د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې شپږمه غونډه د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د پانګونې مرستیال الحاج ارین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال الحاج میراجان سلیمانخېل، د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض احمد خوافي، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیقزي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس الحاج ذبیح الله عمرخېل او د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست زینالله حسني په ګډون د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي په اوسنیو شرایطو کې د سوداګرو او پانګهوالو پر ملي مسئولیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه باید د خلکو اړتیاوو پوره کولو په ځانګړي ډول د لومړنیو او باکیفیته نفتي توکو برابرولو لپاره له بېلابېلو لارو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې د اجرائیه کمېټې د شپږمې ناستې د اجنډا موضوعات د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح الله عمرخېل له لوري غونډې ته وړاندې شول.
وروسته د عامل پلاوي د تېرو پنځو میاشتو کاري راپورونه او وړاندیزونه د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زینالله حسني له لوري وړاندې شول او د مدیره پلاوي غړو ته یې په دې اړه هر اړخیز مالومات ورکړل.
له بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته د خونې د سیسټمونو پر ډیجیټلي کېدو ځانګړی ټینګار وشو. همدارنګه د نفتي توکو د وارداتو او د بېکیفیته تېلو د واردېدو مخنیوي په اړه پرېکړه وشوه، چې سوداګر دې وهڅول شي څو د هېواد بازارونو او د خلکو اړتیا پوره کولو لپاره د نفتي توکو واردات لا زیات کړي.
په پای کې د عامل پلاوي د ریاست پر وړاندیزونو هم بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.