د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په هغې غونډې کې، چې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګی عظیمي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د پاليسۍ او له حکومت سره د اړيکو مرستیال ميراجان سليمانخېل او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي هم په کې برخه لرله، ګډون وکړ او د عامل ریاست له مرستیالانو او ټولو کارکوونکو سره پر ليدنې سربېره يې د دوی کاري فعالیتونه وستايل او پر لا ښهوالي یې ټینګار وکړ.ښاغلي هاشمي د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور ګډ کور دی او له ستر سوداګر څخه تر کوچني دوکاندار پورې ټول په دې اداره کې د درناوي وړ دي. نوموړي زیاته کړه "زما په ګډون، چې د خونې عمومي رئیس یم، تر ټولو ټیټ رتبه کارکوونکي پورې ټول مکلف یوو، چې سوداګرو او پانګوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او د اداري چارو په ترسره کولو کې په صداقت، مسئولیت او ژمنتیا عمل وکړو"د خونې عمومي رئیس په دې غونډه کې د کارکوونکو د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې بنسټګر ارواښاد عبدالمجید خان زابلي د خدمتونو درناوي په موخه دې یو عالي نښان جوړ شي، څو د خصوصي سکټور دې ستر شخصیت د ارزښتناکو خدمتونو د ستاینې یوه کوچنۍ نښه وي.ښاغلي هاشمي همداراز کارکوونکو ته وویل، د دې لپاره چې د دوی کاري بهیر په عادي او اغېزناک ډول دوام ومومي، که هر کارکوونکی مادي یا معنوي ملاتړ ته اړتیا ولري، رهبري به یې په مسئولانه توګه ملاتړ وکړي.د غونډې په پای کې د خونې د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل ریاست سرپرست ښاغلي زینالله حسني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کاري بهیر د مثبت پرمختګ په اړه عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ.