د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، الحاج عبدالقاسم عمرخېل، الحاج حمیدالله حبيبي او الحاج مطيعالله ګرديزی د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د بېلابېلو غرفو لیدنه يې وکړه.یاد نندارتون به، چې په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی، د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي او په کې شرکتونو د فلزي او کاني محصولاتو ترڅنګ د درملو، د ابادۍ، پاکولو او خوراکي توکو په شمول بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ايښي.جمعه، چنگاښ ۱۲مه، ۱۴۰۵