د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي له غړو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په کابل کې وکتل.

شنبه، د چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
د پنج‌شنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي له غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پکتیا خونې د عامل پلاوي غړو د یاد ولایت دسوداګرو او پانګوالو ستونزې، اړتیاوې او پراختیایي لومړیتوبونه مطرح کړل، چې د نفتو عصري لابراتوار د جوړولو او د یوه سوداګریز مارکېټ د ودانولو وړاندیزونه هم پکې شامل وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د یادو وړاندیزونو د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو بهیر اسانولو او د شته خنډونو د لرې کولو لپاره به اړینه همکاري وکړي.
دغه لیدنه د پکتیا د اقتصادي او پراختیایي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.