د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې له غړو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه لیدنه.

جمعه، د چنګاښ ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
دغه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې وشوه، چې پکې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل او د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت الله صدیق‌زي د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې له غړو سره د دوی د ستونزو پر حل خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې غړو خپل نظرونه، وړاندیزونه او سپارښتنې شریکې کړې. ښاغلي حاجي نثار احمد، حاجي نصیر احمد، حاجي رحمت الله او حاجي محمد اسحاق د اتحايې په استازولۍ څرګنده کړه، چې د افغانستان د وچې مېوې سکټور نه یوازې د هېواد د مهمو صادراتي سرچینو دی بلکې د کارموندنې له سترو برخو هم شمېرل کېږي، چې زرګونو نارینه‌وو او ښځينه‌وو ته یې د کار زمینه برابره کړې. هغوی زیاته کړه، چې د افغانستان د وچې مېوې صادرونکو اتحاديې په ۲۰۲۵م کال کې مېلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي، چې دا د هېواد په اقتصاد کې د دغه سکټور مهم او اغېزناک رول څرګندوي.
د اتحاديې غړو همدارنګه د شته ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په ایران کې د جګړې له امله د افغانستان سلګونه ټنه وچه مېوه، چې ټاکل شوې وه د اروپا له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو او متحده ایالاتو ته صادره شي، له نامالوم برخلیک سره مخ شوې ده.
د خونې مرستیالانو د اتحاديې د غړو نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د هغوی ستونزې تائید کړې او د اړوندو دلایلو او تخصصي مالوماتو په وړاندې کولو سره یې د ګډونوالو قناعت او رضایت ترلاسه کړ. ښاغلي عظیمي او ښاغلي سلیمان‌خېل د وچې مېوې د صادرونکو اتحاديې د یو شمېر غوښتنو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې یادې غوښتنې به په اساسي او اصولي ډول تعقیب او حل شي. هغوی له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې په ګډه متحدانه عمل وکړي او د هېواد د اقتصادي او خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د ناستې په پای کې ګډونوالو د مسئولیت احساس څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د شته ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات وکړي او د هېواد د دې مهم اقتصادي سکټور د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.