارې د مالونو د لېږد رالېږد په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
 
یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند د پنځم نړیوال فورم د نندارتون په څنډه کې د ازبکستان هېواد د نمنګان ولایت له والي ښاغلي شوکت‌جان عبدالرزاق‌اوف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
د اقتصادي همکاریو پراختیا
ښاغلي هاشمي د دې لیدنې لپاره د نمنګان د والي له بلنې څخه مننه وکړه او د افغانستان او نمنګان ولایت ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او د نمنګان ولایت ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.
پر پخوانیو هوکړو ټینګار
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شوو هوکړو او تړونونو پر تعقیب او عملي کېدو ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګریزو او پانګوالیزو پلاوو د متقابلو سفرونو دوام د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
د نمنګان والي ښاغلي شوکت‌جان عبدالرزاق‌اوف د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو پلاوو له متقابلو سفرونو څخه خوښي وښوده او د دغو تعاملاتو پر دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي د نمنګان ولایت د جامو او نساجۍ صنعت، ساختماني موادو تولید او د چرګانو د روزنې فارمونو په برخو کې د یاد ولایت مهم اقتصادي ظرفیتونه یاد کړل او د افغانستان خصوصي سکټور سره یې د همکارۍ چمتووالی وښود.
افغانستان ته د سفر چمتووالی
د نمنګان والي همداراز افغانستان ته د یو ځل بیا سفر لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل چې د ازبکستان د سوداګرو او پانګوالو له یوه پلاوي سره به افغانستان ته سفر وکړي.
هغه هیله لري چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو، ګډو پانګونو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره نوې زمینې برابرې کړي.
د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا
د غونډې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو پر پراختیا او د سوداګریزو پلاوو د متقابلو سفرونو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د جدي هوډ څرګندونه کوي.
 
چهار‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلی سید کریم هاشمي د سیمې دوستو هېوادونو؛ ازبکستان، هند او قرغزستان ته په رسمي سفر روانېږي.
 
د دې سیمه‌ییز سفر په لړ کې به ښاغلی سید کریم هاشمي لومړی د ازبکستان هېواد، وروسته د هند هېواد او ورپسې د قرغزستان هېواد ته سفر وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دغو سفرونو پر مهال د تاشکند د پانګونې په پنځم فورم، په هند کې د «بهارت بیلډکان» نړیوال ساختماني نندارتون، د افغانستان او قرغزستان د خصوصي سکټور په سوداګریز فورم او همدارنګه د شانګهای په نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړي.
د دغو سفرونو موخه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول، د پانګونو جلبول، د افغانستان د خصوصي سکټور او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د نوو فرصتونو رامنځته کول دي.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس به د یادو پروګرامونو په څنډه کې د اړوندو هېوادونو له دولتي چارواکو، د سوداګرۍ خونو له رئیسانو، د خصوصي سکټور له استازو، پانګوالو او سوداګرو سره بېلابېلې رسمي او کاري لیدنې ترسره کړي څو د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو زمینه لا نوره هم پیاوړې شي.
 
شنبه، غبرگولي ۲۳مه، ۱۴۰۵
 
 

د هېواد یو شمېر سوداګرو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د خونې په مرکزي دفتر کې د غالیو د سکټور او تولیدي شرکتونو له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه وکړه.
 
په دې ناسته کې د کندهار د پیور شرکت رئیس حاجي سلیم، صراف امین خان احمدزي، د غالیو سوداګر حاجي بشیر جان او عبدالمحمود سراج ګډون کړی و.
سوداګرو د ګمرکي ستونزو او همدارنګه د غالیو د صادراتو په برخه کې شته ننګونو ته اشاره وکړه او په یادو برخو کې یې خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل. هغوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي عظیمي د سوداګرو د ستونزو او نظرونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي او د حل په موخه به یې لازمې هڅې ترسره شي.
 
سه‌شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...