د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي د ازبیکستان د نمنګان والي، ښاغلي شوکت جان عبدالرزاقوف، د دې هېواد سفیر، ښاغلي اویبیک عثمانوف او یوشمېر سوداګرو سره د خونې په عمومي دفتر کې ولیدل او دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
ښاغلي هاشمي، مرکزي خونې ته د هغوی راتګ ته هرکلی ووایه او د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي څخه یې مننه وکړه چې دا سفر تنظیم کړی څو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ د ښو اړیکو څرګندونه کوي.
هغه د درې ورځني د افغانستان جوړ شوي «Made in Afghanistan» نندارتون جوړېدل او ورپسې کابل ته د ازبیکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي سفر د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د باور او علاقې ښه نښه وبلله.
د خونې عمومي رئیس د تېرې شپې د سوداګریز تواصل کنفرانس له پایلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هېواد زړورو سوداګرو هڅې چې په سختو شرایطو کې یې د خلکو اړتیاوې په کورنیو بازارونو کې پوره کړې، د هیلو وړ دي او په وینا یې چې د همدې هڅو په دوام سره کولای شو د افغانستان د صادراتو کچه د وارداتو تر کچې لوړه کړو او د هېواد سوداګریز توازن ښه کړو.
ښاغلي عبدالرزاقوف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه د تېرې شپې د سوداګریز کنفرانس د تنظیم او همدارنګه د ښه مېلمه‌پالنې له امله مننه وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو سوداګریزو اړیکو ښکارندوی وبلل او په وینا یې چې د اړیکو د پراختیا او ښو همکاریو لپاره یې په کابل کې د نمنګان ولایت سوداګریزه استازولي پرانیستې ده.
هغه د نمنګان ولایت د صنعتي او کرنیزو ظرفیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د خونې عمومي رئیس او افغان سوداګرو ته یې بلنه ورکړه چې نمنګان ته سفر وکړي او د دې ولایت د ګلونو په ۶۵م فسټیوال کې ګډون وکړي او زیاتوي، په یاد ولایت کې د شته ظرفیتونو په لرلو بشپړ باور لري چې سوداګر به د سوداګریزو تړونونو په لاسلیک کولو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه څو برابره ډېره کړي.
نوموړي، ښاغلي هاشمي ته په یاد فسټيوال کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه او بلنلیک یې وروسپاره چې هغه هم دغه بلنه ومنله.
په دې ناسته کې د خونې د حکومت سره د اړیکو د برخې مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلیو غړو، الحاج محمد ظاهر اڅکزي او الحاج محمد یوسف یوسفي هم حضور درلود.
 
یکشنبه، وري نهمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو د سوداګریز تواصل کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، الحاج سیدکریم هاشمي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د ازبیکستان د نمنګان والي، ښاغلي شوکت جان عبدالرزاقوف، په کابل کې د ازبیکستان سفیر، ښاغلي اویبیک عثمانوف، د خونې د حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني، د خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړو او د دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر سوداګرو په ګډون د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شو.
 
ښاغلي هاشمي، کابل ته د ازبیکستان د نمنګان والي او ورسره سوداګریز پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د تېرو پنځو میاشتو په موده کې نن د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پنځمه غونډه ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو د دولتي ادارو په همکارۍ جوړه شوې ده.
ښاغلي هاشمي د تاشکند په ښار کې د افغانستان «Made in Afghanistan» نندارتون او د هغه د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، دې نندارتون په درې ورځو کې څرګندې پایلې درلودې چې د بېلګې په توګه، تاشکند ته لېږدول شوي ۹۰ سلنه توکي وپلورل شول، سلګونه شرکتونه او زرګونه کسان نندارتون ته ورغلل، او له ۱۵۰ میلیونه ډالرو څخه په زیاته کچه هوکړه‌لیکونه او دوه‌اړخیز تړونونه لاسلیک شول.
هغه د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له صادقانه همکاریو، په ځانګړي ډول د دې خونې د رئیس دوران وهابوف مننه وکړه چې افغان سوداګرو ته یې په وړیا توګه سالون او ټولې غرفې برابرې کړې او ده همداراز د ازبیکستان له حکومت مننه وکړه چې د ۵۰ افغان سوداګرو لپاره مولټيپل ویزي ورکوي.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان–ازبیکستان د سوداګریزې شورا د پرانیستې او د هغې د لومړۍ غونډې یادونه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د ځانګړي جغرافیایي موقعیت، شتمنو معادنو او پاکو کرنیزو محصولاتو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې دا ټول د ازبیکستان د سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابروي او داراز افغانستان د ازبیکستان د تولیداتو لکه خامو توکو، درملو، سمنټو او نورو توکو لپاره یو مناسب بازار دی.
د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره ښه فرصت وباله او ده د ازبیکستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په ځانګړې توګه د شپږو توکو لپاره د ترجیحي تعرفو په برخه کې د اسانتیاوو یادونه وکړه چې ازبیکستان د افغانستان صادراتي توکو ته برابرې کړې دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې افغانستان نیم میلیون ټنه پنبه تولیدوي او ازبیکستان کولای شي په دې برخه کې ستر سوداګریز شریک وي.
ښاغلي شوکت جان عبدالرزاقوف د غونډې د تنظیم او مېلمه‌پالنې مننه وکړه او د نمنګان ولایت شته فرصتونه یې یاد کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
هغه وویل: موږ چمتو یو چې د افغانستان سره سوداګري نوره هم پراخه کړو او د صادراتي محصولاتو د پروسس په برخه کې د نړیوالو معیارونو سره سم مرسته وکړو څو نورو هېوادونو ته یې د صادراتو زمینه برابره شي.
د غونډې په پای کې ښاغلي امیني د خپلو خبرو په لنډیز کې وویل چې دا سوداګریزه ناسته ډېره بریالۍ او له لاسته راوړنو ډکه وه او زیاته یې کړه چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو کې د څه باندې نیم میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول چې له دې جملې ۱۷۰ میلیونه ډالر د افغانستان صادرات ازبیکستان ته دي.
په دې غونډه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج قاسم عمرخېل، الحاج ګل‌میر امیني، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج هېوادباز، الحاج عبدالله رحیمي او الحاج میرویس کټوازی، د خونې د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل، د خونې سلاکار، الحاج خانجان الکوزی، د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس، الحاج خان محمد فروتن، د افغانستان صنایعو او کانونو خونې مرستیال، الحاج خان محمد وردګ او یوشمېر حکومتي چارواکو ګډون درلود.
 
شنبه، وري اتمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزې شورا لومړۍ غونډه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د رئیسانو او د شورا د غړو په ګډون، د متقابل تفاهم او همکارۍ په فضا کې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه چې په کې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزې شورا د جوړښت هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د رئیسانو ترمنځ لاسلیک شو.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي په خپله وینا کې د دې شورا جوړېدل یو مهم او ستراتیژیک نوښت وباله او هغه یې د ستونزو د حل، د همکاریو د چټکتیا او شته ظرفیتونو د واقعي اقتصادي فرصتونو په بدلولو لپاره «یو عملي میکانیزم» یاد کړ.
نوموړي زیاته کړه چې د دې شورا رامنځته کېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د یو محرک انجن په توګه کار وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو، بازارونو ته د لاسرسي اسانتیا، او په مهمو برخو لکه ټرانزیټ، انرژي، کرنه، صنعت او د ګډو ارزښتي ځنځیرونو په رامنځته کولو کې همکاري پراخه کړي.
ښاغلي هاشمي د افغانستان جغرافیایي موقعیت د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکې کړۍ په توګه او د ازبیکستان صنعتي ظرفیتونه یو د بل بشپړوونکي وبلل او د دې ظرفیتونو له هدفمندې کارونې څخه د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ژمنتیا په ډاګه کړه چې د دې شورا ملاتړ به کوي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ به اړیکو کې اسانتياووې راولي.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف د دې شورا له جوړېدو هرکلی وکړ او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د بنسټیز کولو لپاره یو مهم ګام وباله او د سوداګریزو او پانګونې فرصتونو په پېژندنه کې یې د دې شورا پر رول ټینګار وکړ.
ښاغلي وهابوف هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۱.۶۸ میلیارده ډالرو څخه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
هغه همدارنګه د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، په کال کې تر څلورو ځلو پورې د سوداګریزو نندارتونونو د تنظیم او د دواړو هېوادونو په ولایتونو کې د سوداګرۍ خونو د استازولیو د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د دې غونډې په وروستۍ برخه کې د دواړو لوریو د سوداګریزې شورا غړي معرفي شول او د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزې شورا د جوړښت هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د رئیسانو لخوا لاسلیک شو. همدارنګه، د افغانستان د سوداګریزې شورا د چارو د پرمخ بیولو لپاره د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي خونه کې یو دفتر ځانګړی شو، او په مقابل کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا هم د همدې موخې لپاره یو دفتر ځانګړی شي.
 
پنجشنبه، وري شپږمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او ورسره مل پلاوي ازبیکستان ته د خپل سفر په لړ کې د تاشکند والي، ښاغلي میرزایف زویر توییروویچ سره د ولایت په مقام کې وکتل.
ښاغلي هاشمي د ازبیکستان د دولت او د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له تود هرکلي او دوامداره همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د افغانستان جوړ شوي د «Made in Afghanistan» نندارتون د جوړېدو، لاسته راوړنو او د پام وړ بریاوو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس څرګنده کړه چې د افغانستان خصوصي سکتور ژمن دی څو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا زیاتوالي لپاره هڅې وکړي او یادونه یې وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو لوی سوداګریز پلاوی تنظیم کړي او پلان لري چې په راتلونکي پړاو کې دغه نندارتون د تاشکند په ښار کې د پراخ شمېر سوداګرو او غرفه‌لرونکو په ګډون جوړ کړي.
په مقابل کې د تاشکند والي، ښاغلي میرزایف زویر توییروویچ د افغانستان سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې وویل چې د تاشکند ولایت مقام هم هڅه کوي څو له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي او تل به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور په خدمت کې وي.
ښاغلي هاشمي د تاشکند والي ته د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړه چې په ځواب کې والي دغه بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د یوشمېر سوداګرو او تخنیکي پلاوي په ملتیا کابل ته سفر وکړي.
 
جمعه، وري اومه، ۱۴۰۵
 
 

په تاشکند کې په دوهمه ورځ د افغانستان جوړ شوی (Made in Afghanistan) نندارتون د چارواکو، سوداګرو او کورنیو او بهرنیو لیدونکو د پراخ حضور شاهد و.
 
په دې ورځ په ازبیکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي شیخ عبدالغفار بحر له نندارتون لیدنه وکړه او له نږدې یې د افغانستان له بېلابېلو تولیداتو او محصولاتو سره بلدتیا ترلاسه کړه.
همدارنګه د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف هم د نندارتون له بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه.
د دې لیدنو پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي د مېلمنو ملتیا وکړه او د افغانستان د محصولاتو، ظرفیتونو او سوداګریزو فرصتونو په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل.
د لیدونکو پلاویو د افغان سوداګرو له بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه او د سوداګریزو همکاریو د پراخولو لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې نندارتون په لومړۍ ورځ شاوخوا ۴۰۰ ازبیکي شرکتونو له نندارتون څخه لیدنه کړې وه، په داسې حال کې چې په دوهمه ورځ دا شمېر تر ۶۰۰ زیاتو شرکتونو ته لوړ شوی دی.
همدارنګه، د دې نندارتون د دوو ورځو په ترڅ کې له ۴۰۰۰۰ څخه زیاتو د ازبیکستان، چین، هند او ایران لیدونکو لیدنه کړې چې دا د سیمې په بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو د اهمیت او جذابیت ښکارندویي کوي.
د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د دې نندارتون جوړېدل د هېواد د خصوصي سکتور لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د افغانستان د سفارت پر هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ یې ټینګار وکړ.
له بلې خوا، ګډون کوونکو سوداګرو هم د دې نندارتون له مثبتو پایلو خوښي څرګنده کړه او د همکاریو پر دوام او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو، د سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو او د پانګونو د جذب لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن رول لوبوي.
 
پنجشنبه، وري شپږمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او ورسره مل پلاوي یې د ازبیکستان د سفر پر مهال په تاشکند کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي شیخ عبدالغفار بحر سره په سفارت کې وکتل.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له لوري له افغان سوداګرو سره د شویو همکاریو او ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د سفارت پر مهم رول ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د سفارت د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي په تاشکند ښار کې د افغانستان جوړ شوي «Made in Afghanistan» نندارتون د جوړېدو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او له سفارت څخه یې وغوښتل چې د ازبیکستان په نورو ښارونو کې د سوداګریزو نندارتونونو او اړیکو کنفرانسونو په تنظیم کې لازم ملاتړ او همکاري وکړي څو دا پروګرامونه په منظم ډول پراخ شي.
د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د عمومي رئیس، ورسره پلاوي او افغان سوداګرو ته ښه راغلاست ووایه او د دې سفر پر اهمیت او په ازبیکستان کې د افغانستان د خصوصي سکتور پر فعال حضور یې ټینګار وکړ.
هغه د افغانستان جوړ شوی «Made in Afghanistan» نندارتون یو بې‌ساری او بریالی پروګرام وباله او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو له پراختیا څخه یې خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي سفیر همدارنګه د افغانستان د خصوصي سکتور سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې سفارت به د سوداګرو د ملاتړ او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.
 
جمعه، وري اومه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...