د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمېټه د دې کمېټې د رئیس او د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج خالد مجید، له لوري د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، په حضور کې د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.
 
ښاغلي امیني د تخصصي کمېټو، په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې پر اهمیت او د هېواد د بېلابېلو سکتورونو په وده کې د هغې پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د بډایو کانونو او په هېواد کې د ډبرو د پروسس د پرله‌پسې ودې په نظر کې نیولو سره، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمېټه کولای شي د دې سکتور په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي د کمېټې له ټولو غړو او د ډبرو د سکتور له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو لپاره د همدې کمېټې له لارې له خونې سره شریک کړي.
ښاغلي الحاج خالد مجید د خونې د رئیس او مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرو ستونزې به په چټکۍ سره وڅېړي او د خونې له مشرتابه او اړوندو حکومتي ادارو سره به یې شریکې او تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي ملک فیصل سکندري او عزیزالله حسین‌خېل د دې کمېټې د مرستیالانو په توګه او حمیدالله حسین‌زاده د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې.
 
چهارشنبه، غویي ۱۶مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت په هغې ناستې کې ګډون وکړ چې د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي اتحادیې (امکا) له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت په انسټیټیوت کې چې د کابل په افشار سیمه کې موقعیت لري، جوړه شوې وه.
 
په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالمنان عمري او د هېواد د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر استازو هم ګډون درلود.
ښاغلي سلیمان‌خېل د کارګر نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ، د کارګر، کار ورکوونکي او حکومت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او د کار نړیوال سازمان (ILO) اصولو ته په اشارې سره یې د یادو بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له ۱۳۱۳ لمریز کال راهیسې د دې سازمان غړیتوب لري.
ښاغلي سلیمان‌خېل همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د کار ګمارونکو په استازیتوب د کار نړیوال سازمان په کلنیو ناستو او پروګرامونو کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه فعاله ونډه لري او د کارګرانو د حقونو د ملاتړ، د کاري چاپېریال د ښه والي، د کارموندنې د رامنځته کولو او له حکومتي ادارو سره د همکاریو په برخه کې یې د خصوصي سکټور پر دوامداره ژمنتیا ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، غویي ۱۶مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، او د خونې د سلاکار، ښاغلي اسدالله فروغیار، په شتون کې د عُمان هېواد د «مطبعه المدینه» شرکت له رئیسې، اغلې شهلا هوفر جمال سره د خونې په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

اغلې شهلا هوفر جمال د خپلې کمپنۍ د فعالیتونو او ظرفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د چاپي سکټور په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د لایسنس جواز، سوداګریزو کارتونو، د زیږون کارتونو، پېژندپاڼو، پاسپورټونو او نورو چاپي خدمتونو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ. نوموړې همدارنګه د پانګونې د بهیر د اسانتیا او له اړوندو دولتي ادارو سره د لیدنو د برابرولو په برخه کې د خونې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي سلیمان‌خېل د اغلې شهلا او د هغې د مل پلاوي د هرکلي ترڅنګ، د بهرنیو پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د خونې پر ژمنتیا او بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دا اداره به د پانګونې د اسانتیا په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونکړي. نوموړي همدارنګه د اړوندو حکومتي ادارو سره د هغوی د لیدنو د برابرولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اغلې شهلا یې وغوښتل چې د پانګونې برخه کې خپل وړاندیزونه په لیکلي بڼه له خونې سره شریک کړي، څو له اړوندو حکومتي مقاماتو سره مطرح شي.
 
یکشنبه، غویي ۱۳مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، په شتون کې، د صرافۍ او مالي خدمتونو د تخصصي کمېټې له رئیس، ښاغلي سخي احمد نورزاد، او د دې کمېټې د مشرتابه له یو شمېر غړو سره د عمومي ریاست په دفتر کې لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي نورزاد د هېواد د صرافانو، په ځانګړې توګه د سرای شهزاده د صرافانو اساسي ستونزې یادې کړې، چې پکې په میوند بانک کې خپلو پیسو ته د نه لاسرسي ستونزه، د مالیاتو د ارزونې په برخه کې د اسانتیاوو نشتوالی، د صرافۍ د جواز د ترلاسه کولو لپاره د بانکي تضمین د کچې لوړوالی او همدارنګه د صرافانو او د هغوی د کورنیو غړو لپاره د وسلې د کارټونو ستونزې شاملې وې. نوموړي د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په موخه دې له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ لازمې همکارۍ ترسره کړي.
ښاغلي هاشمي د صرافۍ سکټور رول د سوداګریزو فعالیتونو په بهیر کې، خلکو ته د مالي خدمتونو په وړاندې کولو او د سوداګرو د پیسو د لېږد په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې صرافانو توانېدلي دي چې د هېواد څخه بهر د سوداګرو په راکړه ورکړه کې اغېزمن رول ولوبوي او تر یوه بریده د بانکي نظام موجوده تشه جبران کړي. نوموړي همدارنګه د خصوصي سکتور په استازیتوب د صرافانو له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د یادو ستونزو د تعقیب او حل په موخه یې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، ته لارښوونه وکړه څو موضوع له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکه او تعقیب کړي.
په دې لیدنه کې د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي هېواد باز، او د هېواد یو شمېر صرافانو هم ګډون درلود
 
سه‌شنبه، غویي ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د چین د شانګهای ولایت بهرنیو چارو له عمومي رئیس سره لیدنه وکړه او د افغانستان او شانګهای ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي هاشمي د چین هېواد له بلنې او مېلمه ‌پالنې څخه مننه وکړه او دا ډول ناستې یې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله. نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزې اړیکې لري او د ورېښمو تاریخي لاره د افغانستان، مرکزي آسیا او ختیځې آسیا ترمنځ د نښلونکې پُل په توګه مهم رول لوبولی دی. هغه همدارنګه وویل چې نن ورځ شانګهای د نړیوال اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې یو مهم مرکز دی او له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په پراختیا کې اغېزمن رول لري.
د خونې عمومي رئیس زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چمتو ده څو د باور او متقابل درناوي په فضا کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په بېلابېلو برخو لکه سوداګرۍ، ټرانزیټ، کرنې، کانونو، صنعت او لوجستیک کې د همکاریو نوې لاري برابرې کړي. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د دغو اړیکو پراختیا به د دواړو ملتونو د هوساینې او پرمختګ لامل شي او د افغانستان او شانګهای ترمنځ به د دوامداره همکاریو یو نوی پړاو پیل کړي.
د شانګهای د بهرنیو چارو عمومي رئیس د افغان سوداګریز پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او د افغانستان سره یې د اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې د چین ولسي جمهوریت، په ځانګړې توګه د شانګهای ښار، لېوالتیا لري څو له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پراخې کړي.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، الحاج عبدالاحد صدیقي، او د مدیره پلاوي غړي، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال، الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، الحاج نصیراحمد سلطان‌زاده، او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو هم ګډون درلود.
 
پنجشنبه، غویي لسمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر، ښاغلي سادین آییلدیز سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د ودې په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي آییلدیز د ګډ سوداګریز مرکز پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تولیدي ظرفیتونو، طبیعي سرچینو، د پانګونې فرصتونو د معرفي او د شرکتونو د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مهم وباله. نوموړي زیاته کړه چې دغه ګډ سوداګریز مرکز کولای شي د سوداګرو لاسرسی اړینو معلوماتو ته اسانه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د ودې زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، ترکیه د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د خپلې مهمې جغرافیایي موقعیت او پراخو طبیعي سرچینو په لرلو سره د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال لري. نوموړي همدارنګه د هېواد د خصوصي سکتور چمتووالی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ترکیې ته د تازه مېوو، وچو مېوو او زعفرانو د صادراتو د زیاتوالي لپاره څرګند کړ، څو له دې لارې اروپایي بازارونو ته هم لاسرسی پراخ شي.
د خونې عمومي رئیس د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د ګډ سوداګریز شورا پر جوړېدو ټینګار وکړ او هغه یې د همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلو لیدنو د زیاتوالي لپاره اغېزمن وباله. نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ترکي سوداګر دې وهڅول شي څو د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.
په دې لیدنه کې د فاریاب د سوداګرۍ خونې مرستیال، ښاغلي شاه محمد خان، او د ترکیې د سفارت اقتصادي سلاکار هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غویي ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...