د افغان – اوزبېک سوداګریز فورم د ۶۰۰ سوداګرو په ګډون او د ۲۲ سوداګریزو هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد.

سې‌شنبه، د زمري ۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغان – اوزبېک سوداګریز فورم، چې د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بې‌سارې او تاریخي اقتصادي ناسته وه، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې ترسره شو او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۲۲ سوداګریزو هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو سره په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په دې مهم اقتصادي فورم کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اوزبېکستان د ټرانسپورټ او کانونو وزیرانو، د فرغانې ولایت والي، له اوزبېکستان څخه د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او پانګوالو، د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ خونو د مشرتابه غړو او له افغانستان څخه د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس محترم الحاج سید کریم هاشمي په خپلې وینا کې میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ستر اقتصادي فورم پر ارزښت يې خبرې وکړې. نوموړي دغه فورم د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په تاریخ کې یو مهم پړاو وباله او ویې ویل: "دا فورم یوازې یوه سوداګریزه ناسته نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه ده، چې غواړي اقتصادي همکارۍ پراخې او د خپلو ملتونو لپاره لا هوسا او سوکاله راتلونکی رامنځته کړي. دا ناسته د متقابل باور او د سټراټیژیکو اړیکو د پراختیا لپاره زموږ د جدي هوډ څرګندونه کوي."
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو د مشرتابه دوامدار ملاتړ، چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې کړی، مننه وکړه او د سیمې د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره یې د دغو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دغه فورم اهمیت د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ کلنی سوداګریز حجم به د ۵ مېلیارده ډالرو ټاکل شوي هدف ته ورسېږي. نوموړي همدارنګه د سیمه‌ییزو سوداګریزو دهلېزونو ترڅنګ د ټرانزیټي بهیرونو د اسانتیا او لوجسټیکي زیربناوو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اوزبېکستان لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف د یاد فورم جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د اوزبېکستان سوداګر او پانګوال یې وهڅول، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي. نوموړي د لوجستیکي مرکزونو د جوړولو، د ترجیحي تعرفو د کمولو او د انرژۍ، کرنې او په نورو اقتصادي برخو کې د پانګونې پروګرامونو یادونه وکړه او د افغانستان د پنبې په سکټور کې د پانګونې او هر کال یې د ۱۰۰ زره ټنه پنبې د پېرلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اوزبېکستان د فرغانې ولایت والي ښاغلي خیرالله بازاروف د فرغانې ولایت د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
په دې سوداګریز فورم کې پر یادو ویناوالو سربېره د افغانستان له لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو، د مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو او د اوزبېکستان له لوري د ټرانسپورټ او کانونو وزیرانو، د تاشکند ولایت د والي مرستیال، په کابل کې د اوزبېکستان سفیر، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس او د ياد هېواد نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او د پلاوي غړو هم ګډون کړی و.