د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي، د دې ادارې د چارو د لا ښه پرمختګ او اغېزمن مدیریت په موخه، د یوې رڼې او تخصصي پروسې له لارې د عامل پلاوي دوه مرستیالان (د مالي او اداري چارو مرستیال او د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال) وټاکل او کارکوونکو ته یې ور وپېژندل.
 
په یاده غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج ابوعبیدالله هوتک، ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، ښاغلي الحاج محمد یوسف یوسفي، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد او ښاغلي الحاج نجابت حیدري، همدارنګه د عامل پلاوي سلاکارانو او مرستیالانو په ګډون د خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د عامل پلاوي د پخوانیو مرستیالانو له کړنو څخه مننه وشوه او نوي مرستیالان هم کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په اداره کې تغیر او بدلون یو بنسټیز کاري اصل وباله او ویې ویل چې د یوې رڼې پروسې او د وړتیا پر بنسټ، د عامل پلاوي دوه مرستیالان د سلگونو تنو نوماندانو له منځه دغو بستونو ته غوره شوي دي. نوموړي د عامل پلاوي د پخوانیو مرستیالانو د خدمتونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نوي مرستیالان به د خصوصي سکټور او د هېواد د خلکو د خدمت لپاره په غوره توګه خپلې دندې ترسره کړي.
ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني د خونې د کارکوونکو، په ځانګړې توګه د تېرو اوو میاشتو د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د عامل پلاوي ریاست په پام کې لري د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو پایلې په یوه رساله کې په دریو ژبو (پښتو، دري او انګلیسي) ترتیب او تدوین کړي او له چاپ وروسته یې د خصوصي سکټور او اړوندو ادارو ته وړاندې کړي.
ورپسې د بشري سرچینو آمر له خوا د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي زین الله حسني د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم د زده کړو او کاري تجربو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
د غونډې په پای کې، د عامل پلاوي نویو مرستیالانو په خپلو خبرو کې د خصوصي سکټور او د هېواد د خلکو د خدمت لپاره د صادقانه هڅو او رښتینې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د روان کال د غویي په ۲۹مه، د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي په ترکیب کې، چې مشري یې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت مقام کوله، د هېواد شمال، په ځانګړي ډول بلخ ولایت ته په رسمي سفر کې ګډون او فعاله ونډه درلوده. دغه سفر د هېواد لپاره مهمې اقتصادي، سوداګریزې، زیربنایي او پانګوالیزې لاسته راوړنې درلودې او د ملي اقتصاد د ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شول.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت مقام، ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د اړوندو سکټوري وزارتونو له محترمو وزیرانو، د وزارتونو له مرستیالانو، د خپلواکو ادارو له رئیسانو، د اقتصادي بنسټونو له مسئولینو او د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي له غړو څخه خپله مننه او قدرداني څرګندوي، چې د دغه سفر په لړ کې یې د ملي اقتصاد د ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مهم او اغېزمن اقدامات ترسره کړل.
د دغه سفر له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه د حیرتان بندر ۲۴ ساعته فعالول دي؛ هغه اقدام چې د هېواد سوداګرو، پانګوالو، واردوونکو او صادروونکو ته پراخې اسانتیاوې برابروي او د سیمه‌ اییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په چټکتیا کې به مهم رول ولوبوي.
همدارنګه، د ازبېکستان – افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پنځم فاز پرانیسته، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د سیمه‌ اییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
له بلې خوا، د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو سل او پنځوس میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره د لاجورد معیاري ښارګوټي د کار پیل، په افغانستان کې پر اقتصادي فضا د پانګوالو د باور څرګندونه او د زیربناوو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د دوامدار اقتصادي ودې لپاره د جدي ژمنتیا ښکارندویي کوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر په څنډه کې د «کویکس» ساختماني شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، دغه اقدامات د ملي اقتصاد د ملاتړ، د پانګونې د ودې او د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه بولي او د ورته اقتصادي پروګرامونو او نوښتونو خپل هر اړخیز ملاتړ اعلانوي.

د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ناستو په لړ کې، نن هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي او افغان سوداګرو په ګډون، د ازبېکستان د سوداګریز پلاوي او د هغه هېواد د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د کابل انټرکانټیننټال هوټل کې ګډه سوداګریزه ناسته ترسره شوه.
 
په دې ناسته کې، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د ازبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي سهراب، د خونې د مشرتابه او سلاکارانو یو شمېر غړو او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و، د پنبې، غوښې, هګیو، سمنټو، ګرانیټ ډبرو، درملو او نساجۍ په برخو کې د ۲۱ افغان او ازبېک شرکتونو ترمنځ د سل میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
ښاغلي ذلګي عظیمي، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د چټک پرمختګ یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، ګډو پانګونو او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مولوي صدر اعظم عثماني، په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د جلب په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اغېزمنو فعالیتونو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه تل هڅه کوي څو د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه، د پانګوالو امنیت، د سوداګریزو تعرفو کمښت او افغانستان ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.
د ازبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي سهراب، د افغانانو له مېلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتې شوې دي. نوموړي افغانستان د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال وباله او په دې هېواد کې یې د ازبېکستاني سوداګرو او پانګوالو لپاره له رامنځته شویو فرصتونو ستاینه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د ازبېکستان له اویا څخه زیاتو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و، چې د بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې په موخه افغانستان ته راغلي دي.
 
پنجشنبه، غویي ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د ۱۰۰ کسیز پلاوي په مشرۍ، چې پکې افغان سوداګر، صادرونکي او د خصوصي سکټور استازي شامل وو، د ازبېکستان هېواد نمنګان ولایت ته سفر وکړ.
 
د دې سفر په ترڅ کې، ښاغلي عظیمي د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه، چې د نمنګان ولایت په کانګرس هال کې د نمنګان والي ښاغلي شوکت عبدالرازق‌اوف په ګډون جوړه شوې وه.
د خونې د پانګونې مرستیال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له امله خوښي وښوده او ویې ویل چې د افغانستان او ازبېکستان خصوصي سکټورونه چمتو دي، څو د ګډو هڅو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا نوره هم لوړه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د تازه مېوو موسم را رسېدلی او د نمنګان ولایت له مسئولینو یې وغوښتل، څو ازبېکستان ته د افغان تازه مېوو د صادراتو او د دغه هېواد له لارې د منځنۍ آسیا او اروپا نورو هېوادونو ته د انتقال په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي عظیمي، د ازبېکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د لا پراختیا په موخه، افغان سوداګرو ته د دایمي اقامو او نورو اړینو اسانتیاوو زمینه برابره کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.
د نمنګان والي ښاغلي شوکت عبدالرازق‌اوف، د افغان پلاوي له شتون څخه هرکلی وکړ او د افغانستان او نمنګان ولایت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي افغانستان ته خپل پخوانی سفر یاد کړ او ویې ویل، چې په هغه سفر کې د دواړو لورو ترمنځ مهم او ارزښتناک تړونونه لاسلیک شوي وو، چې اوس یې عملي پایلې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې څرګندې دي.
د غونډې په پای کې، د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او دوه اړخیزو (B2B) لیدنو غونډه ترسره شوه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
همداراز، د دې غونډې په څنډه کې د نمنګان ولایت د تولیداتو او کورنیو محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی و، چې د ګډونوالو ځانګړې پاملرنه یې ځانته راواړوله.
 
شنبه، غبرګولي دویمه، ۱۴۰۵
 
 

دغه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج ابوعبید موسی او ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، د خونې د تخصصي کمېټو د یو شمېر رئیسانو او غړو، او د ازبېکستان د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې رئیس ښاغلي محمد جان دیاني زوف او د هغه د مل پلاوي په شتون کې د خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
 
ښاغلي عظیمي، افغانستان ته د ازبېکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه او ملي سوداګرو له لوري په کابل، بلخ، تاشکند، اندیجان، فرغانه او سرخان‌دریا ښارونو کې له ازبېکستاني لورو سره پرله‌پسې لیدنې اغېزمنې وبللې او زیاته یې کړه، چې دغو لیدنو د سوداګریزو هوکړه لیکونو او تړونونو د لاسلیک لامل شوي دي.
ښاغلي عظیمي، د درملو او ودانیزو توکو په برخه کې د افغانستان اساسي اړتیاوو ته په اشارې، له ازبېکستان څخه وغوښتل چې د دغو مهمو توکو ګمرکي تعرفې راکمې کړي، څو افغان سوداګر وکولای شي خپل اړین درمل او سمنټ له هغه هېواد څخه وارد کړي. نوموړي همداراز له ازبېکستان څخه نورو هېوادونو ته د افغانستان د مېوو صادراتو د اسانتیا غوښتنه وکړه.
همدارنګه ښاغلي میرویس وزیرزي کټوازي، عبدالنافع بارکزي، ابوعبید موسی او د درملو، صرافۍ او پولي خدمتونو د تخصصي کمېټو استازو د خپلو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د ازبېکستان د سوداګریز پلاوي رئیس ښاغلي محمد جان دیاني زوف، افغانستان د خپل هېواد له غوره ګاونډیانو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ازبېکستان ولسمشر د خپل هېواد د سوداګرۍ او صنعت سکټور مشرتابه ته سپارښتنه کړې، څو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د اسانتیاوو رامنځته کولو او سوداګریزو سفرونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي دیاني زوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خپل هېواد د سوداګرو او پانګوالو د جذب له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ازبېکستان به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د نساجۍ، کرنې او روغتیایي وسایلو په برخو کې د لویو فابریکو په جوړولو پانګونه وکړي.
غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د ګډو سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د پراختیا په اړه د جمع‌بندۍ او وینا سره پای ته ورسېده.
 
پنجشنبه، غویي ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د خصوصي سکټور د سوداګرو، صادرونکو او استازو څخه جوړ ۱۰۰ کسیز پلاوی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال الحاج آرین زلګی عظیمي په مشرۍ، د ۱۴۰۵ کال د غبرگولي په دویمه، شنبې ورځ، د ازبېکستان جمهوریت د نمنگان ولایت ته سفر وکړ.

مقالات دیگر...