کابل ښار ته له رسېدو وروسته د دې پلاوي مشرتابه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي سره یوځای په بابر بڼ کې د لوی مغولي امپراتورۍ بنسټ اېښودونکي، ظهیرالدین محمد بابر له آرامځای(مقبرې) څخه لیدنه وکړه او دغه تاریخي او فرهنګي ځای یې ولیده.
 
د دې لیدنې په ترڅ کې د بابر بڼ مسوولانو لخوا مېلمنو ته د دې ټولګې د تاریخي شالید، فرهنګي ارزښت او تمدني اهمیت په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
د اندیجان والي او د ازبیکستاني پلاوي مشر، ښاغلي شهرت عبدالرحمن‌اوف، د دې تاریخي میراث د ساتنې او پالنې برخه کې د افغانستان د حکومت له لوري د ترسره شویو اقداماتو او هڅو ستاینه وکړه او د ملتونو ترمنځ د ګډو فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه اعلان وکړ چې د دواړو ورونو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او تاریخي همکاریو د پیاوړتیا په موخه چمتو دی چې د افغانستان له لوري سره په همغږۍ د بابر بڼ د تاریخي ټولګې د بنسټیزو پروژو له ډلې څخه د یوه په پلي کولو کې برخه واخلي.
 
یکشنبه، وري۲۳مه، ۱۴۰۵
 
 

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دوست هېواد ازبيکستان د سوداګریز پلاوي د هرکلي له مراسمو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلی مولوي شهاب الدین ثاقب هم حضور درلود، د ازبیکستاني پلاوي له رئیس، ښاغلي شهرت عبدالرحمان‌اوف سره ولیدل.
 
په دې لیدنه کې د خونې عمومي رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د نړیوالو سوداګرو د سترو پانګونو د فرصتونو په اړه ازبيکستاني مېلمنو ته معلومات ورکړل.
وروسته ښاغلي ثاقب په افغانستان کې د ښه امنیتي وضعیت او د هر ډول پانګونې لپاره د مناسبو ځمکو ډاډ ورکړ، او همدارنګه یې د نړیوالو پانګوالو د جلب او جذب لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له چمتووالی خبر ورکړ.
د غونډې په دوام کې، د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي رئیس او لوړپوړو غړو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پرمختګه خوښي وښوده او افغانستان ته یې د خپل سفر د پروګرامونو په اړه توضیحات ورکړل.
 
شنبه، وري ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د ازبیکستان د فرغانې ولایت له والي، ښاغلي بازاروف خیرالله خیدبرویچ او د هغه مرستیال، ښاغلي نورالدین محمد جانوف سره وکتل او په دې غونډه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د صادراتو او وارداتو د کچې لوړولو، د ټرانزیټ د بهیر د اسانتیا او همدارنګه د ګډو پانګونو د جلبولو په اړه خبرې او نظرونو تبادله وشوه.
 
ښاغلي عظیمي ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ خونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره لا زیاتې او دوامدارې هڅې وکړي او د اقتصادي تعاملاتو د پیاوړتیا او سوداګرو ته د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړي. نوموړي همدارنګه د فرغانې والي ته بلنه ورکړه څو د خپل ولایت د سوداګریز پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې موجود فرصتونه له نږدې وارزوي.
د فرغانې والي د افغانستان د سوداګریز پلاوي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او افغان سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د فرغانې د یوه لوی سوداګریز پلاوي سره ګډ افغانستان ته سفر وکړي.
په دې لیدنه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سیداحمد نورزاد، الحاج عبیدالله هوتک، د خونې د عامل پلاوي ریاست مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل، د فرغانې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، یولداشف شرزاد اکرموویچ او د بېلابېلو سکتورونو یوشمېر افغان سوداګرو هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، وري ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
 

د دوست هېواد ازبيکستان د اندیجان ولایت د والي په مشرۍ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رئیس، د سوداګرو او خصوصي سکتور په ګډون یو پلاوی د ازبیکستان د تولیداتو د نندارتون، سوداګریز تواصل کنفرانس، سوداګریزو او پانګونو غونډو د ترسره کېدو په موخه کابل ته راورسېد چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او مشرتابه پلاوي له لوري د پېژندګلوۍ تر لیدنې وروسته تود هرکلی شو.
 
شنبه٬ وري ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
 
 

ازبیکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر په درېیمه ورځ، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه د هغه هېواد په فرغانه ولایت کې جوړه شوه.
 
په دې ناسته کې چې د خونې د پانګونې د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج زلګي عظیمي په ګډون تنظیم شوې وه، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو، په ځانګړې توګه د جامو، خامو توکو، درملو او نورو سکتورونو کې۲۰سوداګریز هوکړه‌‌لیکونه چې ارزښت یې څه باندې ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالر وو، لاسلیک شول.
همدارنګه، د خونې د مشرتابه پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د فرغانې ښار له یوشمېر لویو صنعتي فابریکو او تولیدي فاریکو څخه هم لیدنه وکړه.
په دې سوداګریزه ناسته کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سیداحمد نورزاد او الحاج عبیدالله هوتک، د خونې د عامل پلاوي د ریاست مرستیال میرزمان پوپل او د دواړو هېوادونو یوشمېر سوداګرو هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، وري۱۷مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له رئیس، ښاغلي احمد توکور سره په لیدنه کې د دې ښوونیز بنسټ فعالیتونه وستایل او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
 
په دې لیدنه کې چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړي هم حاضر وو، چې لومړی د قران عظیم الشان مبارک آیتونه تلاوت شول، وروسته ښاغلي هاشمي په افغانستان کې د ترکیې بشردوستانه او بنسټیز فعالیتونه وستایل، د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې یې تاریخي او اوږدمهاله یادې کړې او د هېواد د کادري ځواک د پیاوړتیا لپاره د ترکیې د پوهنې څو کلنې لاسته راوړنې یې مهمې وبللې.
وروسته، ښاغلي توکور د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس او مدیره پلاوي حاضرو غړو مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان سوداګر او پانګوال د دې هېواد د مهم او بااعتباره سکتور په توګه د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري، او غوښتنه یې وکړه چې دا مهم سکتور د پوهنې د ملاتړ لپاره هم همکاري وکړي.
د ترکیې د پوهنې بنسټ رئیس زیاته کړه چې دا بنسټ اوس د یوې نړیوالې ادارې په توګه د نړۍ په ۶۴ هېوادونو کې فعالیت لري چې په ځانګړې توګه د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او د پوهنې د پرمختګ په برخه کې کار کوي٬ او افغانستان هم له دې هېوادونو څخه یو دی چې دا مهال په ۸ ولایتونو کې یې دا بنسټ فعالیتونه لري، او د پراختیایي پروګرامونو له مخې په نږدې ورځو کې به په خوست او تخار ولایتونو کې هم افغان-ترک ښوونځي پرانيستل شي.
دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا په موخه د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
 
شنبه، وري۲۲مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...