د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نفتي توکو بازار د اړتیاوو پوره کولو په موخه مشورتي ناسته وکړه

د افغانستان په بازار کې د نفتي توکو احتمالي کمښت مخنیوي او پېټرولو، ډېزلو او ګازو ته د اړتیا پوره کولو په موخه د ۱۴۰۵ کال د چنگاښ په ۱۳مه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د خونې مرستیالانو او د نفتي توکو یو شمېر سوداګرو او واردوونکو په ګډون مشورتي ناسته وشوه.
 
دا ناسته په داسې حال کې وشوه، چې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د ګازو د برابرولو او عرضې په برخه کې ستونزې او محدودیتونه رامنځته شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موضوع اهمیت په درک سره د نفتي توکو له سوداګرو او واردوونکو وغوښتل، چې د ملي مسؤلیت له مخې د پېټرولو، ډېزلو او مایع ګازو واردات زیات کړي، څو د هېواد د بازارونو او خلکو اړتیاوې په خپل وخت پوره شي.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سوداګرو د هڅو او خدمتونو مننه وکړه او ویې ویل، چې خصوصي سکټور تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د لومړنیو او اساسي اړتیاوو په ځانګړي ډول د نفتي توکو په برابرولو کې يې مهم او حیاتي رول لوبولی. نوموړي ټینګار وکړ، چې سوداګر او پانګه‌وال د ملي اقتصاد د مهمو ستنو په توګه مسؤلیت لري، چې د وارداتو په زیاتولو سره د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنيوی وکړي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه وویل، چې د وارداتو ترڅنګ د نفتي توکو کیفیت ته هم باید جدي پاملرنه وشي. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د اړتیا وړ پېټرول، ډېزل او ګاز د ټاکل شوو معیارونو او وړ کیفیت له مخې وارد کړي او بازار ته د بې‌ کیفیته نفتي توکو د عرضې مخه ونیسي.
په دې ناسته کې د نفتي توکو د واردوونکو سوداګرو ستونزې او ننګونې هم وڅېړل شوې. ګډونوالو د ګمرکي او اداري بهیر، د وارداتو پر وړاندې شته ستونزو، بازار ته د نفتي توکو د منظمې عرضې او د خصوصي سکټور او د اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ډاډ ورکړ، چې د نفتي توکو د واردونکو سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به په رسمي ډول د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریک کړي، څو د نافذه قوانینو او طرزالعملونو له مخې واردات اسان، بازار ښه تنظیم، د خلکو اړتیاوې پوره او د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنیوي لپاره لازم اقدامات وشي.
همدارنګه د بېلابېلو ولایتونو او له هېواده بهر د نفتي توکو یو شمېر لویو سوداګرو او د اړوندو شرکتونو مالکانو هم په انلاین ډول په دې ناسته کې ګډون وکړ او د وارداتو د زیاتوالي، د بازار ثبات او د نفتي توکو د کیفیت ښه والي په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د خونې له مشرتابه سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د نفتي توکو واردونکو سوداګرو او د اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ پر نږدې همکارۍ ټینګار وشو. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنیوي، د پېټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د وارداتو بهیر د اسانتیا، د بې‌ کیفیته نفتي توکو د عرضې مخنیوي او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره به د خصوصي سکټور او مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ یو ګډ او منظم میکانېزم رامنځته شي.
 
یکشنبه، چنگاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵