د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي توکو تخصصي کمېټه تشکیل او پرانېستل شوه.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تخصصي جوړښتونو د پیاوړتیا په موخه د خوراکي توکو تخصصي کمېټه په رسمي توګه پرانېستل شوه. د دې کمېټې د جوړېدو موخه د خوراکي توکو سکټور د ستونزو حل، د باکیفیته تولیداتو پراختیا او د کورني بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د پرانېستې په مراسمو کې، چې د خونې د کنفرانسونو په تالار کې د مدیره پلاوي غړو، سوداګرو او د خوراکي توکو سکټور د فعالانو په ګډون ترسره شوه، د خونې د سټراټيژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد د دې کمېټې تشکيلول د خوراکي توکو سکټور د ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت لوړولو او د بازار وضعیت ښه‌والي لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي وویل د باکیفیته او مناسب قیمت لرونکو خوراکي توکو برابرول، له نړېوالو معیارونو سره سم پروسس او بسته‌بندي او د سټراټيژیکو زېرمو رامنځته کول د دې کمېټې له مهمو لومړیتوبونو دي.
ورپسې د کمېټې رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج وحیدالله عزیزي د خونې مشرتابه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د خوراکي توکو سکټور د پراختیا، د خلکو اړتیاوو د پوره کولو او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره به عملي هڅې وکړي.
هغه همدارنګه د کورنیو تولیداتو د پراختیا ترڅنګ د باکیفیته خوراکي توکو د وارداتو پر اسانولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د مدیره پلاوي غړي ښاغلي یونس قاضي‌زاده د ښاغلي عزیزي د شلو کلونو کاري تجربې ستاینه وکړه او باور يې وښود، چې نوموړی د دې سکټور د مشرۍ وړتیا لري.
د غونډې په پای کې ښاغلي همایون خواجه‌زاده او عبدالواحد واحدي د کمېټې مرستیالانو، ابراهیم سخي‌زاده د منشي په توګه په رسمي ډول خپلې دندې پيل کړې.
د دې کمېټې پرانېستل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خوراکي توکو سکټور د ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت لوړولو، د بیو متوازن ساتلو او د هېواد د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.