د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دریم پړاو د مدیره پلاوي ۳۱مه غونډه، د اتاق د عمومي رئیس الحاج ښاغلي توکل احمدیار په مشري، او د لاندې غړو په ګډون د مدیره پلاوي ښاغليو: محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي لومړی مرستیال؛
ښاغلی خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال؛
ښاغلی نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال؛
ښاغلی خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس؛
ښاغلی شیرین آغا سخی، د مدیره پلاوي مالي رئیس؛
انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس؛
او نور غړي: سلطان محمد صافي، خانجان الکوزی، محمد داود یوسفزی، محمد گردیزی، ذکریا بریالی، سید پرویز سادات هوفیانی، ضیاءالدین اچکزی، بهادر خیرخواه، فواد دوست، جان آقا صادقی، احمد شکیب احمدیار، او احمد ضیاء عظیمی شینوزاده.
همدارنګه، ښاغلی عبدالحامد حمیدی، د اتاق د نظارت هیات رئیس؛
ښاغلی میر زمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست؛
او ښاغلی محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال هم په غونډه کې ګډون کړۍ وو.
د غونډې په پیل کې، د مدیره پلاوي د ۳۱مې ناستې اجندا موضوعات، د تېرې (۳۰مې) ناستې مصوبات او د هغې د صورت جلسې تلاوت او لاسلیک د محترم خان محمد سرفراز باز له‌خوا غونډې ته وړاندې شول.
ورپسې، د اتاق د عامل پلاوي راپورونه او وړاندیزونه، د ښاغلي میر زمان پوپل له‌خوا غونډې ته وړاندې شول.
وروسته له هر اړخیز بحثه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اړوند موضوعاتو او د مدیره پلاوي او عامل پلاوي له‌خوا وړاندې شویو وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۶مه، ۱۴۰۴ کال
 
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلی خان محمد سرفراز باز، د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د مدیره پلاوي غړی ښاغلی خانجان الکوزی، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، سید پرویز سادات هوفیاني، ښاغلی احمد شکیب احمدیار، او د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلی میرزمان پوپل په حضور کې، د اتاق له یو شمېر مسؤلینو او د مرکزي دفتر د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره ولیدل.
 
ښاغلي احمدیار، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د کارکوونکو د شپه‌ او ورځ کار او هڅو څخه د ستاینې ترڅنګ، له هغوی وغوښتل چې د صادراتو د زیاتوالي، په ملي او نړیواله کچه د نندارتونونو د جوړولو، د غړو د جلب او جذب، او د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لا غوره خدمتونو د برابرولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او خپلو دندو ته په لا زیاته انرژۍ دوام ورکړي.
 
 
 
 
 
 
یک‌شنبه، د زمري ۵مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفتو ټانکدارانو تخصصي کمیټې، د اتاق د مشرتابه پلاوي؛ ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خان جان الکوزي د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او د یادې کمیټې د ګڼ شمېر غړو په شتون کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې غونډه وکړه او ښاغلی مسعود راحت یې د یادې کمیټې د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
 
ښاغلي مهمند، د هېواد د نفتو ټانکدارانو له لوري د ستونزمنو شرایطو سره سره د خدماتو له وړاندې کولو مننه وکړه، په ځانګړي ډول یې د پخواني رئیس ښاغلي ذبیح الله مهمند د خدمتونو قدرداني وکړه. نوموړي د باکیفیته تيلو د وارداتو لپاره د اړوندو حکومتي ادارو له خوا ټاکل شوي معیارونو په تعقیب ټینګار وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو د کرنې مخنیوی، او د ادارو د فساد پر ضد مبارزه، د باکیفیته نفتو د ترانسپورت، وارداتو او توزیع لپاره مهم عوامل وبلل، او د حکومتي مشرتابه له خوا د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د وارداتو د مخنیوي پر حکم یې یادونه وکړه. نوموړي له ټولو ټانکدارانو، په ځانګړي ډول هغو چې د لویو لارو پر سر موقعیت لري، وغوښتل چې د معیاري ترڅنګ ، د موټر چلوونکو او مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
ښاغلي مهمند، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تجارت پر زیاتوالي خبرې وکړې، او ژمنه یې وکړه چې د لمریزې برېښنا پروژو پلي کېدو او د قوش تپې لوی کانال څخه د استفادې له لارې، به ډېر ژر افغانستان د برېښنا تولید او کرنیزو محصولاتو برخه کې ځان‌بسیا شي.
ښاغلي الکوزي، د اتاق د تخصصي کمیټو د مسؤلیتونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې، او له نفتو ټانکدارانو او واردوونکو څخه یې وغوښتل چې د ټاکل شوو معیارونو سره سم، خلکو او مصرفوونکو ته خپل خدمات وړاندې کړي.
ښاغلي پوپل، د تخصصي کمیټو د ټاکنې پروسې تشریح کړه، او د پخواني رئیس له خدمتونو مننه وکړه. نوموړي د کمیټو په مشرتابه کې بدلونونه یو عادي او اصولي کار وباله، او هیله‌مندي یې وښوده، چې له نوي رئیس سره به خدمات لا ښه او معیاري شي.
همدارنګه، د نفتو د ټانکدارانو یو شمېر سوداګرو او استازو هم د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې باکیفیته نفتې مواد به عرضه کړي او مصرفوونکو ته به غوره خدمات وړاندې کړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۴مه
 

ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د ښاغلي حسین کالان او محترم ایدین کره بوجک، د حلال اکسپو نندارتون استازي، سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي حسین کالان د افغانستان د وچي مېوې د صادراتو په برخه کې د پانګونې لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ، څو د سیمې او اروپايي هېوادونو بازارونو ته دا محصولات صادر کړي، او له ښاغلي پوپل څخه یې د یادې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي د حلال اکسپو نندارتون په اړه ښاغلي پوپل ته معلومات وړاندې کړل او له نوموړي یې غوښتنه وکړه چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.
ښاغلي پوپل د ښاغلي حسین کالان او د هغه د ملګرو هرکلی وکړ، او ترکیه‌یې د افغانستان یو اوږدمهاله او ښه اقتصادي او تجارتي دوست هېواد یاد کړ.
نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او تاریخچې په اړه هغوی ته معلومات ورکړل. هغه وچه مېوه د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا یې د ګډو پانګونو، سوداګریزو ناستو او نندارتونونو پر بنسټ مهمه وباله.
ښاغلي پوپل، د امام ابو حنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د اتاق په نوښت، د دولتي سکتوري ادارو په همکارۍ، او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون په کابل ښار کې ترسره شي، یادونه وکړه، او له ښاغلي حسین او ایدین څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد سوداګر د دې نندارتون د ګډون لپاره وهڅوي.
 
 
 
 
 
 
یک‌شنبه، د زمري ۵مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغليو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلي خان جان الکوزی د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس،ښاغلي جان آقا صادقی داتاق دنفتی توکو دکميتی رئیس، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د یو شمېر ولایتي اتاقونو او سکتوري اتحادیو له رئیسانو او غړو سره یو ځای، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په مرمرین ماڼۍ کې، له ښاغلي مولوي عبدالله عزام، د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال د دفتر له رئیس، ښاغلي حاجي ابراهیم د اقتصادي معاونیت له مشاور، او ښاغلي مولوي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له مرستیال سره ولیدل او د خصوصي سکتور روانې ستونزې یې له دوی سره شریکې کړې.
 
سوداګرو او صنعتکارانو، خپلې ستونزې د تولیدي فابریکو لپاره د برېښنا سخت کمښت، د صنعتي پارکونو کې د ځمکو نه‌شتوالی، د ترانسپورتي کرایو لوړوالی، د بارولو پېچلې پروسه، د ګمرک او فومیګیشن وخت نیونکې کړنلارې، د کورنیو تولیداتو لپاره د بهرنیو بازارونو نه‌شتوالی، د جوازونو د تمدید او سوداګریزو ویزو د اخیستو ځنډ، د معیاري سړکونو کمښت، او د محصولاتو د کیفیت د ساتنې لپاره د سړو خونو او صنعتي زیربناوو نشتون یاد کړل، او د ریاست‌الوزرا د مرستیال د دفتر رئیس او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له مرستیال څخه یې وغوښتل، چې دا ستونزې د حکومت له مشرانو سره شریکې کړي.
ښاغلیو عزام او سعید، د خصوصي سکتور ستونزې واورېدلې او ژمنه یې وکړه، چې یادې ستونزې به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي. دوی له ټولو ګډون‌والو سوداګرو څخه وغوښتل، چې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او حل لارې په لیکلي ډول د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معینیت ته وسپاري.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۴مه
 
 

ښاغلي محمد انور عارفي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، د قرغیزستان له سفیر محترم تورداکن صدیقوف او د هغه د مرستیال محترم دانیار ژولچیف سره د یاد هېواد په سفارت کې ولیدل او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي عارفي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د هغو سوداګریزو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د څو مودې وړاندې د اتاق له لوري د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور ترمنځ ترسره شوې وې.
نوموړي د اوسني وضعیت فرصتونه د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له قرغیز سفیر څخه یې وغوښتل چې د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د ترسره کولو په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
د پالیسۍ مرستیال، اتاق د خصوصي سکتور، دولت او بهرنیو شریکانو ترمنځ د اړیکو پل وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو ګډو پانګونو ته – په تېره بیا د نفتو او ګازو د وارداتو په برخه کې – د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې ډېر اهمیت ورکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د ټولو سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هر اړخیز ملاتړ کوي.
ښاغلي صدیقوف د ښاغلي عارفي هرکلی وکړ او د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ د څلور اړخیزې سوداګریزې همکارۍ د تفاهمنامې یادونه وکړه. نوموړي وویل چې هېواد یې د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ګډو سوداګریزو همکاریو او پانګونو د پراختیا لپاره لیوالتیا لري. همدارنګه، نوموړي د خصوصي سکتور د ستونزو د هواري او د هغوی د هڅونې لپاره پر پرله‌پسې ناستو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغان او قرغیز سوداګرو ترمنځ به د ګډو پانګونو لپاره له خپلې خوا هر اړخیز ملاتړ کوي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د زمري ۵مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...