د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او مشرتابه پلاوي د چین د ایوو ولایت له مرستیال والي، ښاغلي ټنګ ټنګ سره وکتل او په چین کې د مېشتو افغان سوداګرو اساسي ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې.
 
ښاغلي هاشمي د افغان سوداګرو د شته ستونزو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د رېل پټلۍ له لارې د توکو د لېږد د لګښتونو د کمولو غوښتنه وکړه. ښاغلي رئیس همدارنګه له ښاغلي ټنګ وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
په مقابل کې ښاغلي ټنګ وویل چې د ایوو سیمه‌ییزه اداره د بهرنیو سوداګرو، په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو د ملاتړ ژمنه لري او ډاډ یې ورکړ چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د هغوی د ستونزو د حل لپاره بشپړه همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غويي اومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم او مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو په حضور کې د افغانستان د خصوصي رېل کنسرسیوم او د لیننکیوهایلنډ شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
 
دغه هوکړه‌لیک د رېل پټلۍ د ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د لوجیسټیکي خدمتونو د ښه‌والي، د افغانستان او نړیوالو لارو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد اسانتیا او د ټرانسپورټي لګښتونو د کمولو په موخه لاسلیک شوی دی.
په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غويي اومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي چې د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د چین ولسي جمهوریت ته سفر کړی، د ایوو ښار د نیمه‌قیمتي ډبرو د صنعت له ډیجیټلي مرکز څخه لیدنه وکړه.
 
دا مرکز د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو په برخه کې له مهمو سوداګریزو او ډیجیټلي مرکزونو څخه شمېرل کېږي چې د دې محصولاتو په بازارموندنه، بسته‌بندۍ او نړیوالو بازارونو ته په صادرولو کې مهم رول لري.
ښاغلي هاشمي او ورسره مل پلاوي د دې مرکز له بېلابېلو برخو لکه د انلاین پلور سیستمونه، ډیجیټلي نندارتونونه او د زینتي ډبرو په صنعت کې د برېښنايي سوداګرۍ نوې لارې چارې وکتلې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غويي اومه، ۱۴۰۵
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، محترم الحاج سید کریم هاشمي او د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو د چین د ایوو ښار له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دې لیدنه کې افغان سوداګرو خپلې اساسي ستونزې او ننګونې مطرح کړې او د خونې څخه یې غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزې له اړوندو مسوولانو او د چین د ولسي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او په دې برخه کې ورسره هراړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي هاشمي د سوداګرو ستونزې له نږدې واورېدې او د پانګونې لپاره یې د هېواد شته ظرفیتونه ښه فرصتونه وبلل. هغه په چین کې مېشت افغان سوداګر وهڅول چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او ده ډاډ ورکړ چې خونه به د دوی ستونزې له اړوندو کورنیو بنسټونو او چینايي چارواکو سره د شریکولو او تعقیب په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غويي اومه، ۱۴۰۵
 
 

د چین په رسمي بلنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي په مشرۍ د افغانستان لوړپوړی سوداګریز پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د ګډو پانګونو د جلب او له چینایي سوداګرو سره د سوداګریزو ناستو د ترسره کولو په موخه نن جمعه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې هغه هېواد ته ولاړ.
 
په دې سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سره د افغانستان دغه درانه سوداګر ملتیا کوي:
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ولایتي مرستیال، ښاغلی فیض احمد خوافي؛
- د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلی الحاج عبدالاحد صدیقي؛
- د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلی الحاج بهاوالدین؛
- د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلی الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج محمد یوسف یوسفي؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج ګلمیر امیني؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج مطیع الله ګردېزي؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی سخي احمد نورزاد؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج خالد مجید؛
 
جمعه، غويي څلورمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او ورسره مل پلاوي، چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د رېل پټلۍ د پرمختللو مدیریتي سیستمونو او د لانژو–سین‌کیانګ د چټک رېل پټلۍ له تمځای څخه لیدنه وکړه.
 
دا رېل پټلۍ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د ټرانسپورټ او لوجیسټیک په برخه کې د چین له مهمو زېربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي. دغه پروژه د چین لوېدیځې سیمې له منځنۍ اسیا سره نښلوي او افغانستان هم د حیرتان بندر له لارې له دې رېل پټلۍ سره نښلول شوی دی.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غويي اومه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...