د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، محترم محمد ولي امیني او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر، ښاغلي ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د شفاهي لارښوونې د تطبیق او د خصوصي سکتور د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه، د بار وړونکو وسایطو د پړاو او نوبت په تړاو د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
 
ښاغلي عمري د غونډې د اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل او د بار وړونکو وسایطو د نوبتي پړاو په برخه کې یې د سوداګرو، صنعتکارانو او ټرانسپورټي شرکتونو نظرونه او ستونزې واورېدې.
ښاغلي امیني د بار وړونکو وسایطو د پړاو او نوبت په برخه کې د سوداګرو پر شته ستونزو خبرې وکړې او ویې ویل چې دا موضوع د هېواد د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو له اساسي ننګونو څخه ده، چې د سوداګرو د توکو په لېږد کې ځنډ او د مالي لګښتونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
نوموړي له ښاغلي وزیر څخه وغوښتل چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د بار وړونکو وسایطو د پړاو او نوبت د طرزالعمل تخنیکي بیاکتنه ترسره شي او د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو مشروع غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د مالیې وزارت، د هېواد د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، سلواغې۷مه ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر، الحاج نورالدین عزیزي سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې په اوسني وضعیت، د نندارتونونو جوړولو، سوداګرۍ د پراختیا، د خصوصي سکتور د شته ستونزو د حل او د سوداګرۍ اړوند نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو د لا زیاتو سوداګریزو همکاریو پر ترسره کولو هم هوکړه وکړه.
 
پنجشنبه، سلواغې ۲مه ، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د درملو واردوونکو ټولنې له رئیس ، ښاغلي ډاکتر فضل‌الله نیازي او د ټولنې له یو شمېر غړو سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ډاکتر نیازي، هېواد ته د درملو د واردولو لپاره د بدیلو لارو د موندلو برخه کې د ټولنې ستونزې او وړاندیزونه بیان کړل او همدارنګه یې د بېلابېلو درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره د ګډې پانګونې یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خونې د عمومي رئیس د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د درملو واردوونکو رول د هېواد د اقتصادي ودې او خلکو د روغتیا لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې خونه به د هغوی د ستونزو د حل او د درملو په سکتور کې د ګډې پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو برخه کې بشپړ ملاتړ وکړي.
 
دوشنبه، مرغومې۲۹مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو نظرونو او تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو د جلب په موخه، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سوداګریزې کمېټې شورا رئیس، ښاغلي دیمیتري انتونوف او د یادې خونې د پانګونې او صنعت د برخې له لوړپوړي استازي، ښاغلي الکساندر سره انلاین غونډه وکړه.
 
ښاغلي هاشمي د افغانستان او د روسیې فدراسیون ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د اوسني وضعیت، د پانګونې فرصتونو، د صادراتو او وارداتو د بهیر د اسانتیا، د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو همکاریو د رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د سوداګرۍ خونو د رول په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولانو څخه د تېلو د چاڼخونو جوړولو لپاره د تخصصي سترو نفتي شرکتونو معرفي کولو، افغان سوداګرو ته د روسیې د لویو نفتي فابریکو ورپېژلو او په مسکو کې د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ د وچې مېوې د یوه ستر ګډ سهامي شرکت جوړولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د تنظیم برخه کې د خونې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلیو دیمیتري او الکساندر د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او د بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه کرنه، د کیمیاوي سرو تولید او د نفتو سکتور کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. هغوی همدارنګه پر دوه اړخیزو همکاریو، د سوداګریزو پلاویو پر تبادله، د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پالیسۍ مرستیال، میراجان سلیمان‌خېل، د خونې عامل پلاوي رئیس، محمد ولي امیني او د روسیې سفارت اقتصادي مسوول نیکولای هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، مرغومې ۳۰مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر په شتون کې د ازبیکستان له نامتو سوداګر، ښاغلي بیګزاد سدیوف او د هغه مل پلاوي سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او دواړو لورو د کرنې په سکتور کې د ګډو پانګونو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي سدیوف د کرنې سکتور، په ځانګړې ډول په کابل او میدان وردګو کې د سړو او شنو خونو جوړولو په موخه له څو تنو افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د ازبیک او افغان سوداګرو د ګډو پانګونو هرکلی وکړ او خونه یې د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور ملاتړې وبلله.
هغه ډاډ ورکړ چې خونه به د پانګونې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې بشپړ ملاتړ وکړي.
 
دوشنبه، مرغومې۲۹مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په افغانستان کې د تېلو چاڼخونې جوړولو د طرحې په تړاو د هند د تېلو او ګازو د یوه نامتو شرکت له متخصصینو سره دوهمه تخنیکي غونډه وکړه.
 
په دې ناسته کې د تېلو د چاڼخونې د پروژې تخنیکي او مالي جزییات په بشپړ ډول وړاندې شول.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه چاڼخونه به په لومړي، دوهم او درېیم پړاو کې په مجموعي توګه د ۸۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت او د ورځې تر ۱۰زره ټنو د تولید په ظرفیت جوړه شي.
د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، د دې چاڼخونې د ډیزل تېلو، پټرولو، د الوتکو تېل، مازوت او مایع ګاز (LPG) کلنی تولید به په مجموع کې ۳ میلیونه ته ورسېږي.
د ناستې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس دغه پروژه د انرژۍ د زیربناوو د پراختیا، د تېلو او ګازو پر وارداتو د هېواد د تکیې د کمولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اقتصادي ودې له پلوه خورا مهمه وبلله او د دې پروژې د تطبیق لپاره یې پر دوامدارو تخنیکي همغږیو او د پانګونې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
 
سه‌شنبه، مرغومې۳۰مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...