د اوزبېکستان لومړي وزیر له مرستیال او مل پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي لیدنه.

یکشنبه، د زمري ۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اوزبيکستان لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف سره، چې د خپل هېواد د دولتي او خصوصي سکټور د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لیدنه او خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي کابل ته د اوزبيکستان د لومړي وزیر د مرستیال او ورسره مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د اوزبيکستان د ولسمشر او د دولت مشرتابه د هغه ملاتړ مننه او قدرداني يې وکړه، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په برخه کې یې کړي دي. نوموړي اوزبيکستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه وباله.
د خونې عمومي رئیس وویل، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د پلاوو هغه سفرونه، چې تر اوسه تاشکند، سرخان دریا، نمنګان، فرغانې او همدارنګه کابل، بلخ، بامیان، هرات او ننګرهار ته ترسره شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د کچې په لوړولو کې اغېزناک بلل شوي دي. هغه همدارنګه د افغانستان صادراتي توکو لپاره د ترجیحي تعرفو د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه يې د اوزبیکستان اقدامات مهم او اغېزناک وبلل.
د اوزبیکستان لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یوف د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور تود هرکلي مننه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي هڅې یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي په برخه کې اغېزناکې او د ستاینې وړ وبللې.
ښاغلي خواجه‌یوف وویل، د تېر کال پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتی او زیاته یې کړه، چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ پنځو میلیاردو ډالرو ټاکل شوي هدف ته د رسېدو په حال کې دي. هغه همدارنګه وویل، چې د افغانستان پر صادراتي توکو تر ۵۰ سلنې د ترجیحي تعرفو کمولو لپاره عملي کار روان دی، څو په سوداګریزو راکړو ورکړو کې زیاتوالی راشي.
د غونډې په بله برخه کې د دواړو لورو د پلاوو غړو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او شته ستونزې مطرح کړې، چې د اړوندو مسئولینو له لوري پرې بحث وشو او لازم ځوابونه ورکړل شول.
په دې لیدنه کې د افغانستان له لوري د پانگونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د ټولنیزو او فرهنگي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس الحاج احمد نبي زاده، الحاج عتیق الله مؤمن‌زاده، الحاج محمود جان قادري، الحاج یونس قاضي‌زاده، الحاج عبدالظاهر خان اڅکزي برکت، الحاج نجابت حیدري، د مدیره پلاوي غړی الحاج مایل خیرخواه او ملي سوداګر الحاج عبیدالله هوتک او د اوزبیکستان له لوري د ټرانسپورټ وزیر او مرستیال، د تاشکند والي، په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس او د هغه هېواد نور لوړپوړي دولتي او خصوصي سکټور مسئولینو ګډون درلود.