د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم هاشمي او د خونې د مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو، د ایران اسلامي جمهوریت د نفتو وزارت مرستیال، ښاغلي سید علي موسوي په مشرۍ د راغلي یوه ایراني سوداګریز پلاوي او کابل کې د ایراني سفیر، علیرضا بیکدلي او مل پلاوي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د ایران د نفتو وزارت مرستیال او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې افغانستان ته د ښاغلي موسوي او د هغه مل پلاوي د سفر په پایله کې به د نفتي توکو په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د سوداګرۍ پراختیا کې د ښو پرمختګو شاهدان ووسو.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د ایران له لوري د ډیزل، ایل پي جي ګاز او نورو نفتي محصولاتو وارداتو ته اړتیا لري، خو دغه واردات باید د افغانستان د حکومت لخوا د ټاکل شوو معیارونو سره سم وي.
د خونې عمومي رئیس په هېواد کې د یو شمېر افغان سوداګرو لخوا د نفتو د یوې لویې چاڼخونې جوړولو برخه کې د پانګونې پروګرام ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د ایران د نفتو وزارت د تخصصي او تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي موسوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مېلمه‌پالنې او د دې غونډې له جوړولو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ګډه همکاري به د افغانستان د نفتو انرژۍ د دوامدار تامین لامل شي.
هغه ټینګار وکړ چې ایران له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې هېڅ محدودیت نه لري او کولای شي د افغانستان د اړتیا وړ د ډیزل او LPG ګاز لویه برخه تامین کړي.
ښاغلي موسوي همدارنګه د افغانستان د نفتي معیارونو، په ځانګړي ډول د ډیزل په برخه کې، د مشخصاتو د شریکولو غوښتنه وکړه.
د ایران د نفتو وزارت مرستیال د افغانستان د نفتو چاڼخونې په برخه کې د ایران د نفتو وزارت د تخصصي او تخنیکي همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه: "زموږ هېواد په دې برخه کې لوړ ظرفیت او ښې تجربې لري او موږ همکارۍ ته تیار یو."
هغه د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره ایران ته سفر وکړي چې دا بلنه د ښاغلي هاشمي لخوا په مننې سره ومنل شوه.
 
چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم هاشمي د بلخ والي، ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا او د مزارشریف ښاروال، ښاغلي الحاج حافظ عبدالرحمن همت سره ولیدل او د هغوی خدمتونه او همکارۍ یې وستایلې.
ښاغلي هاشمي د خصوصي سکتور د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو د پیاوړتیا په تړاو د بلخ ولایت مقام او د مزارشریف ښاروالۍ له اغېزمنو همکاریو او دوامداره ملاتړ ستاینه وکړه او د دغو خدمتونو په درناوي یې هغوی ته د خصوصي سکتور مننلیکونه ډالۍ کړل.
ښاغلي وفا هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه له دې نیک اقدام څخه مننه وکړه او د بلخ د سیمه‌ییزې ادارې له لوري یې د خصوصي سکتور په هر اړخیزې او دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اقتصادي ودې، د کار او کاروبار د چاپېریال د ښه‌والي او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به اړینې همکارۍ او همغږۍ دوام ولري.
په دې لیدنه کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو او د دې ولایت د کانونو او صنایعو خونې رئیس هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم هاشمي، فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اندخوی د مالګې کان د سړک جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
په دې مراسمو کې د حکومت لوړپوړو چارواکو له ډلې د فاریاب والي، ښاغلي الحاج عبدالاحد فضلي، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت اقتصادي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ابراهیم حکمت، د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار، ښاغلي مولوي مطیع الله حقاني، د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي عبدالحمید نیازي، د فاریاب د کانونو رئیس، ښاغلي مولوي محمد عارف عارفي، د فاریاب د علماوو شورا رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث عبدالجلیل شهیدخېل، د قومي مشرانو له ډلې، شیخ غلام‌نبي، استاد قلیچ، استاد ندیم، حاجي عیدي محمد بای، استاد عبدالغفور تیموري او وکیل عبدالوهاب، ولسوالانو، د اندخوی او دولت‌آباد ولسوالیو یو شمېر نورو مشرانو حضور درلود.
د دغه سړک اوږدوالی ۱۴.۲ کیلومتره دی چې د ابوسعید د کانونو د کیندنې شرکت په پانګونې چې د اندخوی د مالګې کان قراردادي هم دی، جوړېږي او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک د مزار ـ فاریاب لویې لارې څخه جلا کېږي او د اندخوی د مالګې کان تر دشت لیلي پورې غځېږي چې د مالګې کان د کیندنې او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره به ډېر ارزښت ولري.
 
چهارشنبه، سلواغې۱۵مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو تګ راتګ لارو د بندښت د ستونزو د ارزونو په موخه د یوناما د مرستیال، ښاغلي انډریکا راټواټه سره آنلاین غونډه وکړه.
 
ښاغلي انډریکا په نږدې راتلونکي کې د پاکستان هېواد ته د سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې سفر کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندښت په ګډون، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وشي او ده د خونې له عمومي رئیس وغوښتل چې په دې اړه د خصوصي سکتور نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارو بندښت د دواړو هېوادونو د خلکو او خصوصي سکتور په زیان وباله او د سوداګرو د ستونزو حل په موخه یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو د ګډو هڅو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي هاشمي د پاکستان له حکومت وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي، له قید او شرط پرته د سوداګریزو او ټرانزیټي مالونو پرمخ دې د تګ راتګ دغه لارې پرانېزي او په راتلونکي کې د دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.
ورپسې، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني د افغانستان–پاکستان د سوداګریزو لارو د بندښت او د اقتصادي او سوداګریزو منفي اغېزو په اړه تازه او جامع معلومات وړاندې کړل چې په صادراتو، وارداتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو یې کړی دی.
په دې غونډه کې د خونې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د پانګونې برخې مرستیال، الحاج زلګي عظیمي، د خونې د خدماتو برخې مرستیال، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د مدیره پلاوي غړي، الحاج یوسف یوسفي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلي الحاج همایون خواجه‌زاده او یو شمېر نورو نورو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، ښاغلي ډاکتر علیرضا بیکدلي او د دې سفارت تجارتي اتشې، ښاغلي حسین روستایي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د وروستیو ترسره شویو اقداماتو او رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د توکو د لېږد د پړاو چټکتیا، د ټرانزیټي خدمتونو د ښه‌ والي، په بندرونو او سرحدي لارو کې د عملي اسانتیاوو د رامنځته کولو او همدارنګه د سوداګریزو لارو په اوږدو کې د ټرانسپورټي بنسټیزو جوړښتونو د پیاوړتیا پر دوامداره ملاتړ یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي سکټور د فعالانو او سوداګرو لپاره د اغېزمن تګ‌ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړ.
همدارنګه د دوغارون-اسلام‌قلعه د ټرانزیټي لارې د پراختیا موضوع او شپږو لینونو ته د دې لویې لارې د غځولو طرحه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اندازې د ډېروالي موضوع تر بحث لاندې ونیول شوه.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي بیکدلي او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ایران له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو هرکلی وکړ او د لا ډېرو سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د دې اړیکو د لا پياوړتيا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د خونې عمومي رئیس د سوداګرو د ویزو د صادرولو پر ستونزو هم خبرې وکړې چې دا مهال یوازې په ځانګړو زونونو پورې محدودې دي، او د ایران له سفیر یې وغوښتل چې دا محدودیتونه لرې شي څو د یوه زون سوداګر وکولای شي په نورو زونونو کې هم د ایران ویزې ته لاسرسی ولري چې دا غوښتنه د ایران د سفیر له لوري ومنل شوه.
د ایران سفیر ښاغلي هاشمي ته بلنه ورکړه څو ایران ته سفر وکړي او د هغه هېواد له سوداګرو او د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره لیدنې وکړي چې ښاغلي هاشمي هم ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ایران ته سفر وکړي.
 
سه‌ شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

دغه ناسته چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه، په کې د خونې سوداګریز مرستیال، ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د مدیره پلاوي غړي، الحاج ګلمیر امیني، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ولي امیني، د خوراکي توکو د خوندیتوب د برخې عمومي رئیس، مولوي عبدالله حامد او د هغه تخنیکي پلاوي، د خوراکي توکو او درملو یو شمېر واردوونکو او تولیدوونکو هم ګډون درلود.
 
ښاغلي بارکزي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او له ګډونوالو سوداګرو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په نوبت سره د خوراکي توکو له معینیت سره شریکې کړي.
د درملو او خوراکي توکو سوداګرو او واردوونکو د خوراکي توکو او درملو د ټېسټ او همدارنګه په ګمرکونو، په ځانګړي ډول د فراه په ګمرک کې خپلې بنسټيزې ستونزې د خوړو توکو له معینیت سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي حامد د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي په موخه د حکومت د مشرتابه له خوا د نافذ قانون په اړه معلومات وړاندې کړل او د خوراکي توکو او درملو د واردوونکو د شته ستونزو د حل په برخه کې، په ځانګړي ډول د فراه ولایت په ګمرک کې، د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
پنجشنبه، سلواغې۱۶مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...