د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو هر یو لهدولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او د مدیره پلاوي غړو الحاج میرویس وزیرزی کټوازي او الحاج نجابت الله حیدري د قرغیزستان د توکموک ښار د «تیریک تاش» د سمنټو تولیدي فابریکې لیدنه وکړه.یاده فابریکه، چې هره ورځ د ۵ زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت لري، د قرغیزستان د سمنټو له سترو تولیدوونکو فابریکو څخه شمېرل کېږي او د تولید په برخه کې له پرمختللې ټکنالوجۍ او عصري معیارونو څخه ګټه اخلي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د لیدنې پر مهال د فابریکې له بېلابېلو څانګو، د سمنټو د تولید له بهیر، تخنیکي سیسټمونو، تولیدي تجهیزاتو او د کیفیت د کنټرول او مدیریت پروسې لیدنه وکړه او مالومات یې ترلاسه کړل. همدارنګه دواړو لورو په افغانستان کې د سمنټو د تولید او د ساختماني صنعت د پراختیا په برخه کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې او د نظرونو تبادله هم وکړه.د ورته فابریکې د جوړېدو په موخه پرېکړه وشوه، چې د «تیریک تاش» شرکت او د دغه شرکت د چینایي شریکانو په همکارۍ به په افغانستان کې هم د سمنټو یوه ورته تولیدي فابریکه جوړه شي. دغه اقدام به د هېواد د صنعت په وده، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د سمنټو پر وارداتو د هېواد د اتکا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي دغه اقدام هېواد ته د بهرنیو پانګونو د جلب، د نوې ټکنالوجۍ او تجربو د لېږد او د تولیدي صنعتونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ یې د پانګونې او اقتصادي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او صنعتي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د ګډې ارادې څرګندونه کوي.سهشنبه، چنګاښ نهمه، ۱۴۰۵