د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې له اقتصادي سلاکارانو سره د عمومي ریاست په دفتر کې مشورتي غونډه وکړه.
 
په دې غونډه کې ښاغلي هاشمي د خونې د فعالیتونو د لا زیاتې همغږۍ او اغېزمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان خصوصي سکتور تر بل هر وخت منظمې طرحې، اغېزمنو اقتصادي پلانونو او د هېواد د اقتصادي بنسټونو ترمنځ دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي چې د سترو اقتصادي پروګرامونو په جوړولو، د پانګونې لپاره د غورو فرصتونو برابرولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صادراتو د پراختیا، د نویو پانګونو راجلبولو او په ملي اقتصاد کې د خصوصي سکتور د رول د پیاوړتیا له لارې لا فعاله او اغېزمنه ونډه واخلي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه ټینګار وکړ چې د راتلونکو مهمو موخو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره اړینه ده چې د اقتصادي سلاکارانو له ظرفیتونو، تجربو او تخصصي لیدلوریو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخیستل شي. هغه له سلاکارانو وغوښتل چې د اقتصادي پروګرامونو د ښه والي، د پانګونې د ودې، د نویو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو او د خصوصي سکتور د ځای د پیاوړتیا په برخه کې خپلې عملي او د تطبیق وړ طرحې، نظرونه او وړاندیزونه د خونې له مشرتابه سره شریکې کړي.
وروسته، د خونې اقتصادي سلاکارانو د عمومي رئیس له لیدلوریو او لارښوونو څخه هرکلی وکړ او دا ډول غونډې یې د اقتصادي فعالیتونو د همغږۍ او د هېواد د خصوصي سکتور د ودې لپاره یو مهم ګام وباله. هغوی همدارنګه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د هر اړخیزو اقتصادي طرحو په جوړولو، د تخصصي سلامشورو په وړاندې کولو او د راتلونکو پروګرامونو په پلي کولو کې به د خونې له مشرتابه سره خپلې هراړخیزې همکارۍ جاري وساتي.
 
پنجشنبه، غويي درېیمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د قرغیزستان سفیر، ښاغلي تورداکن سیدیکوف سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل او په نږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته د افغانستان د سوداګریز پلاوي د سفر په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي سیدیکوف د دې لیدنې اساسي موخه د معلوماتو شریکول، د قرغیزستان د خونې رئیس، اقتصادي مسوولانو او همدارنګه د قرغیزستان د سترو تولیدي شرکتونو سره د خونې د عمومي رئیس د لیدنو د تنظیم همغږي وبلله.
هغه له ښاغلي هاشمي وغوښتل چې د هغو سوداګرو نوملړ ورسره شریک کړي چې غواړي په دې سفر کې برخه واخلي څو ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. هغه افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره د قرغیزستاني سوداګرو بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او دا سفر یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو نندارتونونو د جوړولو، د پانګونې د ظرفیتونو ته د لاسرسي، د سوداګریزو شریکانو موندلو او د قرغیزستان په بازارونو کې د افغان سوداګرو د حضور لپاره یو ښه فرصت وباله.
د قرغیزستان سفیر د خونې له فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې کړنې یې بریالۍ او وستایلې، او د دغو بریاوو له کبله یې د خونې عمومي رئیس ته مبارکي وویله.
ښاغلي هاشمي د دې سفر د پروګرامونو په تنظیم کې د قرغیزستان د سفیر له همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې خونه په بشپړه ژمنتیا هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له قرغیزستان سره پراخې کړي. هغه د زېربناوو، درملو، کانونو، صادراتو او وارداتو په برخو کې د ګډو پانګونو لپاره د دواړو هېوادونو شته فرصتونه او ظرفیتونه مهم وبلل او د خونې لخوا یې د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو او د قرغیزستاني سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پلاویو تبادله د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډې سوداګریزې شورا د پرانیستلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ څو سوداګریزې ستونزې حل او د پانګونې پراختیا یقیني شي. هغه له سفیر څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي چې د سفیر له لوري یې تود هرکلی وشو.
همدارنګه، په دې غونډه کې دواړو لوریو د لا زیاتو سوداګریزو سفرونو د دوام او د دواړو هېوادونو په بېلابېلو ولایتونو کې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، غويي دویمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي نن ماسپښین د بلخ له والي، ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا سره ولیدل.
 
په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ستراتیژیکو زېرمو د رامنځته کولو، نفتي توکو، مایع ګاز٬ لومړنیو توکو د برابرولو، د سوداګرو ستونزو او د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي هاشمي د هېواد د سوداګرۍ د اوسني وضعیت په اړه وویل: له نېکه مرغه د افغانستان خصوصي سکتور د حکومت په همکارۍ وتوانېد چې له دوو اساسي؛ د ځینو سوداګریزو لارو تړل کېدو او په سیمه کې د ناامنۍ رامنځته کېدو له ننګونو تېر شي. هغه زیاته کړه چې د دې ننګونو سره سره، افغان سوداګرو توانېدلي چې اړین لومړني توکي او تېل له بېلابېلو هېوادونو څخه په مناسبه بیه او کافي اندازه برابر کړي؛ په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې بیې لوړې شوي او د دغو توکو کمښت هم محسوس دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس یوځل بیا خلکو، حکومت او د بلخ والي ته ډاډ ورکړ چې د هېواد د سوداګرو د هڅو او د حکومتي ادارو په همکارۍ به د خلکو د اساسي اړتیاوو په برابرولو کې هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي.
د بلخ والي، د ښاغلي هاشمي هرکلی وکړ او د هېواد د سوداګرو په هڅو خوښي وښوده، او د خلکو د اړتیاوو د برابرولو برخه کې یې له سوداګرو سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه چې د سوداګرو د ستونزو د حل او د بازار د وضعیت د ښه والي لپاره به اړینه او هر اړخیزه همکاري وشي. په مقابل کې، ښاغلي هاشمي هم ټینګار وکړ چې خصوصي سکتور د همکارۍ، د ستراتیژیکو زېرمو د جوړولو او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
 
شنبه، وري ۲۹مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د هند سفیر، ښاغلي کرن یادوف سره د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
ښاغلي هاشمي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هند سفارت د هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د شته ظرفیتونو او فرصتونو په یادولو سره وویل چې افغان سوداګر له هندي سوداګرو سره په همکارۍ د کرنې، کانونو او انرژۍ برخو کې د پانګونې لپاره چمتو دي. همدارنګه د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او صادراتو د اسانتیا لپاره د بدیلو ټرانزیټي لارو پر جوړولو هم ټینګار وشو.
د خونې عمومي رئیس د روغتیا برخه کې پانګونه مهمه وبلله او وړاندیز یې وکړ چې د هند د خصوصي سکتور او اړوندو شرکتونو په همکارۍ دې په بلخ ولایت کې یو معیاري روغتون جوړ شي. نوموړي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي او د افغانستان د صادراتو په برخه کې د هند لا زیات ملاتړ وغوښت او د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هند دولت له همکاریو یې مننه وکړه.
د هند سفیر د خونې د عمومي رئیس لخوا د مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د هند د صادراتو حجم شاوخوا ۷۰ سلنه او واردات یې ۳۰ سلنه وو. هغه زیاته کړه چې د سوداګریزو اسانتیاوو په ځانګړي ډول د SAFTA تړون په چوکاټ کې د صفر تعرفې له امله هند تل د افغان توکو لپاره د لویو صادراتي بازارونو څخه شمېرل کېږي.
د هند سفیر د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې راتلونکې میاشت هند ته سفر وکړي او د هغه هېواد د سوداګرۍ خونو او نورو خصوصي بنسټونو له مشرتابه سره وګوري څو د لا زیاتو همکاریو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره شي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تاریخي او مهم رول وستایه او په دې برخه کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په پای کې، دواړو لورو د همکاریو پر دوام، د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
سه‌شنبه، غويي لومړۍ، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د تخصصي کمېټو د جوړېدو د لړۍ په دوام، دا ځل د درملو او طبي وسایلو کمېټه او د زېربنا او ودانیزو چارو کمېټه د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ کې د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې په رسمي ډول پرانیستلې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دغو کمېټو جوړېدل د درملو، روغتیايي خدمتونو او همدارنګه د زېربنا او ودانیزو چارو سکتور د فعالیتونو په تنظیم او انسجام کې اغېزمن وبلل او د نړیوالو معیارونو سره سم د ایماندارۍ او صداقت پر بنسټ خلکو ته د باکیفیته خدماتو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
هغه د ودانیزو چارو بهیر د خلکو له مهمو اړتیاوو څخه وباله او له ټولو پانګوالو او د زېربنا او ودانیزو چارو کمېټې له غړو یې وغوښتل چې د ودانیزو پروژو د معیاري کولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادو کمېټو رئیسانو او غړو ژمنه وکړه چې د هېواد نافذه قوانینو ته به ژمن پاتې شي او د سوداګرو د ستونزو د حل او د هغو د مطرح کولو لپاره به د خونې له مشرتابه او حکومت سره لا زیاتې هڅې وکړي.
د دغو کمېټو د پرانیستې په مراسمو کې د خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو او د یادو کمېټو غړو هم ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې د درملو او طبي وسایلو تخصصي کمېټې د ۱۷ غړو په لرلو سره ښاغلی سید احمد نورزاد د رئیس، احمد فواد قیامي د مرستیال او الحاج محمد ادریس د منشي په توګه وټاکل. دغه راز د زېربنا او ودانیزو چارو تخصصي کمېټه د ۱۶ غړو په لرلو سره ښاغلی حمیدالله حبیبي د رئیس، انجینر نورالله راسخ او اسدالله فروغیار د مرستیالانو او سیدعلي اقبال د منشي په توګه وټاکل او په رسمي ډول یې خپل کاري فعالیتونه پیل کړل.
 
سه‌شنبه، وري ۲۵مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د قزاقستان سفیر، ښاغلي ګزیزاکباسوف سره د خونې په عمومي ریاست کې وکتل او په نږدې راتلونکې کې د دې هېواد د مرستیال صدراعظم په مشرۍ د لوړپوړي سوداګریز پلاوي د سفر په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
ښاغلي هاشمي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، کانونو او طبیعي سرچینو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په افغانستان کې د یاد هېواد پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې او امکانات برابرېږي او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو او د ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. هغه وايي، د افغانستان خصوصي سکتور له قزاقي سوداګرو او پانګوالو سره د پانګونې او همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خونې عمومي رئیس زیاته کړه، خونه په پام کې لري یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو ستونزې تعقیب او حل کړي، او له دې لارې د پانګونې اړوند موضوعات او مهم سوداګریز معلومات له سفارت او هغو قزاقي سوداګرو سره شریک شي چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لېوالتیا لري. سربېره پر دې، ښاغلي هاشمي په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو د دایمي نندارتون د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ښاغلي اکباسوف د عمومي رئیس وړاندیزونه وستایل او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي په موخه به ډېر ژر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم په مشرۍ یو سوداګریز پلاوی کابل ته سفر وکړي. هغه د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د پروګرامونو په تنظیم او د نندارتونونو په جوړولو کې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي همداراز د ګډ سوداګریز شورا جوړول مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو د دایمي نندارتون د جوړېدو لپاره به لازمې همکارۍ ترسره کړي.
 
سه‌شنبه، د غويي لومړۍ، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...