د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، او د خونې د مشرتابه یو شمېر غړو د چین ولسي جمهوریت د شانګهای د سوداګرۍ خونې له رئیس او غړو او د دغه ښار له یو شمېر پانګوالو سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي هاشمي د شانګهای ښار د نړۍ له مهمو اقتصادي، سوداګریزو او پانګیزو مرکزونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې تاریخي دي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له مخې د آسیا په زړه کې موقعیت لري او تل یې د مرکزي آسیا او ختیځې آسیا ترمنځ د نښلونکې پُل په توګه رول درلودلی، او همدارنګه یې د سیمې د اقتصادي نښلون یا اتصال په برخه کې مهمه ونډه لرلې ده. هغه د چین ولسي جمهوریت له لوري د “یو کمربند، یوه لار” نوښت یو مهم فرصت وباله چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو د ودې لپاره اغېزمن تمامېدای شي او د دې چوکاټ په ترڅ کې یې د افغانستان د بشپړ چمتووالي او فعال رول پر ادا کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان خصوصي سکټور د روښانه لید او بشپړ چمتووالي سره غواړي له چینایي سوداګرو او پانګوالو سره په بېلابېلو برخو لکه کانونو، کرنې، صنعت، ټرانزیټ، لوجستیک، ټکنالوجۍ، تولید، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، طبي محصولاتو او بانکي سکټور کې خپلې همکارۍ پراخې کړي. نوموړي له چینایي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه پورته کړي او له افغان سوداګرو سره په لویو زیربنایي پروژو کې ګډې پانګونې ترسره کړي.
د شانګهای د سوداګرۍ خونې رئیس د افغانستان د سوداګریز پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې شانګهای د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په برخو کې د پراخو ظرفیتونو په لرلو سره چمتو ده چې د افغانستان له خصوصي سکټور سره عملي او تلپاتې همکارۍ پراخې کړي.
د دې ناستې په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د شانګهای د سوداګرۍ خونې ترمنځ لاسلیک شو.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، الحاج عبدالاحد صدیقي، او د مدیره پلاوي غړي، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال، الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، الحاج نصیراحمد سلطان‌زاده، او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو هم ګډون درلود.
 
پنجشنبه، غویي لسمه، ۱۴۰۵
 
 
 

د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز اتصال ناسته د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت کې ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي او ورسره مل سوداګرو ګډون وکړ.
 
ښاغلي عظیمي د سرخان‌دریا ولایت د والي له تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د دا ډول ناستو رول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو د پراختیا لپاره لاره برابروي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د افغانستان د تازه مېوو د موسم په رارسېدا سره دې ازبېکستان ته د دغو محصولاتو د صادرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي او همدارنګه د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته دې د ټرانزیټ په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت والي، ښاغلي اولوغ‌بیک قاسم‌اوف، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د خپل ولایت د بشپړې همکارۍ او چمتووالي ډاډ ورکړ او د دې ولایت اقتصادي ظرفیتونو ته یې اشاره وکړه، چې پکې د غنمو او درملو تولید شامل دي، او همدارنګه یې د ډبرو سکرو او پنبې په برخو کې د اړتیاوو یادونه وکړه.
په دې سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو په برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶ سوداګریز تړون لیکونه لاسلیک شول.
 
چهار‌شنبه، غویي نهمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د ۸۰ کسیز سوداګریز پلاوي په مشرۍ، د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت د والي په رسمي بلنه، د یاد هېواد پر لور سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د افغان سوداګرو او سرخان‌دریا ولایت د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو ترسره کول او همدارنګه د یاد ولایت له سیمه‌ اییزو چارواکو سره لیدنې او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله بلل شوې ده.
 
سه‌شنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د چین د هانګزوی د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د جلب، د سوداګریزو نظریاتو د تبادلې، د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
 
د دې لیدنې په پای کې، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین د هانګزوی د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د همکاریو هوکړه ليک، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او ګډو پانګونو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوه.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، الحاج عبدالاحد صدیقي، او د مدیره پلاوي غړو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال، الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، الحاج نصیراحمد سلطان‌زاده، او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کابل ښاروالۍ ترمنځ ګډه ناسته، د خونې د زیربنا او ساختماني تخصصي کمېټې د مشرتابه او غړو په ګډون، د استوګنیزو کورونو د جوړولو په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو د تشریح او معلوماتو وړاندې کولو په موخه د خونې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د کابل ښاروالۍ له لوري د خلکو او د هېواد خصوصي سکتور ته د ساختماني پروسو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو له امله مننه او ستاینه وکړه او د دې ناستې اساسي موخه یې سوداګرو ته د یادو اسانتیاوو په اړه د معلوماتو وړاندې کول وبلل. نوموړي همدارنګه د کابل ښاروالۍ د عامه ګټو او زیربنایي پروژو د ملاتړ په برخه کې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د کابل ښاروالۍ کلتوري سلاکار، ښاغلي نعمت‌الله بارکزي، د ۱۴۰۵ کال لپاره د ښاروالۍ د خدمتونو او د پروژو د پلي کیدلو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور او کابل ښاروالۍ ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د زیربنا او ساختماني تخصصي کمېټې رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي حمیدالله حبیبي، د ښار د ښه ‌والي او د سړکونو د پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې وستایلې او د ښاري پراختیا، د کارموندنې رامنځته کولو او د ښاري خدمتونو د ښه والي په برخه کې یې د خصوصي سکتور او ښاروالۍ ترمنځ همکاري مهمه او اغېزمنه وبلله.
ورپسې، د کابل ښاروالۍ د تخنیکي ټیم مسوولینو د خپلو معلوماتي پریزنټېشنونو له لارې د نویو سیستمونو د رامنځته کولو، د مراجعینو د چارو د اسانتیا، د موبایل اپلیکیشن د پلي کېدو، ښاري پلان، زونینګ پلان، د ساختماني جوازونو د صادرولو او نورو اړوندو فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې، د خونې د زیربنا او ساختماني تخصصي کمېټې غړو هم د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو سره د همکارۍ په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه په واضح ډول وړاندې کړل.
په دې ناسته کې د خونې سلاکاران، ښاغلي امان الله غالب او اسدالله فروغیار، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل، د کابل ښاروالۍ د عوایدو مرستیال، حسیب‌الله مظهر، او د زیربنا او ساختماني تخصصي کمېټې یو شمېر غړو هم ګډون درلود.
 
سه ‌شنبه، غويي اتمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د خونې د مشرتابه یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه نېټه د چین زیجانگ ښار کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له رئیس سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ټرانزیټ، د رېل پټلۍ همکاریو، د نندارتونونو د جوړولو او ګډو پانګونو پر اهمیت ټینګار وکړ او له چینایي پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې ترسره کړي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د کابل او چین د بېلابېلو ښارونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو موضوع مطرح کړه او په دې برخه کې یې د هانژونګ د استازولۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د چینایي لوري له خوا ژمنه وشوه چې دغه موضوع به د خپلو اړوندو ارګانونو له لارې تعقیب کړي.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج عبدالاحد صدیقي او د مدیره پلاوي غړي الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال الحاج نصیراحمد سلطان‌زاده او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...